
پسرلی راځی خوزموږزړونوته خوښي نه راوړی
ویجاړومینواوکورونو ته خوښي نه راوړی
بیا به پرې وناڅی قصروکې شاهزادګۍ دهوس
دې بدقسمته محلونوته خوښي نه راوړی
زموږدخلکو قاتلان به یې په خرپ کې نمانځی
ښمڅوکې میشته
ولسونو ته خوښينه راوړی
لکه دتیر په څيربه خیال دغاصبينو ساتی
په اوښکو لوندو ګریوانونوته خوښي نه راوړی
بس په راتګ به یی خوشحال وی، څودګوتوپه شمار
غرواورغوکي مليونونو ته خوښينه راوړی
اوس پسرلی هم هلته ځی چه يې پالنه کيږي
له غم وير ډکوځيګرونو ته خوښي نه راوړی
د دون هیمتو محفلونه ګرموی، هلته ځی
دوطنپالو، سنګرونو ته خوښي نه راوړی
روهينه بس کړه ،چه يې نوم په ژبه وانه خلې نور
څه کړو پسرلی
چه خړوغرونو ته خوښي نه راوړی
میرنواز روهین
جرمنی- اوفن باخ
۰۸-۰۳-۲۰۱۲