مُؤاخِذه (Impeachment)، اِستيضاح (Interpellation)، اِستِجواب (Inquest) اود دوى ترمنځ  توپير!

په دې کې شکه نشته،چې يوه لسيزه مخکې د اسيا په زړۀ ګران ( افغانستان ) کې اوښتون راغى،چې ددغه تحول او بدلون  په ترڅ کې د افغاني ټولنې هره برخه د انحطاط او اختناق له خوپجن او کرغېړن حالت څخه راووته اود ودې،ترقۍ او پرمختګ لاره يې خپله کړه. هو! د افغان ولس داوږدې کورګډي غميزې له امله ددغه اتل او مېړني ملت او هېواد ټول مادي او معنوي بنسټونه  له منځه تلي وو او په کورنۍ او بهرنۍ صحنه يې ويرژلى، اسکېرلى او غم ځپلى ژوند تېراوۀ. خو د ٢٠٠١زېږديز کال د سپټمبر مياشتې په ١١ مه نېټه د القاعده شبکې پرامريکه متحده ايالتونو ځپند بريدونه وکړل،چې ورسره جوخت د نړۍ په سياسي اوپوځي صحنه کې ژوراو هراړخيز بدلونونه راغلل. د امريکې متحده ايالتونو او د لوېديځ اتحاد يې د ملګرو ملتونود واکمن اوځواکمن امنيت شورا د اجازې په رڼا کې په ټول سياسي،اقتصادي او پوځي زور او ځواک سره په افغانستان کې د طالب رژيم تر بريد لاندې ونيو او د څلورو اوونيو په موده کې يې د هغوى واکمنۍ ته د پاى ټکى کېښود. ملګرو ملتونو په افغانستان کې دنوي نظام دټينګښت اواستحکام په موخه په خورا بيړه او تلواردبون لومړنى کنفرانس دايراود هېواد لپاره يې د ولسمشر حامد کرزي ترمشرتوب لاندې نوې اداره  جوړه کړه اوسياسي واک يې ترلاسه کړ،چې ورسره مل په کوردننه د بيارغونې(رنسانس) پېرپيل شو. په تېره يوه لسيزه کې هېواد له بېلا،بېلو سياسي،اقتصادي،امنيتي ننګونو،ستونزو او خنډونو سره سره بيا هم ډېرې لاس ته راوړنې درلودلې دي. لسيزه پخوا،چې په هېواد کې نوى نظام رادې بره شو، نود افغاني ټولنې هره برخه له اوږده ژمني خوب څخه را ويښه شوه  او د ودې او پرمخيون بهير يې پيل کړ. په دې يون کې د افغاني ټولنې هره برخه وغوړېده. په هره ټولنيز څانګه لکه: سياسي، اجتماعي، اقتصادي، علمي ،ژورنالېزم، کلتوري،هنري، ادبي او داسې نورو برخو کې له اټکل خلاف هېواد شموله پرمختګونه او بدلونونه راغلل. په دې ترڅ کې د نورو هغو سربېره د سياست او ژورنالېزم په څانګو کې خورا زيات پرمختګ او تحول راغى،چې زموږتېر او اوسنى تاريخ يې مخينه نه لري. په تېره يوه لسيزه کې دوه ځله د ولسمشرۍ او دوه واره هم  پارلماني ټولټاکنې ترسره شوې. د افغانستان تاريخي، منلې او ښاغلې مرجعې ( لويې جرګې ) له خوا نوى اساسي قانون تصويب او اوسهمال په عملي ډول نافذ دى. داوسني اساسي قانون په رڼاکې د هېواد ټول عدلي، قضايي، مدني، مطبوعاتي او داسې نور قوانين چمتو او تصويب شول،چې اوس په کوردننه د نظام برخه جوړوي اوعملي کېږي. دغه شان د افغانستان په رسنيز ډګرکې هم بې سارى پرمختګ راغى. همدا اوس اوس په ټول هېواد کې (٤٨٤) ليکنيزه ، غږيزه او انځوريزه رسنۍ په کارلګيا دي. د مطبوعاتو قانون تصويب او نافذ دى،چې د افغان مطبوعاتو قانون زموږ په ګاونډ او سيمه کې سيال اوخېل نه لري. په دغه لس کلنه موده کې افغان رسنيو دومره چټک پرمختګ وکړ،چې دسيمې په کچه يې په پاکستان،ايران،هند،بنګله دېش،چين،دمنځنۍ اسيا جمهوريتونو، ترکيې او روسيې رسنۍ هم سيالي نشي کولاى،او دا د افغان دولت او د ولتمشرانو لپاره د بيان آزادۍ په برخه کې يوه لويه سوبه او بريا ده. په هېواد کې د چټکې سياسي، اقتصادي، ژورنالېستي ، کلتوري، هنري او ادبي  ودې سره جوخت يو شمېر نوي سياسي، اقتصادي، ژورنالېستي او داسې د نورو څانګو او برخو سره اړوند لغتونه او اصلاحات رامنځ ته شول،چې پخوا نه چا اورېدلي وو او نه هم څوک ورباندې سم او په دقيق ډول پوهېدل، ځکه دا نوي لغتونه او اصطلاحات د نوي پېر، نوي اوښتون او نوي تخنيک او ټکنالوژۍ سره هم مهاله افغانستان ته راغلل، نو پرهمدې اساس افغان ولس ته ترډېره نااشنا اوناپېژاندي وو. خو په تېره يوه لسيزه کې د سياسي او ژورنالېستي ډګر چټکه پرمختيا او پراختيا ددې لامل شوه، څو د افغان ملت ټولنيز سياسي، علمي، ژورنالېستيک شعور او پوه وده وکړي او په ډېر څه پوه شي. له بل پلوه د افغان رسنيو چټکه او ګړندۍ وده د افغانانو ټولنيز شعور او پوهې په لوړاوي او پراختيا کې بنسټيز رول ترسره او لا يې هم ترسره کوي، ځکه يوه ليکنيزه،انځوريزه او په تېره بيا غږيزه رسنۍ د مورنۍ ژبې د زده کړې سربېره د سياسي، اقتصادي ، علمي،کلتوري، ژورنالېستيکي،هنري، ادبي او داسې نورو لغتونو او اصطلاحاتو په زده کړه او پوهاوي کې رغنده او مثبت نقش لوبوي. نو پرهمدې توسن د عامه او ولسي ذهنونو او فکرونو په تنوير او رڼاوي کې انځوريزه، غږيزه او ليکنيزه رسنۍ خورامهم او داهميت او ارزښت وړ دنده او رسالت ترسره او پلى کوي. لسيزه پخوا هغه مهال ،چې په افغانستان کې ولسواک رژيم واکمن شو، نو په سياسي ډګر کې يو زيات شمېر نوي لغتونه او اصطلاحګانې رامنځ ته شوې،چې تر ډېره په افغاني ټولنه کې نوې پديده بلل کېږي.دا نوي لغتونه اواصطلاحات ډېرى له دولت او حکومت سره اړوند  دي،چې ښايي د کم شمېر لوستو وګړو پرته يې ډېرى نورولسي خلک سم او په دقيق ډول په ماناونه پوهېږي.د مثال په ډول: ډېموکراسي(ولسواکي)،پالېسي(تګلاره)،ستراتېژي (ټاکلې موخې)، اولتيماتوم( ضرب ا لاجل)،قرنطين،مؤاخذه،استيضاح،استجواب او داسې نور...). په پورتنيو لغتونواواصطلاحاتو کې (٣ ) هغه يې تر نوروهغو د سياسي، قانوني او حقوقي پلوه له يوبل سره نېږدې ورته والى او مشابهت لري،چې دا درې سياسي لغتونه مؤاخذه، استيضاح او استجواب دي. دا يادې سياسي او پارلماني اصطلاحګانې د عربي ژبې لغتونه دي ،چې د نوموړې بډايه ژبې څخه پښتو او دري ژبو ته راغلي دي. دا درې واړه اصطلاحګانې(مؤاخذه _ Impeachment)،(استيضاح _ Interpellation)او (استجواب _ Inquest) دي،چې همداوسمهال د هېواد په دولتي او حکومتي اډانه کې کارول کېږي،او ښايي د نالوست  خاوندانو سربېره يې ځينې لوستي وګړي يې هم په سم ډول په مانااو توپير ونه پوهيږي. مؤاخذې ته په انګليسي کې ( Impeachment)وايي ،چې لغوي مانا يې مخه نيول،تورنول،پوښتل، عيب پلټل، محکمې ته کشول او د جُرم اعلانول ده، خو په سياسي اصطلاح کې که د يوۀ هېواد ولسمشر،لومړى وزيراو يا کوم بل جګپوړى چارواکى  غيرقانوني،غيراخلاقي، نامشروع او ناروا کاروکړي،نو(د رټنې،ځورونې، سپکاوي او کړاوسره مل چلند په ترڅ کې له نوموړي  کس څخه پوښتنې،ګروېږنې او پلټنې) کېږي، او په دې ډول سره مؤاخذه اومحاکمه کېږي. ښۀ او جوت مثالونه يې د امريکې پخوانى ولسمشر بل کلنټن اود ماليزيا د مخکيني لومړي وزير مهاتير محمد د صدارت مهال يو تن وزير محمد ابراهيم دي. د امريکې پخوانى ولسمشر بل کلنټن د سپينې ماڼۍ د يوې پۍ مخې کارکوونکې مونيکالېوېنسکي سره د ناروا جنسي اړيکو په  تور تورن شو،چې له همدغې جنسي  رسوايۍ له امله د هغه هېواد د ګانکرېس له خوا  ترهغو سپک او ورټل شو،چې په پاى کې د واشنګټن ډي _ سي يوې کليسا ته ولاړاو هلته يې د رسنيو خبريالانو او ژورنالېستانو پر وړاندې لکه د ماشوم په څېر وژړل اود خپل ناروا عمل له امله يې د خپلې کورنۍ او له ټولې امريکايي ټولنې څخه بخښنه وغوښته. همداشان په ماليزيا کې د پخواني لومړي وزير مهاتيرمحمد د حکومت يو تن وزير محمد ابراهيم د يوۀ هلک سره د ناروا جنسي اړيکو له امله لومړى مؤاخذه او بيا د محاکمې په امر زندان ته واستول شو. دغه راز په دې بهير کې دوې  نورې اصطلاحګانې د پارلمان سره اړوند دي،چې يوه استيضاح او بله يې استجواب ده. استيضاح ته په انګليسي کې (Interpellation) ويل کېږي. د استيضاح لغوي مانا سپيناوى او وضاحت  دى. د پارلمان په ولسي جرګه کې يو وزير يا مسؤول چارواکى هغه مهال استيضاح کېږي،چې کله د يوې سکالو(موضوع) په برخه کې د رشوت، اختلاس، درغلۍ،بې کفايتۍ او د کاري وړتيا د نشتون له کبله له تور سره مخ شي او د پارلمان استازو پر وړاندې د سپيناوي او وضاحت په ورکولو کې پاتې راشي،چې بيادپارلمان استازي له خوا د رايو په اکثريت سره ورنه واک او صلاحيت اخېستل او له خپلې دندې څه ګوښه کېږي. له بده مرغه،چې ځينې لوستي کسان د استيضاح اصطلاح د (استهزاء) له لغت  سره،چې مانا (ملنډې وهل)ده، غلطوي. استجواب ته په انګلسي کې (Inquest  ) وايي،چې لغوي مانا يې ځواب غوښتل دي.د پارلمان په اصطلاح کې د استجواب په پروسه کې د يوۀ وزارت وزير ياکوم بل اړوند چارواکى د يوې سکالو په اړه  ولسې جرګې ته د ځواب او سپيناوي لپاره ورغوښتل کېږي.د ولس استازي داړوند سکالو په اړه ورڅخه پوښتنې او ګروېږنې کوي،چې دغې لړۍ ته استجواب ويل کېږي.که په ساده اولنده توګه ووايو،نو د استجواب په پروسه کې د اړوند وزير يا مسؤول چارواکي څخه واک اوصلاحيت نه اخېستل کېږي،خو د استجواب پر خلاف د استيضاح په بهيرکې دمربوطه وزير يا پازوال چارواکي څخه واک اوصلاحيت دواړه اخېستل کېږي،اوله خپلې دندې څخه ګوښه اوشړل کېږي.د ليکنې په پاى کې له ټولوځوانو خبريالانو،ژورنالېستانواو د قلم خاوندانو څخه هيله کوم،چې پراخې مطالعې ته مخه کړي او خپله علمي کچه لوړه کاندي. همدا رنګه له ټولو پښتنو اود پښتون ولس له ځوان کهول څخه هيله او غوښتنه لرم،ترڅو د نوي پېر له عيني واقعيتونو سره خپل ځانونه چمتو او عيار کړي اود يوۀ ملي او سراسري غورځنګ په ترڅ کې د علم اوپوهې زده کړې ته مخه کړي. د هېواد، سيمې او نړۍ اوسنيو خورا حساسو او برخليک ټاکوونکو شرايطو  او حالاتو ته په پام سره د افغان او پښتون ولس له روانې بوختينې غميزې څخه د ژغوراوي او خلاصون يوازينۍ لاره د پوهنې  زده کړه ده او بس. افغانان د علم او پوهې دحصول په مټ کولاى شي،چې خپل هېواد او ملت سمسور، ودان او د هوسا او نېکمرغه ژوند خاوندان کاندي.
                                                                                                                   
 فضل وزير هيله من