بی خونده خبری(۵۲): مکتبی کافر دی!!!


مارچ۲۰۱۲،۱۳
پرده اول:
سخت ستړی یم، هیڅ لیکل می زړه نه غواړي، مولانا هم لکه په زړه تنګ دی، څو واره یی راته د ښځو دورځی په اړه د لیکلو وویل خو ما دغه او هغه ورځ کوله!!!
نن له سرینا وختی راووتم؛ ما ویل چی لمونځ به کور کی کوم، نن می دلته هم له یوی سره ولړل. هغی سره می هم خوله ووهله!!! بیخی می حوصله  سرته رسیدلی وه!!!
پرده دوم؛
خبرونه می لیدل، وږی وم، مورته می وویل چی ډوډی که زر شي!!! ماینه!!! هم لرم خو له موره یی غوښتل بیل خوند لري!!!
د پنجوایی پیښه شوی، ماشوم تروریستان یی وژلي!!! ترڅو د ښځو له ورځی تجلیل ترسره شي نو هغوی یی د خپل دایمی شعار مطابق بی عفته او ویشتی دي!!!
بابا یی له خوبه پاڅولی؛ژیره یی ور تار،تار کړی؛ لګته یی ور کړی؛ شکنځلی یی ورته کړي؛ لونګی یی ورته ول، ول په غاړه کی امیل کړی؛
د خټین کور دروازه یی ماته کړه؛ ترجمان دلال له دوی تیز ژغیده؛ زمونږ د کلي سپی هم غپیده. هغه تعلیم یافته وو سپیو ته په غوصه وو؛ له خولی یی ځګونه راغلل؛ امریکایی په هغه هم ډز وکړ!!! انا لله و انا الیه راجعون!!!
دغه ژورنالیستان د \"خبر\" په سره تعریف باندی نه جوړیږي. د علماوو اختلاف دی!!! د بابا،ماشوم،خور له وژل کیدو سره می انا لله و... ونه ویل ځکه چی ورځنی عادت ګرځیدلی!!! پښتون مباح الدم دی!!!
په حکومت کی یی پاړسک، ورځی یی فقر، شپی یی طالب+امریکایی په ارام نه پریږدي!!! قیامت معامله خدای(ج) ته پریږدو!!!
ځکه چی قسم یی خوړلی وو چی ټول کلی به مو میراتوم!!!
انتقام، روِنج!!! اوِنج او...
پرده سوم:
ویسا پوهاند په کندهار کی میله درلوده، ډمی یی راغوښتی وی؛ دا کار باید ترسره شوی وای؛ د ډیموکراسي ارزښتونه باید د پښو لاندی نشي!! هوری بیا فرهنګ پال او ملت پال لیکونکي او شاعران هم وو لکه!!!  
ویسا نن شپه بیا شراب څښی ځکه چی غم نشي لیدلی؛ د ماشومانو نه، په رسنیو کی انتقادونه چی بیا پیلیدونکی دي!!! کندهار بیا یوه اونی بندیږي؛ خلکو باندی بیا ترهه او ویره خپره ده!!!
پرده چهارم؛
کرزي پلاوی لیږلی، غټ چارواکی یی مشري په غاړه لري. پُردل بورو،شیردل بیا!!! دا به بیا هم هماغه کیسه شي!!! راپور به برابر شي. کرزی به خواخوږي وښيي؛ اوباما به زنګ ووهي، پارلمان رخصتي وکړه!!! که رخصتي یی نه بولی نو هغه ویډیویی تصویرونه یی خو تاسو وګوری چی څنګه باډی لنګویچ دوی لري!!!
ننګرهار کی لاریون وشو!!! کونړ کی غونډه شوی، ملایان هوري راټول شوي او بس!!! غرمی ډو‌ډی یی وهلی او وما علینا الاالبلاغ!!!
د پلاوي تور او پلنګی دریشی واله غړو په هغه کتاب قسم خوړلی وو—چی دوی مور ته یی ددوی د پیدا کیدو په میاشت کی د محافظت لپاره په خونی کی ددروازی له پاسه ایښی وو—چی له وطن،ناموس، خلکو به دفاع کوي!!! هغه مهال خبر نه وو لکه چی ناموس څه دی؟ وطن څه دی؟ لکه تری هیر شوي!!!
 
پرده پنجم:
هغه بله شپه په فیس بوک کی یو څوک چی مولانا او جلال یی هم  پيژني په بحث را سره اوښتی وو؛ کنځا یی راته کولی؛ زه یی نه ملامتوم، ددیموکرات اخلاق همدا ډول وي!!! ده طالب ته سپکی ویلی خو نن که زما دلیکلو وس لري او یا هم که څوک وکولای شي زما پیغام ور ورسوي نو خبر دی کړي چی نن څه وایي؟
احدی به سبا بیا د کرزی له حکومته استعفا ورکوي، کرزی به بیا ډزه وي؛ ځان به ولسمشری ته کاندیده وي خو نن ورڅخه پوښتو چی جناب استاد، افغان ملتي، پروفیسور پروډنس نظر شما چیست؟ حزب تان کجاست و فعالین تان کجاست؟
موده وړاندی چی د خدای(ج) د کتاب سوځیدنه وشوه نو خلک کوڅو ته راووتل؛ خلک شهیدان شول؛ نیکتایی خیلو ویل چی دوی د وطن دښمنان دي؛ دوی نه پوهیږي چی په څه ډول او څنګه له ارزښتونو دفاع وکړي!!! ههاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاه
ته چی پوهیږی څه دي کړي؟ ویل کیږي چی لیونی اردو ته ځي!!! جنرال چی څه وایی باید ومنل شي بیله دی چی په کی فکر،منطق وجنګول شي!!!
د پاکستان اردو هم بهټو په فوځ کی نه وو پریښی!!! او دلیل یی هم دا وو چی بیا له جنرال سره نیغیده!!! بهټو ذوالفقار له جنرال سره د نیغیدو نتیجه هم ولیدله!!! په سولی یی وخیژاوه.
نیکتایی وال څومره چی باور کولای شۍ هومره بی غیرته دي!!! که دغه خواړ پړک نه وي نو باور وکړی چی دوی به هم وکړي!!!
مدني ټولنو هم تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ د ښځو څخه د تجلیل مراسم لا هم ګرم روان دي!!!
د یو تلویزون مسولینو د افتتاح په ورځ ویل چی د مظلوم اکثریت غږ به اوچتوي خو هیڅ درک یی نشته!!! ځکه چی دوی شاعران دي او شاعران له کلیمو سره ګپی کوي!!! دنیا به محبوبی ته ورقربان کړي ته وا چی د پلار یی ده!!! خو سړی څه ووایی عاشقان ړانده وي!!!
پښتانه شاعران اوس هم لکه په \"ی او ي\" باندی بحث کی کتابونه کاږي خو که څوک لکه زه چی پری نه پوهیږم خو بیا می هم خلک په ژبه پوهیږي!!! څه فرق کا!!! د پټی خزانی کیسی اوس هم لکه تربحث او لاس لاندی لري!!!
قندهار کی پتیال به څه احساس لري؛ بالکی خو اوس مرستیال والی دی!!! وخت به ولري که یا!!! نیرو خو د شعر ویلو لپاره روم سوځولی وو؛ ده ته خو هره ورځ کندهار سوځوي فکر کوم چی د شعر بله ټولګه به یی هم برابره وي!!! ههههاهاهاهاه
د آبلی ورځی پیښی به د ننګ \"ننګ\" ننګولی وي او که یا!!!
معاون ولسمشران چیری دي؟!!! د مُرادخانی چاودنی قربانیانو خو تر ارګه لار پیدا کړه؛ ولسمشر ورته بورسونه او نومری حواله ورکړه!!! مربی داری مربا نوش جانت!!!
د کندهار خوارپړکو ته به څوک د ارګ لار وښيي؟
په دی ملکونو کی چی زه او ته په کی اوسو، مکتبی او اردو ددوی په درد نه دی خوړل شوی!!! دلته مکتبی ... راختلی!!! کمونیست راختلی، او اوس دغه دی دیموکرات!!!
مشران غلط نه وو چی ویل یی له مکتبی لوفر جوړیږي!!! اردو پرون بریژنف ته سلوټ کاوه او نن یی اوباما ته!!! که په دی موضوع را سره مناظره کوی نو پته یاد ساتۍ! د خاورو کلی، د تروریستانو کوڅه، خټین کور!!! برق خو پیژنو هم نه!!!
عراق کی اردو له ملته دفاع ونشوای کړای، لیبیا کی دیموکرات امریکی ته ټینګ نشو!!!
بس کسی که مُرد،مُرد؛خورد،خورد؛ و بُرد،بُرد!!!
خدایه که فرمایش مو بد نه وي نو ته نوره بس دغه زمونږ کلي ته د پای ټکی کیږده!!! غرونه دی وشوروه؛ اوبه دی توپاني کړه؛ ځنګلونو ته دی اور ورته کړه؛ قیامت دی جوړ کړه او بس!!!
leekwal@yahoo.com