
لیکوال: محمد صمیم
نیټه: ۳۰ / ۶ / ۱۳۹۰
د افغانستان پخوانۍ ولسمشر، د جمعیت اسلامي مشر او د سولې د عالی شوری رییس پروفیسور استاد ربانی پرون په یو ځان وژونکي برید کې خپل ژوند له لاس ورکړ.
د سولې د عالی شورای د مالوماتو پر اساس تير ماښام یو ځان وژونکۍ د استاد ربانی کور کې د استاد سره د لیدلو پر مهال خپل چاودیدونکي توکي وچاودوو چې له امله یی استاد ربانی شهيد د معصوم ستانکزی او واحدیار په ګډون څلور تنه ټپیان شول.
د استاد ربانی د ترور مسوولیت طالبان پرغاړه اخیستي خو د ځیني راپورونو او اسنادو پر بنسټ د ربانی ترور د امریکایانو او پاکستانیانو لخوا طرحه شوې وه.
استاد ربانی د شنبه په ورځ ایران کې په یو کنفرانس کې ګډون وکړ و پدې کنفرانس کې یی د امریکایانو د سولې طرحې سره مخالفت وکړ. همداسې تیره اونۍ په کابل کې هم استاد رباني د امریکایانو او پاکستانیانو د سولې طرحې سره مخالفت کړی وو. په دې کنفرانس کې استاد په افغانستان کې د امریکا شتون باندې انتقاد وکړ او فلسطین او حزب الله لبنان نه یی حمایت وکړ. د استاد ربانی دا کار د امریکایانو قهر نور هم ډېر کړ او د هغه له ستنیدو سره سم امریکایانو له منځه یوړل.
استاد ربانی پرون ۳ بجې له ایران نه کابل ته را ستون شو او ۵:۳۰ دقیقې یی یو له طالبانو مشرانو سره د لیدلو پلان درلود چې امریکایانو د پاکستانیانو په استفادې سره یو ځان وژونکۍ چې چاودیدونکي توکي یی په خپل لونګي کې ځای پر ځای کړي استاد ته یی ولېږه او استاد یی ترور کړ. داسې راپورنه موجود چې امریکایان له پیښې نه مخکې د دې برید نه خبر ول او خپل د سفارت امنیت یی ټینګ کړای وو. که ځیر شوی یاست نو له برید نه څه ۲۰ دقیقې وروسته د امریکا سفارت په یو مطبوعاتی اعلامیه کې د سفارت د امنیت د ټینګښت په هکله خبرې شوې وې. داسې هم ویل کېږي چې له هغه ځای نه چې پرې انتحاري برید شوای وو یو امریکایی هم نیول شوی دی.
امریکا ډېر مغرور هېواد دی او هیڅ کله هم نه غواړی چې څوک یی د ملی ګټو پر خلاف خبرې وکړی. امریکایانو او پاکستانیانو استاد ربانی د سولې د نړیوالې ورځ نه یو ورځ مخکښې ځکه وواژه تر ځو استاد ربانی د دوی د سولې طرحې افشا نه کړي. استاد په ورستۍ وختونو کې پوه شوی وو چې د امریکایانو او پاکستانیانو د سولې پروسه و ټولې طرحې ناکامې دی. د راپورونو پر بسنټ استاد په دې ورستني وختونو کې له پښتنو سره هم ډېره ښې اړیکې لرې او رښتیا یی هم غوښته د سولې بهیر په افغانستان کې بریالی شی. استاد په تېر یو میاشت کې یواځې دوه ځلې کندهار ته سفر کړای وو تر څو د سولې د بهیر په هکله له کندهاریانو سره وګوري.
استاد ربانی یو ملی شخصیت وو چې نه یواځې په افغانستان کې بلکه په سیمه کې خلکو له دوی سره ډېر مینه کوله. خلکو د استاد ربانی جهادی شخصیت ته ډېر ارزښت ورکوو. استاد ربانی کله چې د سولې د عالی شورای رییس په توګه و ټاکل شو نو دې وشو کولای چې زمینه د دې ته برابر کړی تر څو طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې وکړی او همدا وو چې د طالبانو مشر خپل اختر مبارکۍ پیام کې یی له سولې بهیر نه ملاتړ وکړ او وې ویل چې غواړي له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړی. دا ټول کارونه د استاد ربانی د فعالیتونو لامل دی چې طالبان له ۲۰۰۱ کال نه وروسته د افغان حکومت دسولې بهیر نه ملاتړ کوی.
د استاد د وژلو مسوولیت طالبانو په رسمی ډول پر غاړه اخیستی، خو زه فکر کوم چې د ربانی وژنه د طالبانو له کارونو، صلاحیتونو او امکاناتو نه ډېره پورته ده. دا کار د آی اس آی (ISI)او سي آې اې (CIA) د معاش خورانو کار دی. امریکایان او د ده باج خوران (پاکستان) هیڅ کله هم نه غواړی چې افغانستان کې سوله او آرامي راشي ځکه که په افغانستان کې آرامي راشي نو امرایکا او پاکتسان به دا ستراتيژیک موقعیت (افغانستان) له لاسه ورکړی. امریکایانو دا نه غوښته چې څوک دې د استاد د وژلو مسوولیت پر غاړه واخلی ځکه دوی دا غوښته چې د استاد وژنه د حکومت مختلفو کړیو تر منځ مشکلات را پیدا کړی. اوس چې طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه واخیستئ نو آیا شمالی ټلوالی او د جمعیت غړی به له طالبانو سره د سولې بهیر نه ملاتړ وکړی؟
کله مې چې د استاد د ترور خبره تر غوږ را ورسید نو ډېر زیات خواښینۍ شوم او فکر مې وکړ چې دا فرنګیان غواړي زمونږ ټول مشران له منځه یوسي او دې ته هم ځیر شوم چې اوس به د سولې بهیر چې د افغانستان د حکومت اساسی او بنسټیز کار دی څنګه کېږی؟ آیا د سولې کارونه به همداسې وې او که ددې نه به هم خراب شي؟ څوک به دې استاد پر ځاې د سولې د عالی شورای رییس وټاکل شی. د بون په کنفرانس کې به د طالبانو ګډون څنګه کېږی؟ او داسې نور ډېر... ؟
دا هم باید هیرنه کړو چې د استاد په وژنې سره ولسمشر کری خپل یو بل کلک ملاتړ کوونکۍ له لاسه ورکړی. نن به له کرزی نه واورو چې د ربانی د وژنې څه راپورنه د سره شریک شوی او موقف به یی څه ویی؟
E-mail: samim.journalist@gmail.com