
ادبي ټوټه
ګل رحمن رحماني
همدا شېبه چې زه ستا په اړه څه ليکم او غواړم خپل پيغام درته ورسوم ؛ تياره ده ، شېبه وړاندې برېښنا تللې او دکابل ساړه ژمي زما په سترګو ، پزه او ګوتو هم خپله واکمني ټينګه کړې خو ستا ياد مې په وجود او پنځه ګونو حواسو کې دومره حرارت او رڼا خوروي چې په دې هېڅ هم نه پوهېږم ، په تياره کې مې سترګو ته ولاړه يې او په ذهن کې داوړي په ګرمو شپو کې دچرچريو اواز حس کوم ، ستا يادونه همغه چرچريو ته ورته دي چې ماته به يې پسرلي ياد اوړي په ګرمو شپو کې خوب راوسته ، دخوب په رنګينه کجاوه کې به يې دارام او استغنا ډېرو لرو شنو تاپو ګانو او ناليدلو ساحلونو ته وړلم ، ستا دياد او کړو ګيلو کيفيت څومره خوږ دى ، که ته نه وى په ما به دخيالونو دغه باران څنګه ورېده ؟ دژمې په دې سړو شپو کې به زما په وجود کې دومره حرارت له کومه کېده ، زه پوهېږم داټوله ته يې ، دا ټوله ته يې چې ګوتې مې کله هم ديخ احساس نه کوي او دکمپيوټر له تڼيو سره په خوښۍ لوبېږي لکه دوى چې هم ستا دياد خوږ والى او دنامه عظمت حس کوي ، زه باور لرم چې همداسې به وي او ته يې هم په خوښۍ ديوه ښکلي امر غوندې ومنه ، که تا دژوند په ډېرو ترخو او تيارو شپو کې دخپلو اوښکو څراغونه نه وى بل کړي ، که تا دژوند له پيالې دزهرو تياره ګوټونه دشاتو په نوم په چوپه خوله نه وى څښلي نو به مې څنګه ټولۍ نړۍ ته ستا دصابر او سپېڅلې زړه کېسې کولې ؟ دا خو ته وې چې ماته دې ژوند رنګين کړ او هر څه ته مې ستا له ګلابي عينکو په مينه وکتل ، هغه مزل چې تا دژوند په صحرا کې دخپل قسمت په اغزو وکړ ، هېڅوک يې هم نه شي کولى ، زه هم ترې عاجز يم ، وبه يې کړم خو هغه نامريه ځواک راسره نه شته چې زما زړه او روح ته په دغه مزل کې لاس ورکوي ، ته له دومره توپانونو او ناتار وروسته هم ژوندۍ پاتې يې ، مړاوې يې خو وږمې دې همغسې دپسرلي دلومړيو شپو ورځو په مهال دغوېدلې ګلڅانګې غوندې خورېږي ، ته دهغې ونې پرې شوې او ماته څانګه يې چې وږمو به يې ټول وطن په سر اخيستى و او ددې خاورې پسرليو به ترې دزړونو په ګلبڼ کې دخورېدلو هنر زده کاوه ، ستا په وجود او روح کې اوس هم دهمغه لويې هستۍ دښکلا څرکونه شته ، په تا کې به سل کاله وروسته هم همغه وږمه ښکاره او خوره وي ، ته دهمغه هستۍ دروح يوه دردېدلې او ستومانه ټوټه يې ، ستا غږ له هر چا ښکلى او اوچت و ، دسندرو په ځاى ورته په تقدير کې فريادونه او سلګۍ ليکلې وې خو کله دې هم دا کار ونه کړ ، هر څه دې په زړه کې پټ تېر کړل ، کټ مټ لکه په سمندرونو کې چې لويې توپاني څپې پټې او په سختۍ تېرېږي خو دسمندر په مخ هېچاته هم نه ښکاري .
هو خو زما پيغام څه دى ؟ يوازې ستا درنښت او د صبر لويو غرونو ته سر ټېټول ، زما دا تعظيم به يوازې ستا لپاره نه دژوند په دغه مزل کې هر لاروي ته و ؛خو پوهېږم چې زموږ دژوند په زمانه کې ما کله هم داسې لاروى ونه مونده چې يوه شېبه يې تم کړم او زما څو پوښتنو ته ځواب ووايي ، وخت ډېر تېر شو ، دادي تياره ده خو هوا ستاله معصومو تصويرونو ، ګيلو او چوپو خنداګانو ډکه ده هغه چې دزړه له زوره يې زما لپاره کوي ، هغه چې ته غواړې ما پرې ستا په اړه له سوچونو او ستاينو وباسې خو هيله کوم داسې مه کوه ، دا زما دژوند يوه برخه ده چې په شپو شپو همداسې په تياره کې دخلکو له نظره لرې بې ريا رياضت وکړم ، ما ستا هره ګيله له زړه نه منلې ، خو تا کله هم ماته په ژوند کې دګيلې ځاى نه دى پرېښى ، په همدې خو کله کله دشپې تر ناوخته ويښ وم او داسې راته ښکاري لکه چا چې زما دکوټې په څلورو دېوالونه ستا خندني انځورونه کښلي وي ، شا وخوا وګوره ، ته په دې مزل کې يوازې نه يې ددعاګانو او خاموشه ستاينو يو لوى کاروان درسره روان دى چې جامې يې دلمر غوندي دې ، چاته نه معلومېږي ، دوى له ډېر درناوى ستا نه وړاندې يو قدم هم نه ږدي خو که ته شاته را ګورې ؛ نو درته معلومه به شي چې ددوى په تنديو او سترګو ستا لپاره په اسماني رنګ څه ليکل شوي او په شونډو يې ولې خوږه موسکا خوره ده ؟
٢٠١٢ فبروي ٢٦ کابل