
ليکوال: عصمت الله
سپيڅلی
تیره اونۍ په هیواد کې
په بګرام کې قرآن کریم ته د شوي سپکاوي
سره سم په هیواد کې د لاریونونو پیل شول چې د ګوتو په شمار یې سوله ایز او ډير یې
له تاوتریخوالي ډک و. له دې سره سم تر ټولو په زړه پورې پیښه دا وه چې د کورنیو
چارو په وزارت کې د عبدالصبور سالنګي په نوم یو تن چې د دې وزارت د سوق په اداره
کې یې کار کاوو دوه تنه امریکايي مشاورين په هغه خونه کې چې دې مشاورینو ته ځانګړې
شوې وه او یوازې دوی کولای شوی د ځانګړي کوډ په لرلو سره هلته ور شي ور د ننه شو
او دا مشاورین یې و وژل چې ناټو یې هم په غبرګون کې د افغانستان له ټولو وزارت
خونو څخه خپل مشاورین و ویستل.
خو صبور سالنګی ماته
دومره هم د قرآن او اسلام له غمه مړ سړی نه ښکاري. پرون مې په يو خصوصي ټلویزون کې
د دې له مور سره له شوې مرکې هم د دې څرک ولګاوو،ځکه مور یې دې ټلویزون ته وویل چې
زوی یې دومره احساساتي نه و ځکه تر پیښې یوه شپه وړاندې او د پیښې په شپه هم دی په
کور کې و، او د قرآن له سوځولو سره د ده به چال چلند کې ځه غبرګون نه و راغلی او
هرڅه یې عادي و. یوې باوري سرچینې ویلي دي
چې بهرنیو مشاورینو چې د کورنیو چارو په وزارت کې و تل په ناستو کې دا شکایتونه
کول چې دلته د کورنیو چارو وزارت د قومندې مرکز او د سوق اداره یوازې د یو قوم او
یوې ډلې په لاس کې ده او تل موږ ته غلط او ناسم رپوټونه را کوي. دا شکایتونه دومره
شول چې ان د امریکې تر سفارت او نورو بهرنیو ادارو پورې هم ورسیدل. اوس اوس
بهرنیان هم په دې پوه شوي دي چې په هیواد څوک ډير دي او څوک د ډيرو په نوم د ځان
په ګټه امتیازات اخلي. وروسته تر دې چې دا شکایتونه ډير شول نو د کورنیو چارو د
وزیر بسم الله محمدي دنده او د ټلوالې پالنې ته ګواښ وشو او د دوی سمتي او ټلواله
ایزې ګټې له ګواښ سره مخ شوې، نو تر ډيره دا سرچینه په دې موضوع کې نیغ په نیغه د
کورنیو چارو وزیر دخیل بولي، ځکه چې داسې دفترونو ته چې دروازې یې ځانګړي کوډونه
لري ورتګ یو ناشونی کار دی او بیا د داسې عمل تر سره کوله او په قراره د مجرم وتل
هم ناشوني دي. نو سرچینې ویلي دي چې دا کار او د مشاورینو وژل په داسې یو حساس وخت
کې ځکه ترسره شو چې محمدي ته موکه په لاس ورغلې وه او له دې موکې څخه یې ګټه پورته
کړې او صبور نامی یې پرې ور مست کړی دی او یاد بهرنیان یې وژلي دي. دلته د کورنیو
چارو وزیر دوه ګټې وکړې، یو خو په هیواد کې د لاریونونو او غندنو بازار ښه تود و
او بل هم دا چې دې وژلو ته ښه موکه برابره وه. تر دې برید وروسته ناټو او نورو هم
داسې تصمیم ونیوی چې ټول کارکونکي به له افغاني ادارو باسي، دوی ځکه خپل کارکونکي
باسي چې په داسې ناسمو کړنو او رپوټونو کې دوی دخیل نه وي. بله خبره چې ډيره مهمه
ده دا ټول مني چې د بهرنیو مشاورینو یوه ګټه او یو تاوان لري، ګټه یې داده چې دوی
په کوم قوم، ډلې او ټپلې پورې تړلي دي او تل واقعیت ته ګوري اوس په دې پوهیږي چې
اکثریت اوس د کیفیت له پلوه اقلیت شوی دی، که دا اکثریت همداسې له پوهې، زدکړې،
دولت او نورو څخه بې برخې پاتې شي په هیواد کې سمون را وستل ناشوني دي، ځکه اکثریت
به ترې خوښ نه وي چې د مشاورینو د نه شتون ښه بیلګه هم د ټاکنو کمیسون چې زموږ
ولسمشر به ویل چې پروسه باید افغاني وي بهرني مشاورين پکې نه وي خو ابوالمعاني
معنوي او ښاغلي رفعت پکې داسې لړل وکړل چې تر اوسه یې هم پاکول ناشوني دي. دلته که
بهرنیان د دې اکثریت د حقوقو په برخه کې خبره کوي سمدستي غبرګونونه توپیر مومي او
دا غبرګونه ان تر دې پورې را رسیږي چې د مشاورینو په وژلو پای مومي. په ټولو
وزارتونوکې که اداري جوړښتونو ته راشو، حزبونه، ډلې، ټپلې او سمتونه پکې په واک کې
دي ډيرې ادارې یوازې د یوې پښتو لوحې په
نصب کولو سره د دوی ټول حقوقو خوندي بولي خو په پښتو غږيدل هم ناشوني وي. د دې
امریکايي مشاورينو وژل په داسې ورځ وي چې موکه یې وي نه لکه د طالب جان بم که پر
ملکي وګړو وچوي والله که خولو چوله کړي، خو که بل چا هم کوم بهرنی و واژه یا یې
هسي افغاني غیرت ورته خراب شو بس دوی تاریخ، ارزښت، پښتون ولي، افغانیت او اسلامیت
ته پرته له کتو دستي د هغې پیښې مسولیت پر غاړه اخلي، يوه ټوکه یوه ورځ دفتر کې
ناست و یو طالب ویاند ټلیفون وکړ چې په میدان ښار کې مو یوه بې پیلوټه الوتکه را
نسکوره کړې او پکې سپاره ټول سرتیري وژل شوي، ما ورته وویل چې وه طالب جانه په بې
پیلوټه الوتکه کې عسکر څه کوي ده سمدستي وویل چې بس یو شی ورسره ولیکه، له دې خبرې
سره سم زلزله وشوه او ټولو بهر منډه کړه چا راته په منډه کې وویل که اوس ملا پلاني
آخند ته زنګ و وهې کیدی شي د دې زلزلې مسولیت هم پر خپله غاړه واخلي.
د دې پیښې په اړه رسنیو هم
بیلابیل ډولونه وغږول چا ویل چې سالنګي د دې له امله دا کسان و وژل چې ګواکې قرآن
کریم ته د شوي سپکاوي له امله یې له دوی سره تاویلي ما ویلي کړي و. طالبانو چې تل
د دوی په ګټه هرڅه چې وي مسولیت یې پر غاړه اخلي پرته له دې چې په دې خبره په سم
ډول خبر وي دستي د دې پیښې مسولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې برید کونکی
عبدالرحمن نومیده او ګواکې د دوی یو مجاهد و، خو طالبان هم اوس په ډنډوره
غږولو کې تر چا کم نه دي. د افغانستان د
حکومت یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د
دوو وژل شویو امریکایانو، چې یو یې ډګروال او بل جګړن و، د قتل مسوولیت غالباً د
پنځه ویشت کلن عبدالصبور په غاړه دی. عبدالصبور، چې اصلي مشکوک ګڼل کېږي، تښتېدلی
دی.
په همدې حال کې د دې
برید کونکي په اړه بشپړ معلومات چې ډيرو لیدنیو او اوریدنیو رسنیو خپاره کړي دي په
لاندې ډول دي ((عبدالصبور، چې په سالنګي مشهور دی، د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ
اوسېدونکی دی، لومړنۍ زده کړې یې په پاکستان کې کړي وروسته پر ١٣٨٨ل کال
د کورنيو چارو وزارت په قرارګاه کې د سرتېري په توګه جذب شوى، تر هغه وروسته د
وظيفه يي غيابت له امله د نوموړې قطعې له بست څخه منفک او وروسته بيا د اپراسيون د
لوى رياست په موافقه د لومړي ساتنمن په رتبه د اداري مديريت د غړي په توګه ټاکل
شوى او تقرر يې منظور شوى دى. عبدالصبور سالنګي د اوپراسيون د
استخباراتو د استازي په کاري دفتر کې شپه او ورځ پاتې کېده، چې د لايحې خلاف د
نوموړي له خوا د ډرېور په توګه ګومارل شوى و او د ١٣٩٠ل کال د جوزا مياشتې پر (١٢)
نېټه ورته يو ميل کمري امريکايي وسله ورکړل شوې وه. د وسلې نمبر PDD6177 و. عبدالصبور د ١٣٩٠ل کال د کب د (٦) نېټې
يانې د پېښې د ورځې حاضري سهار او مازيګر دواړه پر يوه وخت (سهار) لاسليک کړې ده. د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، سره له دې چې قوي نښې
نښانې په دې قضیه کې د عبدالصبور لاس لرل تاییدوي خو لا هم دوی رسماً نه شي ویلي
چې دا برید به خامخا نوموړي کړی وي.په همدې منځ کې یوې بلې سرچینې وویل چې د کامرو
له عسکونو او فلمونو ښکاري چې عبدالصبور د قوماندې مرکز، یعني هغه ځای ته تللی
شوای چې امریکایايي سلاکاران پکې ووژل شول.))
خو د دې لیکنې تر خپریدو
وروسته زه ژمنه کوم چې په دولت کې پر ډلو، ټپلو، قومپالو، سمتپالو، اړو او نا اړو،
حق او حقوقو باندې به زما د لیکنو لړۍ دوام وکړي. په دې هیله چې نور ټول د یو
افغان فکر وکړي، په هیواد کې رټل شوې، حزبي، سمتي، قومي، پردۍ پالې، سمت پالې څيرې
د شيطان په څير ورټي.
ورور مو عصمت الله
سپیڅلی
esmatullahspsaly@gmail.com