يو هلک و

 
د تر کستان په یو ښار فاراب کې یو غریب هلک  اوسیده نوموړي سره د زدکړې بې انتها شوق وو د ورځې به یې چې د استاد نه څه ویل هغه به یې د شپې یادول بعضې وخت خو به یې ټوله شپه په لوست تیروله یوه شپه د چراغ روښنایي کمه شوه نوموړي  د چراغ پلته لږ اوچته کړه روښنايي زیاته شوه  بیرته یې بیا رڼا تته شوه هغه څنګه بله شوې وای ځکه چې تیل په کې خلاص شوي وو هلک ډیره خفه او پریشانه شو ځکه چې په دې نیمه شپه کې یې تیل له کومه راوړي وای ټول دکانونه بند وو که خلاص هم وو ده سره پیسې چیرته وې نوموړي د خپل خرڅ د پوره کولو د پاره په دغه کلي کې یو ماشوم ته درس وایه  او په دې پیسو به یې تیل را نیول دا ځل د میاشت تر پوره کیدو مخکې  تیل خلاص شول  سوچ یې کاوو چې اوس څه وکړي دباندې ووت ټوله تپه تیاره وه یو دم روښنایی د ه ته په نظر ورغله  نوموړي ډیر ژر دغې رڼا ته ورسیده  روښنایی د یو قندیل نه راتله او دا قندیل د یو چوکیدار (ساتونکي ) سره وو  هلک  چوکیدار ته په ډیر ادب وویل  که ته اجازه راکړې زه  به ددې قندیل د رڼا پواسطه خپل کتاب لولم
چوکیدار پوه شه چې هلک غریب دی ویل یې هو بچیه  ددې قندیل په روښنایی کې کتاب لوله  خو مشکل په دې کې وو چې چوکیدار خو په یو ځای نه وي چوکیدار هلک ته وویل بچیه لاړ شه کور کې ویده شه  زه خو ټوله شپه یو ځای نه یم  هلک وویل ته ضرور تللی شې  چوکیدار وړاندې هلک ورپسې او کتاب یې لوسته  په دې لوستلو کې مشکلات وو خو هلک حوصله نه بایلله د شپې تر ۴ بجو یې مطالعه وکړه بیا یې د چوکیدار نه مننه وکړه او لاړ  اوله شپه همداسې وشو دوهمه هم همداسې په دریمه ورځ چوکیدار قندیل د غه ماشوم ته ورکړ او ورته یې وویل دا ستاشو ما بل قندیل اخیستی دی هلک داسې خوشاله شو لکه خزانه یې چې موندلې وي هلک ډیر خوشاله شو او د چوکیدار نه یې مننه وکړه
تاسو پوهیږئ چې دا هلک څوک وو؟چې کله لوی شو دا هلک لوی عالم او مشهور فیلسوف شو د نوموړي نوم ابونصر فارابي وو
بهیر ستانکزی