
لیکوال: محمد صمیم
نیټه: ۰۹ / ۰۳ / ۲۰۱۲
نن (د جمعې ورځ) د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک وویل چې د افغانستان او د امریکا د حکومتونو تر منځ هغه تفاهمنامه لاسلیک شوی چې په ترڅ کې به یی د بګرام د زندان مسوولیتونه راتلونکي شپږو میاشتو کې د افغانستان حکومت ته وسپارل شی. وردک دا هم وویل چې د بګرام د زندان د مسولیتونو انتقال به د افغانستان ملی حاکمیت نور هم پیاوړي کی. دا په داسې حال کې دی چې تیر کال ۴۷۰ تنه بندیان د کندهار له مرکزی زندان او یو شمیر له هلمند او سرپل له مرکزی زندانونو نه په تیښتې بریالی شول.
کله چې د افغانستان او د امریکا د استراتيژیک تړون خبرې ډېرې ګرمې شولې نو ولسمشر کرزی وویل چې دا تصمیم به لویه جرګه نیسی چې آیا افغانستان له امریکا سره یو استراتیژیک سند لاسلیک کړی او که نه؟ همدا وو چې یوه لویه جرګه چې پکې شاوخوا ۲۴۰۰ تنه د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه ګډون وکړ په ۷۲ مادو کې خپل تصمیمونه را لنډ کړل. کرزی هم دا و منله چې دا استراتیژیک تړون به هغه وخت لاسلیک کړي چې امریکا هغه ټول شرطونه چې د لویې جرګې له خوا ورته اشاره شوې وه و منی. د کرزی او اوباما حکومتونه دواړه ډېر زیات لیوال دی تر څو دا تړون ژر تر ژر لا سلیک شی، ځکه دوی فکر کوی چې په دې کې به د دواړو هیوادونو ملی ګټې په نظر کې و نیول شی. کرزۍ په هر شرط چې وی دا تړون به لاسلیک کوي ځکه غواړی چې تاریخ کې ددې په نوم ثبت شی او لویه جرګه یی ځکه را وغوښتله کې چیرې دا تړون د افغانستان د ملی ګټو خلاف وی نو مسوولیتونه یی د لویې جرګې پر اوږو واچوی. داسې یوه پوښتنه را منځته کیږي چې کرزی ولې لویه جرګه هغه وخت را و نه غوښتله چې له انګلستان، ایتالیا، فرانسې او نورو هیوادونو سره یی تړونونه لاسلیک کړل. آیا دا هیوادونه په افغانستان کې ځواکونه نه لري؟ آیا دې هیوادونو افغانستان سره مالی مرستې ندي کړي؟ آیا دا هیوادونه افغانستان ته لیوال ندې؟ آیا ددې هیوادونو سرتیري په افغانستان کې نه وژل کیږي او داسې نور...
په دې ورځو کې چې کله د افغانستان او امریکا د ستراتيژیک تړون خبرې کیږي نو ولسمشر کرزۍ تل پر دوو خبرو چې د لویې جرګې له خوا هم تصمیم نیول شوی وو ډېر تاکید کوی او وای چې امریکا سره به دا تړون هغه وخت لاسلیک شی چې په افغانستان کې د ټولو هغو زندانونو مسولیت چې اوس د امریکایی سر تیرو لخوا اداره کېږی باید مسوولیت یی افغانانو ته وسپارل شي. ددې زندانونو په سر کې د بګرام زندان شامل دی. د کرزی دوهم مهم شرط دا دی چې امریکایی ځواکونه باید خپل شپې لخوا عملیاتونه په افغانستان کې په کلی ډول ودروی. والله عالم که امریکا دا کار وکړی ځکه امریکایی چارواکی او قومندانان په دې باور د چې ۹۵ سلنه مخالفین په خپلو دغو عملیاتونو کې له منځه وړی او له بلې خوا افغان حکومت په دې باور دی چې په دغه عملیاتو کې ډېر ملکی وګړی وژل کیږي. اوس خدای خبر چې د افغانستان او امریکا دا دوهم مشکل به کله حل کیږي. ځیني داسې راپورونه هم شته چې دا استراتیژیک تړون به د شیکاګو کنفرانس نه مخکښې لاسلیک شی. ټاکل شوی د شیکاګو کنفرانس به ۲۰۱۲ کال د می په میاشت کې دایریږي.
امریکا هم په افغانستان کې خپل لوبې په ډېر هوښیاری او مهارت سره تر سره کوی. اول یی په بګرام کې قران کریم اور ته واچوو او بیا یی وویل چې مونږ فکر کوو چې دا به د افراط ګرایانو لیکول شوی شیان وی. افغانانو هم خپل زور ورته و ښودل یو بل یی دېر زخمی او و وژل، دا د امریکا هدف وو. کله چې طالبانو له دې نه ګټه پورته کړه او تشنج یی نور هم زیات کړ نو امریکا بله چاره نه درلود چې دا لوبه خاموش کړل، داسې لوبه یی په لاره واچوله چې د افغانی ځواکونو له خوا یی خپل شپږ سرتیری، دوه یی په ننګرهار کې، دوه یی په کندهار کې او دوه یی په کابل کې د کورنیو چارو وزات د سوق او ادارې په مرکز کې ووژل. سوق او اداره هغه مرکز دی چې غیر مسلح چارواکی حتا صلاحیت نلری چې پکې ننوځي نو بیا څنګه د منولو وړ ده چې یو ډرایور چې په کورنیو چارو وزارت کې یی کار کوو دوه امریکایی سر تیری په دې مرکز کې ووژنی. اوباما دا غوښتله چې هغه شان چې امریکایی چارواکو د قرآن پاک د سوځولو په مهال د افغانانو نه بښنه وغوښته، باید افغانانو هم له امریکا نه بښنه غوښتلې وای. امریکایانو دغه لوبه په قصدی ډول په لاره اچولې وه.
اصلی مطلب دا دی چې آیا د افغانستان حکومت به وشی کولی چې د بګرام زندان مسوولیت چې پکې ۳۲۰۰ بندیان او ډیرۍ یی د طالبانو مشران دی واخلي. زما په نظر ځواب به یی نه وی او که هو هم وی نه همدا شان چې امریکایانو د قرآن پاک موضوع لپاره د حل لاره پیدا کړ او خپلو شپږو سر تیرو په وژلو سره یی وشو کولای چې ټوله لوبه ختمه کړی نو همداسې وروسته له دې چې د بګرام زندان مسولیت افغانانو ته وسپارل شی او ستراتیژیک تړون هم لاسلیک شی امریکایان به یوه بله احتمالی لوبه په لاره واچو چې د هغې په وجه افغان حکومت کمزوری ثابت کړی او د بګرام زندان مسوولیت دوباره واخلی او خپل ظلمونو ته په افغانستان کې ادامه ورکړی. ددې لوبې یوه بیلګه هم دا اوس د افغانستان په حکومت کې روانه ده. د امریکایی سر تیرو وژنه په ننګرهار، کندهار او د کورنیو چارو وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې نه یواځې د قرآن پاک موضوع تر شعاع لاندې راوسته بلکه افغان حکومت یی بی باکه، بی مسولیته او کمزوری ثابت کړ حتا تر دې چې امریکایانو، انګریزانو او کاناډایانو خپل مشاورین د افغانستان له وزارتونو نه وویستل.
اوس امریکایان غواړي په شپږو میاشتو کې د بګرام د زندان مسوولیت افغان حکومت ته وسپاري او کیدای شی د ستراتیژک تړون د لاسلیک کولو لپاره خپل عملیات هم ودروی. بیا وروسته له دې چې مسوولیت افغان په لاس واخلې د بګرام د زندان په هکله به داسې یوه لوبه په لاره واچوې څرنګې چې طالبان د کندهار، سرپل او هلمند زندانونه ته په لاره واچوله او څه باندې ۵۰۰ د حکومت مخالفین یی له دې زندانونونه په تیښته بریالی کړل. دوهم دا چې د شپې لخوا عملیات دوباره پیلول خو به ډېره آسانه وی ځکه چې دوی همدا اوس هم وایی چې افغان ځواکونه نشی کولای چې ځانته (د ناټو آو آیساف د ځواکونو نه پرته) عملیات وکړی او مخالفین له منځه یوسي.
په آخر کې به داسې نتیجه تر لاسه کړو چې استراتیژک تړون به هم لاسلیک شی، د بګرام زندان به افغانانو نه واخیستل شی، د شپې لخوا عملیات په هم دوباره پیل شی او کرزی به هم د دې ټولو کارونو مسوول لویه جرګه و بولی. په افغانستان کې د ناټو عمومی قومندان جنرال آلن او نور امریکایی چارواکو تل ویلی چې افغانستان به بیرته د پخوا په شان نه پریږدي دا زما په نظر دا مانا ورکوی چې دوی به تل په افغانستان کې پاتی وی او تل به د افغان ملت له وینو او پاک نفس سره لوبه کوی. په آخر کې به ووایم: (هر هغه څوک کې دافغانستان مظلوم او دردیدلی ملت سره د خپل شخصی ګټو په خاطر لوبیږی، خدای پاک د ورته هدایت د نیکی وکړی او که نه نیست او نابود د کړی.)
د افغانستان د سوکالۍ په هیله!!!
E-mail: samim.journalist@gmail.com