بی خونده خبری(54): د سړيو ښار

 
وسیم سجاد،کابل
مارچ۲۰۱۲،۲۳
کابل کی هوا ډیره یخه وه؛ واوره وریدلی وه؛ نن هم هوا صافه نه وه؛ کام ایر ته منتظر وو؛ د هوایی ډګر په لومړی منزل کی ځای نه وو؛ دویم ته وختم؛ هوری هم ځای نه وو؛ څادر می وغوړاوه. خو زر یی را یخه کړه.
امروز" تلویزون لګیدلی وو؛ سندری یی وړاندی کولی چی اړتیا یی هم نه لیدل کیده.  سهار مهال دداسی ګرمو سندرو اوریدل به نه پوهیږم څومره په زړه لګی؟ داسی سندری زه په کور کی له خپلی مینی سره نشم اوریدلی خو دلته مو چی نوره خویندی هم وی چا د اعتراض غږ نه اوچتاوه؛ لکه خاموشی نیم رضا است!!!
په ټاکلي وخت د الوتکی کلینډر راورسید او په دویم پوړ کی یی غږ کړ چی ځان رسوی چی راورسیده. ما ته دلته د کوټه سنګی چوک او هوایی ډګر ترمنځ کوم توپیر ښکاره نه شو. لس کاله تیر شول؛ څو وزیران لاندی باندی شول؛ د هوایی ډګر په ټرمینل کی کوم عصری د معلوماتو د ورکړی کوم سیستم ونه لګیده. خو همدا وزیران بیا د بودجی له بشپړ مصرف څخه تل ولسی جرګی په وړاندی سرکوزی وي.
الوتکه کی کیناستم؛۲۳م سیټ وو که ۲۶م را نه هیر دی. په څنګ کی می یو پکولي ناست وو؛ تور کالي یی وو: سلام؛ښه یی؟ هو!


دا ځل په الوتکه کی کلینره جلکی ښکلی وه؛ هلکان یی هم بد نه وو!!! ما ته هلک او جلکی بی تفاوته دي!!! زه په هر څه کی خدای(ج) وینم!!! قدرتونه یی ګورم!!!
الوتکه کی کیناستو؛ سیټونو کی ټول پوره شول؛ اواز شو چی الوتکه به په ۲۰ دقیقو کی تیاره شي. غواړو د الوتکی له وینګونو واوره پاکه کړو. څنګ کی کس ته می وویل چی دوی مخکی چیرته وو؟ د سوارلیو له ختلو مخکی یی باید دغه کار ترسره کړی وو! بیا ناست؛ناست چی اواز شو چی په کابل هوایی ډګر کی د ترافیک د بیرو بار له وجی به لږ،لږ!!! نور هم منتظر پاتی شو!!! ما خو کوم ترافیک نه لیده!!! دا به هغه نالیدلی اجسام وي چی لیدل یی کمال او چشمان غواړي!!!
ناست،ناست،ناست،ناست چی یو وردګ کلینډر بیا اعلان وکړ چی الوتکه به ډیر زر پرواز وکړي. پوره دوه ساعته په الوتکه کی ناست وم. ۲.۵ ساعته په هوایی ډګر کی ناست پاتی شوم!
د مور چای می هم ونه خوړ. ۴:۳۰ ساعته انتظار می خیټه کی تورابان بغاوت ته اماده کړی وو. سخت غوصه وم خو بس څه می کړی وای! زړه کی می ویل چی له دی خو په بس کی تللی وای خوند به یی کړی وو. هم به سفر وو هم به دیدن!
۱۱:۳۰بجی الوتکه اسمان ته وخته او ما د راسره ناول پاڼی بیا واړولی. سبحان الذی سخرلنا... می هم تکرار کړه. څنګ کی سړي می د وس مطابق ټولی واسطی او دروازی و ډبولی چی الوتکه ورپسی ونه غورځي کیدای شي چی ارمانونه به یی پوره شوی نه وي! په ۱۹ کی لکه چلیده!!!
کابل هم عجیب وطن دی! واوری ،یخ، ساړه هر څه کنګل کړي. زما هم جوابچی ته لکه د شکر مریضانو غوندی ډیره اړتیا وي. ډاریدم چی باور نه دی پکار د الوتکی د تشناب پایپونه بند نه وي.
په الوتکه کی د دوه نیم ساعته انتظار پرمهال دوه واری په بیت الخلا فضایی ور نازل شوم. په هوایی ډګر کی د انتظار پرمهال د زنانه وو تشناب ته په خدای(ج) لاړم! څادر می په ځان وو؛ پوره هماغه ښکاریدم!!! له تشنابه د راوتو پرمهال می فکر کاوه چی لکه د خندا وړ شم خو خلکو لکه احساس نه کړم. ما شادګلي عمل ځکه ترسره کړ چی دنارینه وو په هغه بد رش وو؛ که منتظر پاتی شوی وای نو ۱:۰۰بجی ته هم نوبت نه رارسیده!
په الوتکه کی له ۱۵ یا ۳۰ دقیقو سفر وروسته بسکیټ، ترکی جوس وو لکه، ویش پیل شو! د ظالم بچي راته د آم جوس هم کم واچوه!  کیک می کورت کړ! بیا می ورته وویل، ویل یی چی نور مال له کندهاره دراستنیدونکو دی. زه هسی هم له دی الوتکو واله سره تل نیغیږم خو نن می ځکه حوصله وکړه چی دلته لږ نور هم وو!!! ما ویل ونه وایی چی دغه هلک خو تل لانجی کوي!!! وروسته هغه ښکلی جلکی کلینره راغله ورته می کړه چی جوس راکړه؛ جلی خپله همیشنی مهرباني وکړه او د انارو جوس یی راباندی ولوراوه. خیټی می ورته دوعا وکړه!!!
په کومی دشتی کی اعلان وشو چی نږدی یو. د څنګ انډیوال ته می وویل چی یاره بیغمه اوسه ګړی اخلي!!! همداسی وشول! هوایی ډګر ته نږدی چیری واورو(وریځو) نږدی زمونږ الوتکه له ځان سره وړی وای! سخت یی وډار کړم. په هوایی ډګر ورنازل شوو. د کندهار هوایی ډګر نه دی ...
د هری کرښی الوتکی، کارګو، بی پیلوټه، B52، جیټ او... پکی لیدل کیږي!!!
د الوتکی په لومړی دروازه ښه بیروبار شو! یوه عجوبه پیښه وشوه! د الوتکی کلینډرانو اواز کړ چی د الوتکی د لکی له لاندی سوري ور کیوزی! دغه سوري ته چی تاسو هر څه نام ورکوی ازادي لری! ما ویل بس کندهار دی! الوتکی والا لکه پوهیږي! چی خلک څه خوښوي! او څه نه؟ ما له ځان سره ویل چی مه ره اګر بکوشه بد نخواهد بود!!!
نوره به بیا سره ګپی کوو تردی دمه همدومره!!!

نور بیا...
leekwal@yahoo.com