
موقعيت او مساحت
داوسیتیا ایالت دقفقاز دسيمې په منځ کې پروت دی دروسيې او ګرجستان تر منځ ويشل شوې دی ، د دواړو خواوو د تیريک سیند دکرښې په توګه منل شوې ده شمالي او سويلي پولې همدلته جلا کېږي .
شمالي اوسیتيا د روسيي تر څارنې لاندې خپلواکه جمهوريت دی پلازمینه یې ولادي قفقاز ده مساحت یې 8000 کيلومتره دی ، دنفوسو شمېر نږدې 700 زره وګړي دی .
خوسویلي اوسيتیا بیا د ګرجستان دننه خپلواکه ایالت دی ، خپله یې ځان دجمهوريت په توګه اعلان کړ خو نړیوالو په رسميت ونه پيژنده او نه یې د ملګرو ملتونو غړيتوب تر لاسه کړ پلازمینه څينفالي ده مساحت یې 2900 کیلومتره دی او د استوګنو شمېر یې نږدې 100 زره وګړي اټکل شوي .
نژاد او دین
اوسیتیان له منځنۍ اسيا څخه راکوچیدلې دي ځينې يې په ترکيه ، اذربايجان ، روسيه او ګرجستان مېشت شوي زیاتره يې له ډېر پخوا په اوسیتیا کې مېشت شول ، زیاتره یې ارتودیکس عیسویان دي ژبه یې دهغو ژبو په لړ کې راځي ،چې پاړسي ته نږدې ده ، په سويلي اوسيتیا کې يو شمېر ګورګان اوسيږي ،چې زیاتره یې اوس له ایالته بهر دي .
دکړکيچ ريښې :
اوسيتیا له مختلفو پړاونو تېره شوې ده په دغه ترڅ کې يې قانوني او خپلواکي وضعيت له بدلون سره مخ شوی کله به ازاد جمهوريت و او کله به د روسيې او ګرجستان تر منځ د نيمه خپلواک هېواد په توګه وویشل شوه .
اوسیتیان غواړي ، چې خپل ملي هويت ، کلتور ، ژبه او عادتونه وساتي او داسې انګیري ، چې دا ټول د ګرجستان له اړخه ګواښل کېږي نو ځکه دوی غواړي ،چې له تبليسي څخه جلا شي او داوسیتیا دواړه برخې سره یو ځای شي د جلا جمهوريت په توګه رامنځته شي او یا د روسیې یوه برخه وګرځي په عمومي توګه د معاصرې اوسیتیا په تاريخ څرګندې پېښې په دې توګه دي :
1861 ز اوسیتیا د روسیې امپراتورۍ برخه وګرځيده او د تیریک ایالت نوم ورته غوره شو .
1918 دپخواني شوروي اتحاد پر جمهوريت واوښت .
1920 اوسیتیا دخپلواکه جمهوريت په توګه اعلان شو .
1922 جنوبی اوسیتیا وويشل شوه او د خپلواکه جمهوريت په توګه له ګرجستان سره يوځای شوه .
1924 شمالي برخه یې له روسیې جمهوریت سره یو ځای شوه .
1926 جمهوريت خپلواکه شو .
1989 په سویلی اوسیتیا کې سیاستوالو دګرجستان پارلمان ته ليک واستوه او ورځينې يې وغوښتل ،چې له شمالي اوسیتیا سره يو ځای شي ، خوغوښتنه یې ونه منل شوه .
1990 د سویلي اوسیتیا چارواکو اعلان کړه ،چې د دوی ایالت د روسانو د واکمنۍ لاندې یو ایالت دی ، خو دګرجستان چارواکو یې خپلواکي لغوه اعلان کړه ، اکثرو چارواکو یې له شمالي اوسیتیا سره د پيوستون خبره رد کړه او په همدغه کال کې یې په پارلماني ټاکنو کې ورته دونډې اجازه ورنه کړه .
1992 په جنورۍ کې سویلي اوسیتیا يوه پراخه ټولپوښتنه پيل کړه ، چې اوسیتیا له ګرجستان څخه جلا شي او که د روسیې يوه برخه وګرځي ،خو اکثرو برخوالو دا نظر ورکړ ، چې اوسیتیا باید ځانته جلا جمهوریت شي . دهمدغه کال په نومبر کې داوسیتیا پارلمان اعلان وکړ ،چې د ټولپوښتنې پايله دا شوه ،چې دا دبېلتون رسمي اعلان دی .
له دې وروسته دګرجستان دځواکونو او دسویلي اوسیتیا د وسله والو تر منځ وسله والې نښتې رامنځته شوې دواړو خواوو ښه پريمانه ټپيان درلودل ، پردې سربېره په لسکونو زره کسه ګډوال شول ، بیا وروسته د جولای 1994ز کې د روسیې د ولسمشر بوريس یلڅين او دګرجستان دولسمشر ادوارد نازې په منځګړتوب جګړه بنده شوه .
1995ز کې سویلي اوسیتیا ددویم ځل لپاره خپلواکي تر لاسه کړه او دجګړې د بندیز تړون دوام وموند .
2004 ز کې دګرجستان دځواکونو او سویلي اوسیتیا د جنګیالو تر منځ نښته رامنځته شوه دګرجستان چارواکو غوښتل ، چې دسوداګرۍ چارې منظمې کړي د روسيې او اوسیتیا ترمنځ چې کومه سوداګري کېده دوی دا ناقانونه او د تور بازار هغه بلله داځل هم د تېر په څير دسيمه يیزو اونړیوالو سپارښتنو او د روسيې او ګرجستان او اوسیتیايی سوله ساتو ځواکونو په ګډو هڅو وضعيت ارام شو .
نوې جګړه :
د2008 ز په اپریل کې موسکو اعلان کړه ،چې دا به له ابخازیا او اوسویلي اوسیتیا سره قانوني اړیکې ټينګې کړي دغه اعلان دګرجستان غوسه راوپاروله او دا یې احساس کړه ،چې هسې نه موسکو په راتلونکي کې ددغو دوو ایالتونو خپلواکي په رسميت ونه پيژني . ولسمشر میخاييل ساکاشولي دخپل هېواد دامنیت شورا بيړنۍ غونډه راوغوښته او دا سپارښتنه يې ورته وکړه ،چې دواړه ایالتونه بېرته تر لاسه کړي اود ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه یې وغوښتل ،چې دروسيې نيت وڅيړي همدارنګه د ګرجستان د لومړي وزیر مرستیال له ( ناټو) څخه وغوښتل ،چې دموسکو پر ضد د دوی ملاتړوکړي .
ناټو سمدلاسه له ګرجستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او دهر هغه ګام دمخینوي ژمنه يې وکړه ، چې دګرجستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي . ولسمشر پوتين هم سمدلاسه د ناټو په اړه سختې څرګندونې وکړې .
د روسانو دغه دريځ هغه مهال راڅرګند شو ،چې کله متحده ايالاتو او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو د کوسوو خپلواکي په رسميت وپيژندله او د ناټو مشرانو داسې ژمنه وکړه ،چې په راتلونکي کې به ګرجستان ته دناټو غړيتوب ورکړو ، روسيه دغه پرمختګ ته ددوی تاريخي سيمو ته د لویدیځ دسرتیرو د ورتګ په سترګه ګوري او دا دخپل ملي امنيت لپاره ګواښ شمېري . د روان کال د اګست پر اتمه روسي ځواکونو او اوسیتیا ایالت رالاندې کړ او دا لړۍ لا تراوسه روانه ده .