چې له ملي هويته تښتي اوفرار ترې کوي
ځان ته بچى دافغان نه وايي انکارترې کوي
دغلامۍ حلقه په غاړه ګرځوي پرې وياړي
ناولي هېلې د پردوپالي خپل کارترې کوي
چه دخزان په سېلۍ سوځي مو هر بڼ د وطن
دون همت څنګه خوشي هېلې د بهار ترې کوي
څنګه وجدان لري قصروکې دپردونوکران
څيرې ګريوان د يتيم ګوري اوګذار ترې کوي
په ټيټوسترګوبه په دې وطن کې شپې تيروي
چې يې په ښکلي نوم شرميږي شرم و عار ترې کوي
ميرنواز روهين
جرمني ـ اوفن باخ
15.06.2013
وروستي