د امريکايي وحشت مسئولينو ته بايد جزا ورکړو

په کندهار کې د نهه ماشومانو، دريو مېرمنو او پينځو سپين ږيرو وژل نه يوازې کومه نوې بدمرغه پېښه  نه ده، بلکې د امريکا د غرور يوه بله بېلګه ده چې غواړي مظلومو افغانانو ته خپله نېشه وښيي او افغانانو ته ووايي چې د دوی ژوند د يوه موږک ارزښت هم نه لري . 
که څه هم چې دغه کس امريکايی وو چې افغان ماشومان يې ووژل، خو مسئوليت يوازې د ده نه، بلکې د يونس قانوني او عبدالله عبدالله پر غاړه هم دی، ځکه چې همدا دوی ول چې امريکايانو ته يې د خپلسري علمياتو اجازه ورکړه او لا به يې هڅول چې په خلکو بمبارد وکړي، پر خلکو \"غت غت بمونه\"  واچوي او ان د پښتنو د وژنې لپاره به يې دوی ته غلط مالومات ورکول .
او دا چې افغانان د امريکايي خوني ځناور محکمه په افغانستان کې غواړي، نه يوازې يو خوب دی، بلکې ستره بې عقلي هم ،  ځکه چې که چېرې امريکا ته د مظلومو افغان ماشومانو ژوند او انساني حقوقو کومه مانا درلودای، نو د لسو کلونو راهيسې به يې افغانان په يوه او بل نامه سره په ډله ييزه توګه نه وژل، په سپيو به يې نه داړل، پر مړو به يې ميتيازې نه کولې او نه به يې سېځل .  د امريکا په کبر، نېشه، غرور او د افغانانو د وژن په تصميم او ستراتېژي کې به هغه څوک شک کوي چې يا په خپله کافر وي او يا هم هغه کس چې په سر کې يې يو بڅرکی عقل هم نه وي .
نور  د دې اړتيا نشته چې پر دې خبرې وشي چې ولې امريکايي خوني ۱۷ ملکيان ووژل او بايد چېرته محکمه شه، بلکې اوس د دې وخت دی چې ټول افغانان را پورته شي، ملي پاڅون وکړي، امريکايان، يونس قانوني او عبدالله عبدالله ته په خپله جزا ورکړي .  او  که چېرې په افغان ملي اردو کې غيرت وي، د وطن، ناموس، پت ، ولس او غيرت په مانا پوهېږي، نو بايد امريکايي اډې همدا اوس په سلګونو راکټونو وولي تر څو دغه بې رحمه غليم ته وښيي چې افغان اردو هم د خپل ولس ساتنې ته ژمنه ده . که چېرې دا کار ونه کړي، نو ښه به دا وي چې خپل نظامي جامې وباسي .
او تر ټولو اړينه دا ده چې له امريکا سره په ستراتېژيک تړون  هېڅ خبرې ونه شي او هېڅکله نظامي اډې ورنه کړل شي، ځکه چې افغانانو ته د امريکا لس کلنه تحفه يوازې دا وه چې هره ورځ يې ماشومان په سپيو وداړي، پر پت، عزت، ناموس او مذهب يې يرغل وکړي او اور ور واچوي .