دسفر لمونځ

شل لمونځونه دې کتاب څخه دا ضرور وګوري ویې لولي
اوکله چي تاسو پرځمکه سفر کوئ په دې کي پر تاسي هیڅ ګناه نه شته چي تاسو لمونځ کم کوئ په شریعت کي مسافر هغه څوک دئ چي له کوره (۴۸۰) میله یا (۷۷) کیلو متره لیرې ولاړ سي،دسفر کولو په اراده مسافر بلل کېږي۰ او یا د درې ورځو د مزل په اندازه د سفر کولو په اراده سړی مسافر بلل کېږي د درو ورځو د سفر کولو د اندازه د لمر تر زواله پوري ده۰ د مزل څخه مراد میانه مزل او د ورځو څخه تر ټولو کوچنۍ ورځ ده ۰ مسافر به تر هغه پوري لمونځ سفریانه کوي تر څو چي د (۱۵) ورځو یا زیاتو ورځو د اقامت نیت یې نه وي کړی، چي کله یې د اقامت نیت وکړ، یعني د مقصد په ځای کي (۱۵) ورځي کوم ، نو هغه وخت به لمونځ پوره کوي او که چیري د (۶) یا (۸) شپو نیت وکي مګر کار یې خلاص نه سو ، بیا یې دیو څو ورځو نیت وکړ او داسي ډیري ورځي په نن سبا کي پر تیري سوې دا مسافر دئ لمونځ به مسافران کوي 
د مسافرانه لمونځه نیت 
نیت کوم د زړه له اخلاصه، لمونځ کوم دوه رکعته فرض مسافرانه په دې حاضر وخت د ماپیښین یا مازدیګر یا ماخستن، خاص خدای تعالی لره مخ مي کړ پر لوري د کعبې شریفي الله اکبر۰
د مسافر او کورني سړي په لمونځه کي دا فرق دئ چي مسافر به د څلورو فرضو رکعتو په ځای دوه رکعته فرض کوي ۰ وترواجب، د ماښام لمونځ د سهار لمونځه به پوره کوي لیکن که چیري یو مسافر دیو کورني (مقیم) امام تر شا لمونځ کوي نو هغه وخت به څلور رکعته پوره کوي قصر به یې نه کوي