
دتکړه شاعرې پيغلې عابدې سادات څلور غزلونه
غزل
مدام راسره مل وي په خيالونو کې يو څوک
په زړه کې مې اوسېږې هم سوچونو کې يو څوک
دشپې موږ تر ناوخته ديو بل له غمه ژاړو
شريک راسره سم وي په غمونو کې يو څوک
ته خپل رحم پرې وکړې ما په تاباندې سپارلى
ګډوډ وينم ، وي خدايه ګورم په خوبونو کې يو څوک
پرهر پرهر ګوګل نه مې چې سرې وينې بهيږي
وهي راته اوس ګوتې په زخمونو کې يو څوک
يو سوى اوسيلى مې عابدې له خولې نه وځي
چې کله راپه ياد شي په دردونو کې يو څوک
غزل
زما راستي درته بلا شه چې پرې ته خفه شې
هره دعا درته ښېرا شه چې پرې ته خفه شې
دخلکو زړونو چې زخمي کړې بيا يې نه رغوې
په سيند لاهو دې دا ښکلا شه چې پرې ته خفه شې
زه دې په ټول چم کې رسوا کړمه دمينې په نوم
داسې هم ته چېرته رسوا شه چې پرې ته خفه شې
ډېر پرې نازېږې خوږه ياره ډېر غرور پرې کوې
دغه ځواني دې هم سزا شه چې پرې ته خفه شې
تا عابدې نه خوشحالۍ واخيستې غم دې ورکړو
خفګان د مل په هره خوا شه چې پرې ته خفه شې
غزل
لېونۍ يې کړمه ياره ستا دمينې دا انجام دى
شپه او ورځ يم ناقراره ستا دمينې دا انجام دى
په کې کال ، کالونه تېر شول درا تلو راتلو په تمه
څومره ګران شوې انتظاره ، ستا دمينې دا انجام دى
که ارمان مې پوره کېږي ستا ميلې ته به هم درشم
دسخې صاحب مزاره ، ستا دمينې دا انجام دى
خوشحالۍ مې اوبو يوړې هره طرف راباندې غم دى
ددې ژوند نه يم بېزاره ستا دمينې دا انجام دى
هرې خوا نه عابدې داسې اغزو نه ده راډکه
دا زما دژوندون لاره ستا دمينې دا انجام دى
غزل
جانانه تېرومه دغمونو سره شپه
سلګۍ مې هېڅوک نه اوري دردونو سره شپه
دشپې رانه چارپېره شي دسترګو خوب مې يوسي
په ويښه مې سبا شي ستا دردونو سره شپه
بېګا دښايست په بڼ کې ياره ګرځېدمه
بېګا مې تېره کړې سرو ګلونو سره شپه
دوى هم مې وو ملګري دهجران په تورو شپو کې
شپوږمۍ او ستوري دواړه شوګيرونو سره شپه
يو لرې شان ماحول ته مې له ځانه سره يوسي
بدله عابدې شي له خيالونو سره شپه
٢٠١٢-مارچ ١٢ ننګرهار ، کامه