مشال





 
      ته دهغه زرين لمر ځلانده ټوټه يې چې کلونه وړاندې يې موږ ته له خپلو وينو رڼا راکړه  او پتنګانو ته يې له شمعې دقربانېدو هنر ور زده کړ ،  ستا په فطرت کې لاهم  همغه نامريه رڼا اوده ده چې وړانګې به يې  يوازې په رڼا ورځ نه بلکې په تيارو او ماښامونو کې هم خورېدلې ، تا لا تر اوسه هم  په خپلو زخمي منګولو کې همغه مشال بل ساتلى خو ورته پام دې نه دى ،داچې ستا له سترګو روانې اوښکې دغه مشال غلى کوي په دې کې ستا څه ګناه ده؟ دکوم انسان اوښکې په خپل اختيار وي  ، دچا زړه غواړي چې دخپل زړه دغه ارزښتمنه  پانګه  هغه نړۍ  ته ډالۍ کړي چې معنوي ارزښت په کې کومه مانا نه لري، ته دا رڼا ګورې خو نظر دې کله هم دا ځواب نه شي درکولى چې تر کومو فاصلو به  نور روان خلک دهمدې رڼا دجلوو په مرسته ځي،  زه هره شپه له همدغه مشاله طوافونه کړم او سترګې مې ستا په لور نيولې چې خداى مه کړه اوده نه شې او له ګوتو دې دغه رڼا خاورو ته پرېنوځي ، ستا په زړه کې دپټو او خاموشه سلګو او ګيلو داظهار وخت لا نه دى رسېدلى ، ستا زړه چې چا داغلى لاهم دفطرت دمحاکمې دروازه دداسې کسانو په وړاندې تړلې خو ته ډاډه  اوسه وخت به راځي چې دغه  دروازه به خلاصېږي او ته به يوه  ورځ خپلې ټولې ګيلې او شکايتونه  يوه داسې قاضي ته وايې چې  ددې نړۍ دخلکو غوندې نه دى او که شاهدۍ ته ضرورت و نو مابه هم تر خپل څنګ پيدا کړې چې په ادب او درناوى به ولاړ وم .
 
٢٠٢١ مارچ ٢ کابل