مولانا صاحب فضل الرحمن، الجزيره څه وايي؟

د الجزيرې  د تېلېويزيون د راپور پر بنسټ د پاکستان حکومت غواړي چې د خدای بښلي اسامه بن لادن مېرمن په دې تور محکمه کړي چې پاکستان ته پرته له اجازې څخه ننوتلې ده . که چېرې پړه وپېژندل شي، نو دا کېدون لري چې د پينځو کلونو بند سزا ورکړل شي .
مالومه نه ده چې د پنجابي حکومت نهيلي ابليس چارواکي ولې له يوې مظلومې مسلمانې سره دومره ستر ظلم کوي، خو تر لمر روښانه دا ده چې پنجابي مرتد چارواکي د يوې مسلمانې مېرمنې په ځورولو او بې عزته کولو سره غواړي چې د امريکا صليبي خونخواره ځناور خوښ کړي  او بس!
يو خوا د پنجاب شيطان حکومت نارې وهي چې دوی اسلامي خلافت را ژوندی کوي، اسلام ساتي، د انصارو رول لوبوي، دار اسلام له دار کفر څخه ساتي، خو بلخوا په زرګونو مسلمانان د پينځو سوو ډالرو په وړاندې پلوري . همداسې د بن لادن د مېرمنې محکمه در واخلئ، يا به يې په امريکايانو پلوري او يا به له امريکا سره د اړيکو د بيا تازه کولو او د دوی د خوښۍ لپاره د يوې مظلومې په پت او عزت تېری کوي . نو ځکه مسلمان ولس تاسې او ستاسو په څېر نور د اسلام ټيکه داران او د فتواوو تجاران پوښتي چې  :
·        که پاکستان اسلامي دولت وي او په اسلام کې سرحد نه وي، نو ولې يوه مظلومه مسلمانه د ويزې د نه درلودلو په تور بې پته او بې عزته شي ؟
·        که تاسې هم په اسلام کې د سرحد د نه درلودلو په اصل باور لرئ، نو ولې پټه خوله ناست يئ او ولې د پنجابي نهيلي ابليس په وړاندې نه راولاړېږئ؟


که تاسې ريښتيا هم مسلمان وئ او پر دې باور او عقيده لرئ چې اسلامي ټولنه بايد يو بل وساتي، نو نن بايد پاڅېږئ او د هغه کس د مېرمنې دفاع وکړئ چې ستاسې د عقيد ورور او د جهاد د تاوده سنګر ملګری وو . بن لان ستا د \"آيين\" ملګری وو، بن لادن د هغه جهاد مشر وو او سربېره پر  مرګ به يې د هغه جهاد مشر پاتې شي چې تا او ستا ملګرو يې باټې وهي .
خو تر ټولو اړينه دا ده چې نن ابليس پنجابی د يوه مسلمانې مېرمنې ، ستا د  عقيدې خور، او  ستا په دين او مذهب يرغل کوي، نو تاسې بايد پورته شئ او خپل سر ترې ځار کړئ . او بايد پوه شئ چې که له دغې مسلمانې مظلومې دفاع ونه کړي، نو په ريښتيا سره چې ستا لاره به د هغو کسانو له لارې جلا وي چې اسلام ساتي او هغه په خپل ژوند کې عملي کوي .