غزل



دلته ژوند هلته جګـــــــــړه او هــديره ده
ګرانې دا ستا دنيمګړي  ژوند کيــسه ده
زما ښکلــــى جنتـــي وطن دې وران کړ
لاخو وايې چــــې دا هسې افســانه ده
ځنکــــدن هم ديار نوم ترېنه هـــېر نه کړ
زما ميــــنه پښـــــتنه ده پښــــــــتنه ده
لا له خلکو نه د زړه غوښتـــــنه مه کړه
لا دتوره  ديو چا په وينـــــــــو ســـره ده
مستانه خيال مې د تېر واده زلمى دى
لايې سترګو کې دتېرې  شپې نشه ده
ته دخداى دنازدانه خلقت تصــــوير يې
ستا ښکلا خو په هينداره کې اوده ده
لاس دې چترکړ تندي ته او بيا تم شوې
دغه لاره ښکلې ښکارې خو اوږده ده
دغنمـــو ددلــــــۍ خواکــــــــې اوده يم
ته دبام په سر ولاړه يــــــې غــــرمه ده
عزرائيله ځنکدن کـــــــې دې ډېر پام وي
دا مې روح دا مې زړګى دا مې قبله ده
رحماني يې په همـــــــدې وعده پايېږي
لا ژوندۍ يم  لا مې مــــــينه درسره ده
 
٢٠١٢ مارچ ١ کابل