د ابو القاسم څپلۍ

\"\"


د ابو القاسم څپلۍ ډیرې زیاتې مشهورې وې . وجه یې دا وه چې ډیرې زړې او د پیوندونو نه ډکې وې او د خوند خبره خو دا وه چې ابولقاسم د بغداد په مالدارو خلکو کې شمارل کیده . یوه ورځ هغه حمام ته د لامبلو د پاره لاړ هلته دده دوست چې دده څپلۍ ولیدې ابولقاسم ته یې ډیرې خبرې وکړې او د نویو څپلیو د اخیستو مشوره یې ورکړه خو ابوالقاسم په ځواب کې ورته وویل ځماڅپلۍ لا په پښو کیدای شي یانې ښې دي په هغه زمانه کې په بغداد کې حمام ته تلو نه مخکې به جامې په یو خاص ځای کې ویستې کیدې .ابو لقاسم جامې او څپلۍ په دغه ځای کې پریښودې او حمام ته ننوت.د لامبلو نه چې را ووت ګوري چې یوه ښکلې جوړه څپلۍ پرتې دي دهغه دا خیال وو چې دا څپلۍ به هغه دوست راوړې وي ژر یې په پښو کړې خو په اصل کې دا څپلۍ د بغداد دقاضي وې څوک چې په حمام کې دننه وو هغه چې را ووت هغه دا زړې څپلۍ وپیژندې سمدستي یې ابولقاسم پسې سړی ولیږه عدالت ته یې را وغوښت او جرمانه یې کړ. ابولقاسم چې کور ته لاړ په غصه شو څپلۍ یې د کړکۍ نه بهر ډنډ ته وغورځولې څه وخت وروسته ماهی ګیران راغلل چې ډنډ ته یې جال وغورځاوو د ابولقاسم څپلۍ په کې ونښتې جال وشلیده هغوي څپلۍ وپیژندې له کړکی نه یې بیرته ورته را ګوزار کړې د ابولقاسم د عطرو بوتل په میز ایښي وو ټول مات شول.ابو لقاسم د څپلیو نه د ځان د خلاصون په نیت څپلۍ په باغ کې ښخولې چې د ګاونډي یې ورته خیال شو ګاونډی یې د وخت پولیسو ته خبر ورکړ چې ابولقاسم خزانه موندلې ده د قانون په مطابق خزانه د سرکار وي پولیس راغلل لټون یې شرو کړ د ابولقاسم څپلۍ راووتې خلک په خندا شول د شک په بنا ابولقاسم یو وار بیا جرمانه شوابولقاسم څپلۍ ویوړې او د ښا رنه بهر یې په ډنډ کې وغورځولې ددغه ډنډن نه ښار ته د اوبو د لیږد انتظام شوی وو څپلۍ په کشید و کشیدو د هغه نل خولې ته را ورسیدې چې او به ښار ته تلې . اوبه بندې شوې د اوبو د انتظام انجینیران راغلل د ابولقاسم څپلۍ یې وپیژندې یو ځل بیا ابولقاسم په عدالت کې جر ما نه شو دا ځل هغه د څپلیو د سوزولو هڅه وکړه خو څپلۍ لمدې وې د وچولو د پآره یې په تاخ کې کیښودې سپی راغی یوه څپلۍ یې په خوله کې واخیسته ابولقاسم ور پسې چیغې کړې د سپي د خولې نه څپلۍ د ګاونډي د ښځې په سر ولویده هغه امید واره وه زیا ن یې وشو ابولقاسم جرمانه شو خو د جرمانې ورکولو په وخت ابولقاسم قاضي ته سوال وکړ چې دا څپلۍ دې عدالت په خپل تحویل کې واخلي قاضي سوال منظور کړ او ابولقاسم د څپلیو نه خلاص شو.
بهیر ستانکزی