غزل

ځان،جهان می هیردی ،یاره ته می بس یادیږې
خوب وي که په ويښه ، په زړګی می راوریږې
نشته ددی خلکو،په مجلس کی هیڅ خوندنشته دی
بس غواړم چې ته مې ترڅنګ ناست،راته غږیږې
نه پوهیږي څوک، د دړدیدلي زړه په حال زما
ته يې، بس یوته، چې مې دزړه په حال  پوهیږې
غم دبیلتانه دې ،خدایږو ډیرپریشان ،ناړیک کړمه
ولې نه راځې، ولې په حال مې نه ځوریږې
ښه خوپرې پوهیږې چې به تل دزړګي وینې خورې
ولې(منتظره) له دې مینې نه تیریږې
11/12/2011
جلال اباد