ستراتيژيک تړون او د وحشت اجازه

د انتي وار (antiwar.com) د وېبپاڼې د رپورت پر بنسټ داسې انګازې شتون لري چې امريکا غواړي له افغانستان سره په هر بيه چې وي ستراتيژيک تړون لاسليک کړي . د شپې لخوا په کورونو د يرغل له امله چې ښاغلي کرزي تړون ځنډولی وو، ويل کېږي چې امريکا ښاغلي کرزي ته وړانديز کړي دی چې د شپې د عملياتو لپاره به له افغان دولت او يوه افغان قاضي څخه اجازه اخلي او وروسته به علميات کوي  . امريکا د شپې د عملياتو لپاره د افغان دولت اجازې ته د کندهار د ټولوژنې څخه وروسته غاړه کېښووه، ځکه چې له دغې پېښې څخه وروسته د امريکايي ځناورو بيړنی وتون هرو مرو ښکارېده  او لا ښکارېږي . دغه بيړنی وتون امريکا ته په بشپړه مانا سره ستره سياسي او نظامي ماتې ده .  او ولسمشر اوباما هڅه کوي چې د دغې سترې ماتې مخه ونيسي .
 
که څه هم چې ځينې سياسي، اقتصادي او نظامي کارپوهان په دې اند دي چې ګواکي په افغانستان کې به د امريکا شتون د افغانانو په ګټه وي او امريکا هم د افغان دولت ځينې شرايطو (آړونو) ته غاړه اېښې ده . خو بيا هم د امريکا روان تاړاک او ورځنی وحشت  دا زبادوي چې امريکا نه د افغانانو ملګري کوي، نه يې ګټې ساتي او  نه يې ارزښتونو ته درنښت کوي .  له لسو کلونو څخه افغان مظلوم ولس هغه څه تېر کړل چې تصور يې نړيوالو ته ګران دی . امريکا په افغانن ولس هغه ډول ډول کمزوري اتومي او زورور کيمياوي بمونه او وسلې وکارولې چې دوی يې په خپله د نه کارولو تړون لاسليک کړی وو .  نو پوښتنه را پيدا شي چې :
·        له لسو کلونو راهيسې د افغان ولس پر پت، عزت، ناموس، وطن، بچيانو، خويندو ميندو، ځوانانو او سپين ږيرو تېری کېږي، لس کاله يې يوه کوشنۍ شېبه په کراره نه ده تېره کړې، لس کاله يې د امريکا او نورو همجرمو وحشت وزغمه، نو اوس ولې خپله لس کلنه روژه په غولو ماته کړي؟؟ ( لوستونکو وبښئ، خو خبرې به سپينې کوو .  )
 
امريکا څلو رکاله پخوا ماته شوه، نن چې له کوم پراخ او غښتلي مقاومت سره مخ ده، د امريکا په تاريخ کې ساری نه لري . امريکا په ګونډو ده، خوله يې له خاورو ډکه ده، يوازې يې بايد په لرګي په څټ څټ کې ووهو . افغان ميړنی ولس له دومره ناخوالو وروسته بايد هېڅکله هم مات غليم ته سر ټيټ  نه کړي .
افغان ولس بايد ښاغلي کرزي ته سپين ووايي چې له ستراتيژيک تړون څخه بايد ګرد سره تېر شي او که چېرې يې لاسليک کړي، نو پازه (مسئوليت) نه يوازې د ده، بلکې د ده د ټولې کورنۍ د غړو پر غاړه هم دی .
افغان ولس بايد امريکا ته ووايي چې :
·        سږ کال ووځئ او موږ مو د پتمن وتون مرسته کوو، خو که ونه وتلئ، نو بيا مو تر هغه وخت په ګوليو ولو تر څو مو چې له اسمان او مځکې دواړو څخه ورک شئ، بيا نه سوله شته او نه خبرې، بلکې يوازې او يوازې مو پر خوله خوله وهو او بس.
که افغان ولس له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي، دا به يوازې يوه  مانا ولري او هغه دا چې امريکا ته به د راتلونکي جنايت او وحشت اجازه ورکوو . همداسې به امريکا ته دا موکه ورکوو چې هره ورځ زموږ خويندې ميندې د غم په ټغر کښېنوي او پر پت، عزت، ناموس او غيرت مو تېری وکړي .