ګوګوش


 
په شلمه عیسوي پیړۍ کې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ځنې داسې سنر غاړې میدان ته  راووتې چې ددي اوازونه او یادونه که تل تر تله نه وي نو ډیر وخت پورې به ژوندي وي ،دپښتو ژبې قمرګه و ګلنار بیګم د هندي لتا منګیشکر ،د اردو نور جهان د عربي ام کلثوم او د انګریزي میډونا د خپلو ژبو منلې شوې او ښایسته  اوازونه لري . فارسي ژبه کې هم یو ه دارنګه سنر غاړې ډیر شهرت لري . ددې نوم ګوګوش دی
د ګوګوش اصلي نوم (فایقه آتشین )دی دا په ۱۷ فروري کال ۱۹۵۱ کې د تهران په یوه زړه او خواره  علاقه کې پیدا شوه . مور او پلار یې د شوروي د ازربایجان نه ایران ته هجرت کړی وو .ګوګوش په ارمني ژبه کې د هلک نوم دی په دې وجه په کاغذونو کې ددې نوم ګوګوش نه دی ثبت شوی .دا د دوو کالو وه چې د مور او پلار تر منځه یې جدایی راغله د ایران د قانونو مطابق دا پلار ته ورکړل شوه . ددې پلار به په لوبیځ ډرامې لوبولې . کله چې دا ددرې کالو وه یو نظم یې وویلو .همدغه وخت ددې پلار ته مالومه شوه چې ددې لور ته یو روښانه راتلونکی منتظر دی د څلور و کالو په عمر دا شهزادګۍ سریا خپل پاچاهي محل ته را وبلله  بیا دې په ډیرو فلمونو کې د ماشومې رول ادا کړ او هر چا وپیژندله  د شلو کالو په عمر کې ګوګوش یوه مشهوره سندر غاړې شوه او د موسیقي په بین المللي پروګرامونو کې یې ګډون وکړ . په کال ۱۹۷۱ او ۱۹۷۳ کلونو کې دې ته  اتیالوي او اسپانوي میډالونه ورکړل شول  په لږه موده کې یې اسپانوي سندرې تر جنوبي امریکا ورسیدې .ګوګوش د ایراني فلمونو او د پاپ موسیقي یوه نښه وګرځيده ښځو به ددې فیشن ډیر خوښاوو.خو په کال ۱۹۷۹ کې دا هر څه په ټپ ودریدل په ایران کې د شاه رژیم ړنګ او د خمیني اسلامي انقلاب منځ ته راغي . ددې په نتیجه کې په ګوګوش او نورو سنرد غاړو بندیز ولګید . دې بیا په ایران کې د خاموشي ژوند تیرولو او ځان ته یې بوتیک خلاص کړ
ګوګوش نوې سندرې نه ویلې ولې بیا هم په بهرنیو هیوادونو کې لکه تاجکستان ،ازبکستان،افغانستان ،ترکیه او ازر بایجان کې دې دير شهر ت لاس ته راووړ او مختلف القاب ورکړل شول په دې کې د ایران د (موسیقي ملکه) او د ختر ایران وغیره شامل دي .ددې دریم واده په ۱۹۹۰ کال کې وشو تر ننه پورې دې خاوند سره ژوند تیروي ړومبي او دوهم واده  یې سمون ونه خوړ د ځینې خلک  د وینا مطابق میړونو یې له دې نه مالي فایدې واخیستې
په کال ۲۰۰۰  کې ګوګوش ته د هیواد نه د بهر ته د تلو اجازت ورکړ شو . دې په کاناډا او امریکا کې د موسیقي پروګرامونه ورکړل کوم چې د خلکو ډیر خوښ شول البته ددې سندرې ډیرې با مانا او سنجیده دي .ګوګوش اوس په کلیفورینا کې ځانه کور اباد کړی او هم دلته ژوند کوي
د ګوګوش د سندرو پخوانۍ ټولګه (ساحل و دریا)ده او په نوي البمونو کې (زرتشت) د تعریف وړ دی .هسې هم ګوګوش ډیرې سندرې ویلي دي یوه سندره یې ډیره ښایسته ده او که اوریدونکي یې هر څومره واوري بیا یې هم په اوریدو نه مړیږي
دا سندره من امدم  یعنې زه راغلم
راځئ چې ددې سندرې پښتو ترجمه واورو
زه راغلم چې د مینې فریاد وکړم
زه راغلم چې د ناز بنیاد وکړم
وای وای زه راغلم
ای زما دلبره خدای دې وکړي سل کاله شې
خوا کې مې لږ کښینه چې زمونږه همسایه شې
همسیایه شئ او زما د سر سایه شې
شاید چې ته نصیب زما بیچاره شې
زه راغلم وای وای زه راغلم
عشق راغی خیمه زن شو په صحرا د زړه زما
د وفا زنځير یې واچاوو په پښو د زړه زما
که عشق زما دزړه په فریاد ونه رسید
نو ای زما زړګیه وا ی وای زما زړګیه
راځه چې دواړه ځو دد ې وطن نه
ته ما د لاس نه نیسه او زه تا د لمن نه
چیرته به ورسیږو دواړه بیماران به شو
ته د بیکسي د غم نه او زه د ستا د غم نه
زه راغلم وای وای زه راغلم

ژباړن بهیر ستانکزي