بی خونده خبری(۵۳): د مرغی په چاود زړه يی وايه او د هلکانو په خندي:

 
وسیم سجاد، کابل
مارچ۲۰۱۲،۱۶
کرزي د کندهار د پنجوایی مشران راغوښتي وو. ددی پرځای چی پنجوایی ته ورشي هغوی یی دلته رابللي وو. ددی پرځای چی د غم پر ټِغر ورسره کینی هغوی یی د آرګ میلمانه کړل. ولسمشر هم ښی ګپی کا!!!
په دی سره به د پنجوایی مشران خوښ کړي؛ لونګی به ورته وتړي؛ څو ورځی به یی دلته او هلته وګرځوي. یو څو حوالی به ورکړی ومن الله التوفیق!!!
"ما خو له دوی سره خبری کړي؛ په غونډو کی می ورته ویلي، مخامخ می ورته ویلي خو..."
"نوره پیښی یی هم کړي خو دا پیښه به بدلون رامنځ ته کړي"
"زه نه غواړم چی ماشومان مو په داسی بی رحمانه دول ووژل شي!!! هو زه نه غواړم!!!"
د پنجوایی مشران به هم خوښ وي چی د پاچا نورانی مخ یی ولیده!!! د جنت اور پری حرام شو!!! خو فکر کوم اوس مهال به د پاچا مخ ته لیدل به جنت حراموي؛ سړی به د دوزخ د اور مستحب ګرځوي؛ څینګه؟ تاسو جی پکی څه وایاست؟
د کرزي په چپ لاس کی مشران کندهاریان ناست وو چی پیل یی په شهرانی شوی وو. اخوانی شهراني!!!
په ښی لاس کی دولتی چارواکي وو چی پیل یی په کشاف مولانا شوی وو. بیا ورپسی هلک خالد اسدالله!!! وو. د کورنیو چارو معین عبدالرحمان هم شنډی ښورولی.
نور ټيټ پوړي هم وو. ټيټ پوړي می ځکه ورته وویل چی مشران خو هغه نور "امریکایان" دي.
د کندهار له سپین ږیرو یوه وویل"که لیونی وای نو پاګل خانی ته یی ولی نه لیږه؟"
بل ویل" چی لیونی وو نو خپل فوځیان یی ولی نه ویشتل؟ خپل ځان یی ولی نه ویشته؟"
نورو هم دی ته ورته څرګندونی درلودلی! خو ددوی په خبرو د سرحداتو چارو وزیر خندل؛ موسکی کیده!!! با‌ډی لنګویچ یی دا ښوده چی مشران د خبرو کولو په چل نه پوهیږي!!! او یا هم هسی خپل شکایات مطرح کوي!!! او یا هم ولی د ولسمشر په وړاندی دومره غیرمسولانه غږيږي!!! تفسیرونه ډیر دي خو د علماوو اجماع به هغه لومړنی وي "مشران د خبرو کولو په چل نه پوهیږي!!!"
ځای هغه سوځي چی اور په بلیږي. سوځيدونکی محل کندهار دی!!! ګلالی کندهار! لوی کندهار! د میړونو ښار!!! خو نه پوهیږم چی دغه خالد څه ډول مور زوولی دی!!!
سوځيدلی او سوری شوی زړه هغه دی چی یوو لس د کورنی غړي یی له لاسه ورکړي!!! څينګه؟
ماشومان نشي کولی چی ددی وطن د درد دوا شي!!! ماشوم یی له خاورو ډکه وي!!! نه د ویسا غوندی مشر په کار دی او نه دغه  ماشوم ډوله ځوانان!!! یو په خپل مړي ژړل او بل یی خولی پوری خندل!!! خالد جانه، او نورو مشرانو! مونږ پوهیږو چی تاسو هیڅ هم نشی کولی خو لطفا، به لحاظ خدا! که په دی خدای باور نه لری نو په جیسس کرایسټ، په بایبل درته سوګند درکوم چی مه کوی!!! د مظلوم د ښیرا او خدای(ج) ترمنځ یی د دوو ګوتو ترمنځ فاصله ده!!! او دخدای(ج) نیول بیا د طالبانو له نیولو هم سخت دي؛ لکه کشاف مفتی درته څه نه دي ویلي"ان بطش ربک لشدید!!!"
leekwal@yahoo.com