
په څه قاتل ،پرڅه بلا اوښتي
دمورله غیږې اولادونه اخلي
نه موژړا،نه ویر،فریادته ګوري
هیلې مووژنې امیدونه اخلي
دخپل بقااوهوساژوندلپاره
وینه دزړه موله رګونه اخلي
لکه خزان، لکه ږلۍ اوتندر
لوټ چمنونه ترې ګلونه اخلي
دښکلي ژوند،هوساراتلونکې په نوم
رانه احساس،ټول ارزښتونه اخلي
تش په نامه یې ده ډیواپه لاس کې
وژني رڼا،بل چراغونه اخلي
هم موڅښي وینې اوهم ډاډ راکوي
ذهن یې ناروغ، لدې خوندونه اخلي
راشئ سوچ وکړو،څنګه ځان ترې خلاص کړو
څوبه یوناست،دابه وختونه اخلي
14/03/2012
جلال اباد