
مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله (( 110 )) مه اونيزه غونډه دروان ۱۳۹۰
لمريز كال دکب په ۱۹مه نېټه د بورډ زيارتمځي تر شا ه په ( پي ، سي ، ايس )
كالج كې د ښاغلي جنرال عبدالصمدمومند په مشرۍ تر سره كړه – الفت سيال
دغونډې ځانګړى مېلمه وو – د وياندو يي چارې نظيرالحق قريشي تر سره كولې
غونډه دحاجي ګل اغا شهباز لخوا د كلام پاك د مباركو اياتو
نو په تلاوت سره پېل شوه – د تېرې اوونۍ ګزارش نظيرالحق قريشي وړاندې كړ
ورپسې د ګل اغا شهباز غزل كره كتنې ته وړاندې شوه چې ګډونوالو پرې ګټورې
خبرې وكړې .دغونډې په دويمه برخه كې ازاده او غير ترحي مشاعره وشوه چې ګڼو
شاعرانو پكې خپل ، خپل شعرونه ولوستل . په غونډه کې فضل الربي رستم حاجي
ګل اغا شهباز ، مير عالم نويد ، سردار نبي شجاع ځاځى عبدالوهاب څاروان،
محمد نور افريدى ،سميع الحق عليخېل رحمن الدين ساپی نور عبدالريم زی،
روښان ، جنرال عبدالصمدمومند،ګل اغا ګلزار،صفی الله خان ،او نظير الحق
قريشي .برخه اخستې وه .
غونډه د ماښام لمانځه نه وروسته د په دعايي
كلام سره پاى ته ورسېده پرېكړه وشوه چې راروانې غونډې ته به عبدالوهاب
څاروان خپله اثر كره كتنې ته راوړي .