
جهان رانه ورک شوی دی ،خپل ځان رانه ورک شوی
امید،هیله مومړه دي،هم ارمان رانه ورک شوی
څه لړې،څه توپان ګرم،څه هم موږپه سمه نه یو
منزل چې غلط کړی مو،کاروان رانه ورک شوی
چې خړمنځ دسیالانوکې،لږبل خوډیرخپل ګرم یو
احساس مودی مړشوی هم وجدان رانه ورک شوی
دبل په تمه ناست یو،چې موکورراله ودان کړي
لټان یوبې همته ،هوډ،ایمان رانه ورک شوی
دګلوګیډۍ غواړو،خولګیاکښت داغزوکړو
پاګل یولیوني ،ځکه بوستان رانه ورک شوی
منم چي یومین خو،بس دمینې چل مونه زده
چې مل موتل بیلتون دی اوجانان رانه ورک شوی
داکلی چي تالادی،په هرکورکې ژړا اورو
ناکس موکس منلی،اصیل خان رانه ورک شوی
داغم راباندې زورشو،که خوزه شوم لږ بې هوډه
چې غم کې ځمکه ورکه اواسمان رانه ورک شوی
زه کلک یم انتظارکې (منتظر) به یم په تمه
خیریارکه په زړه سخت مې دی،نادان رانه ورک شوی
5/03/2012
جلال اباد