
د شنو جرابو درلودنکې Blue Stocking
دغه ستاینوم ( لقب )
۱- د اتلسمې پېړۍ په نیمايي کې هغو انګلیسي مېرمنو ته وکارول شوه ، چې دمېرمن الیزابیت نتاجیو په تالار کې به راغونډيدلې . له ادیبانو سره به یې له دې امله خبرې کولې ،چې په جوارۍ کې یې وخت عبث تېر نه شي دادیبانو له ډلې به بنیامین ستلنجتلیت شنې جرابې اغوستې وې ، بوسکون به دملنډو په دود دغې ناستې ته دشنو جرابو ناسته ويله .
۲- ځانښودې ميرمن : وروسته بیا دغه لقب هرې هغې ښځې ته کارول کیده ، چې په ادب کې به یې له تکلفه کار اخیسته .
۳- دادب دعوه دار : دغه لقب هغو مېرمنو ته هم کارول کیده ، چې دادب دعوه به یې کوله خو ادبیات به یې لوستي نه و .
۴- ادبپوه : کله نا کله همدغه لقب هغې ښځې ته هم کارول کیده ، چې پراخه مطالعه او لوړ ادبي ذوق یې درلود .
ځاني / ذاتي Subjective
په عمومي توګه هره هغه غوښتنه ، چې د انسان د ځانګړو غوښتنو او خاص ذوق پر بنسټ رامنځته شوې وي . همدارنګه دکره کتنې يو شمېر هغو مکتبونو ته هم کارول کېږي ، چې وايي : پر یو هنري اثر حکم باید داسې وي ، چې د حکم پر مهال باید دکره کتونکی ذوق ته وکتل شي نه دکره کتنې ارزونکي بنسټونو ته چې وار له مخې ټاکل شوې وي .
غوټه Climax
په کېسه او ډرام کې دډرام په کړکیج کې هغه پریکنده نقطه ده ، چې لوستونکې یې ورسره لېوالتیا وښيي.
یادښت Reminiscence
هغه ذهني انځورونه ، چې حافظې ته راځي او د تېر وخت پېښې راپه زړه کوي ، ډېر ځل د ادب لپاره د اومه مواد برابروي په ځانګړې توګه په بيوګرافۍ ، یونلیک ، ویرینه ... کې ورڅخه ښه کار اخیستل کېږي په عربي ادب کې یې ښه بیلګه د امرو القیس شعر .
ذوالریاستین
دا دمامون الرشید ( ۲۱۸ هـ ) د وزیر فضل بن سهیل لقب دی ، چې له نوموړې سره یې د سلاکار په توګه کار کاوه ، چارې به یې ورسمبالولې . له الریاستین څخه موخه د تورې او قلم ریاست دی ، فضل په جګړه او لیکنه کې یې ښه وړتیا درلوده .
ذو المجاز :
دا دعربو له هغه پخوانیو بازارونو څخه یو دی ، چې هلته به د ذوالحجې په لومړۍ اونۍ کې ادبي مناظرې کیدلې ، شعرونه به یې ویل .
ذوق Taste
۱-
۲- د شیانو له ښکلاییزو ارزښتونو ، په ځانګړې توګه له هنري اثارو سره دانسان د چلند ځواک او وړتیا .
۳-
۴- د لویدیز په ادبي تاریخ کې ، د ادبي ذوق دخپریدا تاریخ لسمې پیړۍ ته وګرځي ، همدغه مهال نوی ادبي مکتب هم رامنځته شو . په عربي ادب کې ذوق دادبي کره کتنې له +ارزونې څخه یوه برخه ده دا د (الامدي ۳۷۱ هـ ) له انده په درې ډوله ده :
الف : طبعه : دا هغه وړتیا ده ، چې په کره کتونکی کې راپنځول شوې ده .
ب : پوهه : دا هغه وړتیا ده ، چې کره کتونکي یې له ډېر تمرین څخه وروسته تر لاسه کوي .
ج : زیرکتیا : دا د پوهې او طبعې یو ځای کول دي . د پوه سړی په پرتله زیرکه دحکم صلاحیت او وړتیا ډېره لري .
عام ذوق Common Sense
د انسانانو دهغو تجربو ټولګه ده ، چې پر مرسته یې هغه شيان تحلیلوي ، چې انسان يې درک او حس کولای شي ، پوره درک هم ورته ويلای شي .
لمنليک Appendix
دا هغه ليکنه ده ،چې له ار متن څخه نه شمېرل کېږي خودهمدې متن بشپړونکی بلل کېږي اودمتن دپوهيدو لپاره مهمه ده . له ارمتن وروسته چاپېږي . دلمنلیک او زياتونې تر منځ توپېر دادی ، چې لومړی دليکنې دچوکاټ يوه برخه وي او زياتونه دچاپ پر مهال دليکوال ذهن ته راځي . يا بله مانا لمنلیک هغه بحث دی ، چې د لیکوال له اړخه د يو ټکي د شننې په موخه پخوا په لنډیز یاد شوی وي او اوس يې لیکنې ته ورزياتوي .
رافضة شيعه ګان Shiite Receptionists
دغه ډله د جفر پر کتاب باور لري ، د دوی د اټکل له مخې دا کتاب دشیعه ګانو له امامانو سره وي په کې د علم ټول ډولونه او هغه پېښې ، چې تر قیامته رامنځته کېږي په جفر کتاب کې شته ، بشار بن المعتمر (۲۱۰هـ ) د بغداد د شيعه ګانو دمشر هجوه کړې . جفر دکتاب هغه ټوک دی ، چې علي بن ابې طالب او جعفر الصادق ورکې د پېښو وړاندوینه کړې ده دجفر پوهه ( علم الجفر ) هغه پوهه ده ، چې د حروفو د دلالت له مخې دنړۍ پېښې بیانوي .
راموسيزم Ramism
دغه تګلاره په شپاړلسمه پيړۍ کې په فرانسه کې راڅرګنده شوه بنسټګر يې فرانسوي فیلسوف راموس و دا دده دفرانسوي نوم بيير دی لا رامیه ( ۱۵۱۵- ۱۵۷۲ ز ) لاتيني انډول دی . دا د ( فن الجدل ) مشهور کتاب لیکوال دی . ده په دغه کتاب کې دارستو له زړو لارښونو او په فلسفه کې ، منطق او ژبپوهنه کې دخپلو ښوونکو له تګلارو سرغړونه وکړه . په فرانسوي ژبه دا لومړنی کتاب دی ، چې په التزام کې يې د پخوانيو له سپارښتنو دخلاصون هڅه کړې ده . دا پر نقل دعقل د بريالیتوب پیل دی ، همدغه بريالیتوب بیا وروسته درنساس د پړاو راڅرګنديدو ته لار پرانېسته .
نقدي څيړنه /
Critical Study
هغه څيړنه ، چې پر يوې نوې موضوع کره کتنه وکړي او تحليل يې کړي .
Drama/ ډارم
هغه جدي ډرامه ، چې نه پرې د تراژيدۍ او نه پرې د ساتيرې اطلاق کيږي ، او د واقعي ژوند له ستونزو څخه د يوې په اړه وي . هغه پخوانې ليکنه ، چې ددغه ډول سټیج ډرام اصول يې په ګوته کړي د ( ويکتور هوګو) ليکنه ده ، چې په ۱۸۲۷ ز کې يې د ( کرومويل ) ډارم په اړه يې ليکلې وه .
Drama bourgeois برجوازي ډارم /
دا د ډرام هغه ډول دی ، چې ( وتي ديدرو ۱۷۱۳- ۱۷۸۴ ز ) کې رامنځته کړی ، د دغه ډول ډرام له ځانګړو څخه داده ، چې موضوع يې جدي وي ، دمنځنی پاړکي د وګړو ژوند انځوروي ،د شعر په پرتله نثر او اخلاقي موخو ته ډېر پام کوي ، هغه درې اړخيز اصل ته درناوې کوي ، چې په ايټاليه کې د نهضت د پېر او په فرانسه کې د اولسمې پيړۍ کره کتونکو د ارستو له کتاب ( د شعر هنر) څخه راااخیستې و .
version, novel ناول /
ناول دمتن له هغو ډېرو حالاتو څخه یو دی ، چې دژباړونکو،روایانو اولیکوالو لخوا ورکې سمونې رامنځته شوې وي . ښه بیلګه يې داحادیثوروایت یا د پخواني پېر کتاب ( عهدقدیم ) ژباړه .
خوناول بیا په ادب کې په عمومي توګه اوږده خیالی نثري لیکنه وي ، په یوه وخت کې دنسبي اهمیت د اختلاف او دناول د ډول داختلاف له مخې په کې څو عناصر رايو ځای شوي وي دغه عناصر په دې توګه دي :
پېښه : په پولیسي ، ډاراچونې او په هغونااشنا ناولونو کې ، چې پېښې يې په ډارونکي او وحشي چاپيريال کې تر سره کېږي د پېښې اهمیت زیاتېږي .
رواني شننه : په تحليلي ناول او د بيوګرافۍ په هغو ډولونو کې کارول کېږي ، چې د لیکوال لخوا د اعتراف اومنښتې او يا هغه ناول ، چې دمتبادلو ليکونو په بڼه ليکل کېږي ، کارول کېږي
دټولنې انځور : په تاريخي يا په هغو ناولونو کې ، چې د بزګرانو او يا د ولس د يو پاړکې ژوند او یا هغه ناول ، چې په ځانګړې پېر ( مهال ) کې د يوې کورنۍ ژوند انځور کړي ، ډېر تر سترګو کېږي .
دبهرنۍ نړۍ انځور : په هغو ناولونو ، چې پېښې يې په داسې چاپيريال کې رامنځته کېږي ، چې لوستونکي ورسره بلد نه وي او یاهغه ناولونه ، چې پېښې يې د ځمکې د کرې په مخ رامنځته کېږي . دغه مهال لیکوال دبهرنۍ نړۍ انځورونۍ ته ډېر اهمیت ورکوي .
فکر : دغه عنصر په هغوناولونو کې ډېر تر سترګو کېږي ، چې پر ټولنې له نیوکو ، له فلسفي او اخلاقي افکارو څخه ملاتړ ، د علمي حقیقتونو ښکاروندې اویا د سمبولیکو کیسو له لارې ښوونيزه موخه ولري .
شعري عنصر : دغه عنصر په سندریزو عاطفي ، سوچه خيالي ناولونو کې کارول کېږي ، ناول په نسبي توګه اوسمهالې ادبي ژانر دی ، په اوسنۍ دود شوې بڼه په فرانسه کې داولسمې پېړۍ په پای کې د ( امدام دې لاوییت ) پر وسیله رامنځته شو .
په انګلستان کې : شونی ده ،چې لومړنۍ رابرسېرنه کيدنه یې د صموییل ریتشادرسون له ناول ( پامیلا) سره وتړل شي . ځینې کره کتونکې دناول رامنځته کیدل دهسپانوي مشهور لیکوال ( دون کیخونی ) له کیسې سره تړي .
خو ډېری کره کتونکي بيا په دې اند دي ، چې اوږده کیسه له يو بل ادبي ژانر سره تړاو لري . دا ژانر هغه نثري کېسه ده ،چې دادبیاتو په تاریخ کې په اوسنۍ مانا یې د ناول د راڅرګندیدو زیرې یې له ځان سره راوړ .
سره له دې ،چې دخيالي کېسو ټول ډولونه ( حماسې ، شعري کیسې ، نثري حکایتونه ) له ډېر پخوا په نړیوالو ادبیاتو کې وو . خو ناول په اوسنۍ مانا لکه څرنګه ، چې داولسمې پیړۍ په پای کې په اروپا کې رامنځته شو ځانګړې ادبي ژانر دی ، چې د پېښې د بیان له لارې د کرکترونو د ځانګړې انځورونې پر څرنګوالي ډېر ټینګار کوي . له شپیتو اویاسل زرو کلیمو څخه کم نه وي
په اروپا کې ناول د پرمختګ پېر ( مهال ) نولسمه او دشملې پیړۍ نیمایي وه . خو اوس د هغو ډېرو ادبي تجربو له کبله ، چې دناول د بڼې ، موضوع او جوړښت په اړه تر سره شوې ، د ناول ګانده ( راتلونکې ) د پوښتنو ا وڅیړنو وړ موضوع ده .
له تاریخي ټولنیز اړخه دا ویلای شو ، چې په اروپا کې د ناول راڅرګندیدل او وده دمنځني متعلم پاړکي له بریالیتوب او په اکثرو هېوادو کې د واک عملي تر لاسه کولو سره تړاو لري ، همدغه پاړکي د لوستونکو يو ډېر شمېر راوپنځوه په ځانګړې توګه ښځینه لوستونکۍ ، چې د ډېر وخت درلودو له کبله یې له مطالعې خوند اخېسته . د یو شمېر ناول لیکوالو د رامنځته کولو لامل ناول و .
په عربي ادب کې ناول دشلمې پیړۍ په لومړیو کې په مصر کې رامنځته شو ، يو څه عام و ، درې تګلوري يې درلودل :
عاطفي رومانیتیک : ښه بیلګه یې د ډاکتر طه حسنین هیکل ( زینب ۱۹۱۴ ز ) او د ابراهیم عبدالقادر ( ابراهیم الکاتب ۱۹۳۱ ز ) ناول دی .
تاریخی : دتاریخی ناولونو بیلګه دعلي الجارم ، علی باکثیر او محمد فرید ابو حدید ده ، چې دغه ټول د جرجي زیدان له تاریخی کیسو څخه اغیزمن شوي .
واقعي : اوسني عربي ناولونه لکه د توفیق الحکیم ( یومیات نائب فی الاریاف ۱۹۳۱ز ) دعباس محمود العقاد ( سارة ۱۹۳۸ ز ) د ډاکتر طه حسین ( شجرة البوس ۱۹۴۴ز ) ... بیلګې دي .
پولیسي ناول / Detective novel
هغه کېسې ، چې د ترور ، غلا دپېښې راز په خپل بر کې راونغاړي ، د پولیسو څارګر دغه راز راوسپړي . کيدای شي ادبي کچې ته لوړ شي بيلګه يې د توفیق الحکیم ( یومیات نائب فی الاریاف ) ده .
تاريخي ناول Detective Novel
په کیسه ییزه بڼه دهغو تاريخي پېښو ليکنه ده ، چې رښتیا هم پېښې شوې وي ، د رښتینو یاخيالي او یا د دواړو پر وسیله تاريخي پړاو بیا راژوندې کړي په معاصر عربي ادب کې يې بیلګه د جرجي زیدان او دنجیب محفوظ ځینې ناولونه دي . د تاريخي ناول ليکوال له يو څه نسبي ازادۍ څخه برخمن وي ناول لیکوال ته ښايي و چې د تاريخ په چوکاټ کې دناول پېښې انځور کړي خو په تاريخي پېښو اونېټو کې لاسوهنه نه شي کولای . له تاريخي ناول څخه موخه روزنیزه وي . په دې توګه ، چې تاريخ په زړه پورې بڼه ولري باید درسي نصاب سره یې توپیر وشي .
شخصیت جوړونې ناول Balding Sraman
دغه نومونه ( اصطلاح ) د الماني کره کتونکو تر منځ دود شوه او هر هغه ناول ته کارول کیده ، چې په هغه کې به له پیله تر پايه د رئيسي کرکتر ټول پړاونه په ډېر دقت انځوريدل . بيلګه یې د لتوماس مان ( جاودګر غږ ) نومې ناول دی . دغه ډول ناول ته کله ناکله ( روزنيز ناول ) هم ويل کېږي په عربي ادب کې د توفیق الحکیم
(عودة الروح ) او ( عصفور من الشرق ) ناولونه ښې بیلګې دي .
نوې ناول Nouveau Roman
دا په ناول کې د نوې تګلار سرلیک دی ، چې د شلمې پیړۍ په پنځوسمو کلونو کې په فرانسه کې رامنځته شو موخه یې د هغو کلاسیکو ناولونو له چوکاټه سرغړونه وه و چې د کرکتر د رواني شننې او دریځ څرګندونه به یې د اوږدو فلسفي له لارې کاوه او کله خو به یې ټینګار پرې هم کاوه .
دغې نوې تګلارې هڅه کوله ، چې لوستونکې ته حسي يو څه وړاندې کړي لکه دخښتو د ديوال د پیازو د پاڼو د بوی توصیف او یا د عامو خلکو تر منځ د دود شوو خبرو د يوې برخې رااخیستل خو پرته له دې ، چې لیکوال پرې تبصره یا نیوکه وکړي داهر څه لوستونکي ته پريږدي ، چې له لوست څخه یې خپله یو څه اټکل کړي .
کاوباي ناول Western
دغه نومونه ( اصطلاح ) په عامه توګه هغو ناولونو ته کاريده ، چې له ماجراجويې به ډک و ، دا په اصل کې هغوناولونو ته ويل کېږي ، چې پېښې یې دنولسمې پېړۍ په پای کې دمتحده ایالاتو په ځینو ایالتونو کې دغوبنو تر منځ پېښې شوې وې .
دغه متحده ایالات دخونړۍ کړکیج او وحشت څخه سرټکاوه . ددغوناولونو له ځانګړنو څخه اتلولي ، سرښنده شمېرل کېږي . د سپین توکمو او سرو هندوانو تر منځ کړکیج او تاوتریخوالي غوښنه برخه جوړوله .
له دغې ناولونو څخه یو شمېر یې په زړه پورې فکري ارزښت درلود او له هماغه پیله یې سینما ته لار ومونده او ترننه پراخه ولسي ملاتړ لري لامل یې عجیبه دریځ او اتلولي ده ، چې لوستونکي ته پخوانۍ حماسه ورپه زړه کوي .
ډارونکی ناول Tale of terror
دا په اصل کې د هغو نثري ناولونو يو ډول دی ، چې داتلسمې پېړۍ په پای او د نولسمې هغې په پیل کې وغوړیده . دغه ډول ناول په دريو برخو ویشل شوې لکه تاريخي ، عاطفي او ډارونکې . د ډاراچونې ناول له ځانګړنو څخه يوه داده ، چې په خپل بر کې دومره سخته ماجراجويې رانغاړي ، چې اتل یا اتله نور له ژغورنی نهیلي شي .
کليوال ناول Novel of the soil
دغه ډول ناول په څرګنده توګه په شلمه پېړۍ کې رامنځته شو موضوع يې په کلیوال چاپیريال کې دانسان ژوند دی . په کلي کې ټولنيزې اړیکې ، د طبیعت او انسان تر منځ کړکیچ څیړي ځکه انسان تر هغې هڅه کوي ، چې طبیعت دخپلې ګټې په موخه له خپلې ارادې سره سم کنترول کړي . په معاصرو عربي ناولونو کې دعبدالرحمن الشرقاوي ( الارض ۱۹۵۴ ) یې بیلګه ده . په معاصر عربي ادب کې د کلي موضوع دناول له منځته راتګ سره غوټه شوې ده . د ډاکتر محمد حسنین هیکل ( زینب ۱۹۱۴) د توفیق الحکیم ( یومیات نائب فی الاریاف ۱۹۳۷) د ډاکتر طه حسین ( دعاء الکروان ۱۹۴۱) دغو ټولو په خپلو ناولونو کې له کلي څخه ځانته موضوع ټاکلې ده .
سياسي ناول Political Novel
دا دنثري ناول يو ډول دی ، چې داتلسمې پېړۍ په پای کې د لويدیځه اروپا کې رامنځته شو . هغه مهال یې خپله پاملرنه دسیاسي افکارو خپرونې او دنورو هغوغندنې ته ځانګړې کړې وه . د کېسه ییز عنصر او کرکتر انځورول به هغه مهال بې خونده شول ، چې کله به مرکه پر سیاسی بحث واوښته .
مهمه او تاريخي پېښه ، چې د ناول دغه ډول ته یې وده ورکړه هغه د فرانسې اوښتون او ددې ټولنيزه او فلسفي پیلامه وه . داوښتون پلویانو او مخالفینو به د اوښتون دمثبتو او منفي اړخونو د روښانولو په موخه دخبري رسنیو له هر ډول څخه ګټه پورته کوله که څه هم په لومړي سر کې دغو ليکنو دمقالو او خبرتیاوو بڼه غوره کړې وه خو وروسته بیا دغه ناندرې همدغه نثري ناول ته ولېږدیدې ، چې پر رامنځته کیدو یې ایله څو کاله تېر شوې او بل داسې ادبي منځګړی و ، چې له عامو لوستونکو په ځانګړې توګه له ښځو سره تړاو درلود . د لويو اووړو ښارونو کتابتونونو یې په خپرولو کې د پام وړ ونډه درلوده ، چې خپلو لوستونکو ته به یې کتابونه د لوست لپاره امانت ورکول .
عاطفي ناول Sentimental Novel
دنثري ناولونو دغه ډول د اتلسمې پيړۍ په نيمايي کې په لويدیځه اروپا کې رامنځته شو ، ټوله موضوع یې پردې راڅرخي ، چې د لوستونکي زړه خوږ داسې يو وړ کس ته ورواړوي ، چې د ژوند دناخوالو پر وړاندې کلک ودريږي . له سمې لارې څخه د اوښتنې دهر ډول هڅونې سره سره فضليت او خير ته ژمن وي . دنثري ناول دغه ډول دمخ پر وده نوې منځلارې پاړکي له عام ذوق سره اړخ لګوي . دغه پاړکې په دې باور دی ، چې د احساس او عاطفې څرګندونه د انسان د فضليت دوه مهم پړاونه دي .
Kunstler roman
د ځانګړو ناولونو يو ډول دی ، چې دهنر مند د ژوند هغه پرمختګ په بر کې نيسي ، چې له کوچنیتوبه تر پوخ عمره په دغه مهال کې رامنځته شوي وي . زیاتره وخت دناولونو دغه ډول د ټولنې له ارزښتونو سره د ټکر له کبله دځوان حساس هنرمند ستونزې او ناخوالې انځوروي همدارنګه دناول ليکوال اقتصادي ستونزې ، له کورنۍ سره ناپوهاوې او په پای کې هغه ستونزې ، چې د لیکوال او نوښت تر منځ خنډیږي او له منځه ځي ، په خپل بر کې نیسي .
لاروهونکې Rauberroman
د ناول دغه ډول داتلسمې پیړۍ په دويمه نيمايي کې په المان کې رامنځته شو د ناول پېښې د لاروهونکو د اتل دماجراجويي په اړه راڅرخي . د اتل له ځانګړو څخه سخا ، ټولنيز عدالت ، دښځو درناوې ، له بډايو څخه غلا او پر بیوزلو یې ویشل شمېرل کېږي .
په دغوناولونو کې تر ټولو مشهور دګويته ( جونز فون بیر لیختجن ۱۷۷۳ز ) دی . او د اروپا ټولو ژبو ته ژباړل شوی او په لویدیځه اروپا کې یې د رومانتیک خوځښت په رامنځته کولو کې پام وړ رول لوبولی .
Whodunit
داد هغو پوليسي ناولونو له جملې څخه دی ، چې پېښې يې د هغه راز يا معما په اړه راڅرخي ، چې د ناول له پيله وړاندې له جرم سره تړاو لري . لوستونکی د ناول په منځ کې د ځينو دلايلو له مخې دمجرم دهويت په اړه ګومان کوي . په دغو ناولونو کې روږد دا وي ، چې د ناول په وروستۍ پاڼه کې د دليل له مخې راز حل شوې وي .
هڅونکې / هېښونکی ناول thriller
دا هغه ناول دی ، چې پېښې يې د هغه راز په اړه راڅرخي ، چې باید حل شي او يا د هغو پېښو يوه لړۍ وي ، چې دحقیقت موندنې په موخه دناول کرکترونه له ګواښ سره مخ شي دناول په دغه ډول کې ډېر داسې دريځونه وي ، چې لوستونکی داسې وانګیري ، چې دکرکتر يا کرکترونو دژغورنۍ لار نوره نشته دغه مهال په وروستۍ شيبه کې داسې پرمختګ رامنځته شي ، چې دکرکتر د ژغورنۍ لامل شي . دناول دغه ډول له ډرام او سینما څخه رااخیستل شوی . د نولسمې پيړۍ په نيمايي کې د انګليسي او فرانسوي غمیزې په موضوعاتو کې یې پام وړ رول لوبولی . سینما دخپل چوپ پېر له مهاله دغه ډول ناول ډېر کارولې په ځانګړې توګه په هغو لړيو کې ، چې هره لړۍ یې پر داسې ځای پای ومومي ، چې لوستونکی به يې بلې هغې ته هڅيده .
سيمه ییز ناول Regional Novel
دا دنثري ناولونو هغه ډول دی ، چې هغه پېښې او کرکترونه انځوروي ، چې له يوې سیمه ييزې ټولنې ياکلي سره تړاو لري او د ښار يا پلازمينې له ټولنې څخه لېرې وي . اسلوب يې يوازې د کلي له ژوند سره تړاو لري دعبدالرحمن الشرقاوي ( ځمکه 1954 ) او د ډاکتر طه حسین ( شجرة البوس 1944 ) یې ښې بیلګې دي .
راتلونکی ناول / خيالي علمي کېسې Science Fiction
د کېسه يې ادب دغه څانګه په ساینس او ټیکنالوژۍ د پرمختګ په هره برخه کې دانسان غوښتنه په پام کې نیسي . دغه ډول ماجرا ډوله کېسو ته ډېر ورته وي . د روږد له مخې یې پېښې په لېرې راتلونکې او يا په کومه سیاره کې تر سره کېږي . په هسک ياتشیال کې د بل ژوند په اړه دانسان سوچ او خيال ته احتمالي بڼه ورکوي . همدارنګه د ځمکې پر مخ د ساینس او ټیکنالوژۍ له پرمختګ وروسته دامکان تر بریده د ژوند چاردود ( طرزالعمل ) يا بڼه انځوروي . د ادب دغه ډول دا وړتيا لري ، چې د سیاسي هجوې لپاره يوه ښه وسیله کیدای شي له بل پلوه په الهياتو او د ژوند په رازونو کې د سوچ وسیله هم ده .
پټ ناول Roman clef
دا نثري اوږد ناول دی کرکترونه او پېښې يې رښتینې وي خو مستعار نومونه يې ورته غوره کړې وي . تلوسه یې يو څه اړول شوې وي . بیلګه یې دعباس محمود العقاد ( سارة 1938 ) ناول دی .
رواني ناول Psychological Novel
دا هغه ناول دی ،چې موضوع يې دتلوسې د پېښو او د ډراماتیک خوځښت پر ځای دکرکترونو د ذهني اووجداني ژوند په اړه څرخي . د يادونې وړ ده ، چې دغه اصطلاح دناول د موضوع ښکارندوي کوي نه د ناول دبڼې . دغه ناول په متن کې د ځانخبری پر اصل ډډه لګوي دتوصیف او مرکې اصل په پام کې نه نیسي .
Roman –fleuve,saga Novel
دا اوږد نثري ناول دی ، موضوع يې په څومختلفو نسلونو کې ديوې کورنۍ ژوند وي . د روږد له مخې دغه ډول ناول پر ټوکونو ويشل کېږي ، چې لوستونکې وکولای شي هر يو ټوک دخپلې خوښې له مخې ولولي بيلګه يې د نجیب محفوظ درګونې ناولونه بین القصرین 1956 قصر الشوق 1957 او السکرية 1957دي
ناول لیکوال Novelist
هغه لیکوال ، چې ناول او يا اوږود کېسو لیکوال وي ، د عربو معاصر مشهور ناول لیکوال محمودتیمور ، ډاکتر طه حسین ، نجیب محفوظ ، توفیق الحکیم او یوسف السباعی دي په افغانستان کې نورمحمدتره کی ،امین افغانپور ،غوث خیبري ،استاد سعدالدین شپون ، ميا سید رسول رسا،عارفه عمر لور، یادولای شو .
رومانتيک / رومانسيزم Romanticism
په عامه توګه دا رواني حالت دی ، مهمې ځانګړنې يې ډېر حساسيت ، دعقل او حکمت له غوښتنو سرغړونه او په اړه يې د ناقناعتۍ څرګندول دي .
همدغه مانا په خپل بر کې د هوډ او ناارامۍ کړکيچ ( بحران ) پر خپل ځان د افراط تر بريده پام او اهتمام ، تيز غبرګون ( عکس العمل ) له حاضر وخت څخه د تېښتې لېوالتيا .... رانغاړي .
خو په ادب کې ورڅخه موخه په دريو مختلفو هېوادو کې درې ورته ادبي مکتبونه دي :
لومړې : داتلسمې پيړۍ په وروستيو کې د فردريش شلیګل په مشرۍ د الماني ليکوالو مکتب دی ددغه مکتب ځانګړنې : له ارزښتونو څخه سرغړونه ، له ارستو څخه راپاتې ښکلاييز ( جمالي ) ارزښتونه باید پر وجدان او شخصي انګيرنو واوړي ، دغه مکتب په دې ګروهه دی ، چې نثري ناول ددغه مکتب په پېر ( عصر) کې د نورو ادبي ژانرونو په پرتله ډېر مهم دی لکه څرنګه ، چې په کلاسيک پېر کې حماسه وه .
دوهم : د شعر اوکره کتنې انګلیسي مکتب : دامکتب داتلسمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې د کولردج وورډزورس په مشرۍ رامنځته شو . کولردج دهمدغه پیړۍ په منځ کې په انګلیسي ادب کې له دود شوي ارستوتالیس وضعیت څخه سرغړونه وکړه موخه یې داوه ، چې نور باید شعر له وچو (جامدو) قافیو او د بلاغي محسناتو له ډېرې کارونې څخه وژغورل شي . ادب باید د ليکوال له اروايې حالت څخه رښتيني تعبیر وکړي . په شعري ستاينه ( توصیف ) کې باید پر بهرني پنځ ( طبیعت ) ډېر ټینګار وشي .
درېیم : دا مکتب ( 1820-1850ز ) په منځ کې په فرانسه کې وغوړیده له مهمو ځانګړنو څخه یې پر ځان ( خود/ انا ) ډېر زیات ټینګار د ګوښیتوب له احساس او له ناارامۍ څخه د راپیدا شوي خفګان په اړه تعبیر ، دغه تګلورې پرجرماني او اسکندیناوي ادب دنوې اهتمام او پاملرنۍ او د ولسي ادبیاتو سرچینې ته په بېرته ورګرځیدنې رامنځته شوه . دا له اروايې ناارامۍ څخه تعبیر ته ورته وه ، چې سړی له واقعیته تېښتې ته اړباسي او په داسې حماسي تمایلاتو کې سړی ډوبېږي ، چې ټول انسان په بر کې نیسي . ځکه خو په فرانسه کې له 1830 ز څخه راوروسته ديني عیسوي خوځښت رامنځته شو ، چې ټولنیزو چاروته یې له سره ډېر ارزښت ورکاوه ،رومانتیک يوه بله دود شوې مانا هم لري او هغه د باریکه حساسیت لاسبری دحکمت او عقل په اړه شک يوه بله ناوړه مانا هم لري شذوذ، خيالي بغاوت او افراطي عاطفه
لکه څرنګه ، چې دجوستاف ولوپیر په ناول ( مدام بوواري ) کې د ( اما بوواري ) کرکتر دی . په معاصر عربي ادب کې هم رومانتیک تمایلات شته ، چې ښه بیلګه یې د المنفلوطي ، المازني ناولونه او د احمد رامي او علي محمود طه شعر دی .
د رومانتیک نومونه ( اصطلاح ) دلومړي ځل لپاره فرانسوي لیکوال ستندال ( 1783-1842 ز) د (راسین اوشکسبیر) نومې مقالې تر سرلیک لاندې مقاله کې کارولې ده .
رومانتیک / نوښتګر Romantic
دا دهرهغه ادبي تمایلاتو ستاینوم ( صفت ) دی ،چې داتلسمې پیړۍ په پای او دنولسمې پیړۍ په منځ کې رامنځته شوي دي ، دنوښتیزخيال پنځونه ، د ځان په اړه تعبیر او له پنځ ( طبیعت ) سره لېوالتیا یې د ادب موضوع او دکره توب معیار و .
روميات Rumiyyat
دا دعربو دمشهور شاعر ابوفراس الحمداني ( 357 ل ) شعرونه دي ، چې په قسطنطینه کې یې هغه مهال وویل ، چې کله رومیانو ونیوه او څلور کاله یې په زندان کې تېر کړل . ددغو شعرونو له منځپانګې جوتېږي ، چې الحمداني له خپلې بوډۍ مور ، لور او سیف الدولة سره څومره مینه لري لیکوال او کره کتونکي صاحب بن عباد (385 ل) د ابوفراس په اړه ویلي : ( شعر له پاچا څخه پیل او پر پاچا پای ته ورسیده ) موخه یې د عربو بل مشهور شاعر امروالقیس او ابوفراس الحمداني و .
رمزي خوبونه alliteration
په اروپايي ادب کې : دا دهغو قصیدو يو ډول دی ، چې په منځنۍ پیړۍ کې دود او خپرې شوې ،موضوع یې رمزي اخلاق ده ، چې شاعر يې دخوب لیدو په بڼه روایت کوي بیلګه یې د ( دانتی ) الهي کومیدیا ده .