زما استعفآ



د سلام او احترام په وړاندې کولو سره !
زه مبارزمحمدځدراڼ دخوست ولايت مقام وياند او مطبوعاتي مسوول په لاندې ډول خپله استعفاء وړاندې كوم داچې :
محترمو! لكه څرنګه چې تاسو مالومات لرئ ، زه له تېرو دوو كالونو راهيسې په خوست ولايت كې په خپل نوم د ولايت په كچه دوياند په توګه دنده ترسره كوم .د همدې دندې د اجراء پرمهال د ۱۳۸۸کال د ۱۰میاشتې په ۳۰مه نېټه د د سیمه اییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له لوري د رسمي حکم په رالیږلو سره د ازاد رقابت په ترڅ کې په دنده وګمارل شوم .
لومړئ باید روښانه کړم چې د ولايت ویاندویئ ته د راتګ څخه زما يوازينۍ هدف وطندوستي،اوسني نظام او خپلې خاورې ته د قربانئ ورکول ؤ.ترڅو د وظیفوي لایحې پر اساس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له پالیسیو،ددولتي حاکمیت په ټينګښت او د قانون په تطبیق کې مخلصانه ونډه ولرم او دغه راز په کور د ننه او د سیمې هیوادونو مغرضانه لاسوهنو او شومو اهدافو په وړاندې د یوه بامسوولیته ځوان افغان په توګه افغاني او ایماني رسالت ترسره کړم .
همدا وجه وه چې د ولایتې ادارې د کړنو،د دولتي حاکمیت د ټینګښت ،د امنیتي وضعیت د تامین او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پالیسیو څخه د حمایت په موخه مې د تیرو دوو کالونو په موده کې لسګونه مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړي، شاوخوا تر يو زرو پورې مې لیکنې کړي او د دې سربیره مې د ولس آ رمان میاشتنئ مجله پیل کړه چې تر دې دمه یې ۷ ګڼې په رنګه پوښتئ کې له چاپه راوتلي او ټول مواد یې د دولت د پالیسیو څخه په کلک حمایت راڅرخي .همداشان ما له دولتي پاليسٰۍ سره برابرهروخت مناسب پیغامونه له مطبوعاتو خپاره کړي او چاپ کړي دي ، د بېلګې په ډول د روژې په مبارکه میاشت کې مې لسګونه زره رنګه کوچني شان کتابونه چاپ کړي ،چې منځپانګه او ځانګړی پيغام یی په دې مباركه میاشت کې د مسلمانانو له لوري له هرراز ګناهونو،ورانکاریو اوتاوتريخوالو څخه په کلکه توګه ډډه کول دي .
ما همیشه د اختر،جمعې او نوروملي،تاريخي او مذهبي ورځو په خاطر تعین شوي قانونی رخصتی پریښي، خو د خپل مطبوعاتي پلان له مخې مې له دې فرصت څخه د دولت په ګټه استفاده كړي او خپلې خوښۍ مې نٰظام او خلكو ته نذرانه كړي دي .
له ښه مرغه په تېریونیم کال كې زما کارونه له کوم خنډ او ځنډ پرته پرمخ روان ؤ.خوپدې وروستیو میاشتو کې زه متوجه كېږم ،چې ورو ، ورو زما د وظیفوي او قانوني کارونو پر وړاندې په یو او بل ډول ستونزې ایجادیږي .داسې ستونزې چې مطلق يې ستر تهدید بللی شو.
ما ډیره هڅه وکړه چی له خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي سره دغه ستونزې شریکې کړم او بېرته دغه ستونزمنه فضا عادي حالت ته راولم .یا خو لږ تر لږه پدې
پوه شم چی د كومو مشكلو پر اساس دا هرڅه پېښيږي ،كه چېرې د مشكلو د اېجاد طرف زه يم نو د اصلاح كوښښ به يې وكړم.خو مآلومه نه شوه .

له دې پرته زه هیڅ نوع مشکل نه وینم ،كه احياناً داسې څه وي په څرګنده وايم ، چې د نظام او ولس سره د بې شانه مينې په سبب له ستونزو سره مخامخ كېږم .
یو څه چی زه او زموږ د سيمې هېوادپال شخصيتونه يې په اندېښنه كې اچولي هغه خوست ته نږدې د نظام ضد عناصرود ځالو شتون او د دوى تاثير دى ،چې كله ناكله د نظام پلوي كسان تهديدوي، د دې ترڅنګ د سيمې د هېوادونو په اشارو د يو شمېر مسايلو له شتون څخه هم سترګې نشوپټولاى .
دوی همیشه په دې ولایت کې په اشخاصو او افرادو فکر کوي،هغه څوک چی نظام او خپل هیواد ته په رښتینوالۍ سره خدمت کوي ،دوى له يو بد او بوختوونكي برخليك سره مخامخ كوي.
زه په ویاړ سره ویلی شم ،چې د دولت هغه مامور یم چی تل مې دهېواد او ولس ملي ګټو ته توجه کړي ،د هېچا شخصي،ګروهي اوهېواد ضد فرمایشونه مې نه منلي او نه به یې په ژوند ومنم ، زما په اند له ما سره دغه تهدیدوونكي او توهین امیزې توطيې او فعاليتونه یوازې د دې لپاره په لاره اچول شوي، چې زه ناچاره شم ترڅو د خپل اوسني ماموریت څخه لاس واخلم.
مآ دغه ستونزه په پلازمینه کابل کې د سیمه اییزه ارګانونود خپلواکې ادارې رهبرئ ،د جمهور ريس د دفترريآست، د جمهوري ريآست د ويآند دفتر ،د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز،د ملي امنیت لوی ریاست ،په ولسي جرګه کې د خوست منتخب استازي ښاغلی کمال ناصراصولي او یو شمیر نورو ادارو ته لیږلي دي ، چې د هغوی له خوا یې د تحقیقاتو او پلټنو ژمنې هم وشوې ، خو بدبختانه هېڅ اجراات نه دي شوي ،حتا تر دا اوسه پورې یې زما سره هېڅ اړیکه هم نده نیولي، حال داچې ما په وار ، وار ټیلیفونی اړیکې او همداشان بریښنالیکونه ورلیږلي خو کوم ځواب مې ندی ترلاسه کړی .
د سیمه اییزه ارګانونو خپلواکې ادارې خو د لومړي سرنه تراوسه پورې بیخي ځان ندی پوهولی په داسې حال کې چې د ولایت مقام ټولې تشکیلاتي او نورې تړلي چارې په همدې اداره پورې مستقیماً ارتباط لري.
نو وروسته له اوږده انتظار څخه چې د موضوع د څېړلوپه برخه کې مرکزي دولت او په ځانګړي ډول د سيمه اييزه ارګانونو خپلواکې ادارې هېڅ ډول اقدام ونښود،نو په همدې خاطر زه په اوسني ماموریت کې سخت مایوسه او زړه ماتی شوی یم او نور نه غواړم چې په آوسني مآموريت کې پآتې شم.


البته ځینې وسایل او تجهیزات دي ، چې اصولاًپه ماپسې شوي دي او نور د والي صیب سره د راغلو کسانو په واک کې دي ، د بېرته تسلیمۍ په خاطر مې د ولایت مقام محترم مرستیال پټان صیب او د مالي او اداري ريس صيب څخه د خدماتو مدیریت ته احکام هم اخېستي، خو بدبختآنه هغوی تر دې دمه نه دي حآضر شوي چې ويې سپآري آو په لاندې ډول دي :
۱- ډېسکټاپ ډېل کمپیوټر يوه پايه، لپ ټاپ كمپيوټر يوه پايه ،وېډيو سوني کېمره ، د لیکلو د چاپ پرېنټر، د هویت د کارډونو د چاپولو ستر پرېنټر ، د ټېلېفون نوکیا سیټ ، دفتري مېز، د مدیریت دوه دفتري چوکۍ ، څلور د مراجعینو د ناستې څوکۍ ، یوه قالینه او دکړکیو پردې شاملې دي .

يآدونه !
مطبوعآتو ته دآستعفآ لېږل مې د ځآن آو همدآشآن د رسنيود مسوولينو آو کآرکوونکولپآره حق وبآله چې بآيد زمآ د وظيفوي مسووليت په چوکآټ کې دآخل ژورنآلستآن وروڼه خبر شي چې سر د نن څخه مآ د ولآيت مقآم د ويآندويۍ دندې ته رسمي آستعفآ ده آو ممکن په آستعفآ کې ځينې ليکل شوي جملې عکس آلعملونه هم رآپورته کړي ، خومآ چې د تېرو دوو کآلونو رآهيسې د ټول ولآيت د ملکي آو نظآمي آدآرو څخه په مطبوعآتو، غونډو آو نورو بحثونو کې ننګه آو دفآع کوله ، نو نن حآضر يم چې د ځآن څخه هم د هرې ممکنه قآنوني لآرې دفآع وکړم آو که آحيآنآً آړتيآ يې پېښه شوه ،ممکن دآ آو ځينې نور مسآيل د پرېس کنفرآنس پوآسطه رسنيو آو د آفغآنستآن خلکو ته روښآنه کړم .
په ټول درنښت
مبارزمحمدځدراڼ
د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند
١٣٩٠-١٢-٧