دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګې اعلاميه




دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګه چې داسلامي مقدساتو اودافغانانو دملي ارزښتونو پالنه اوساتنه خپله دنده بولي ، دروان کال دکب دمياشتې په دويمه نېټه د بگرام په پوځي اډه کې دامريکې دمتحده ايالتونو دپوځيانو له خوا دنړۍ دمسلمانانو مومن به کتاب قران عظيم الشان ته دسپکاوي او سوزولو غندنه کوي. او غوښتنه کوي، چې ژرترژره دې ددې نه هېرېدونکي او ناوړه عمل عاملين محاکمه شي .
داڅويم ځل دى چې په افغانستان کې مېشت بهرني سرتيري په عمدي ډول دافغانستان دخلکو فرهنګي او ديني ارزښتونو ته سپکاوى کوي اوعاملين يې بې له دې چې په سزا ورسول شي ، یوازې د بښنې په غوښتلوسره موضوع له پامه غورځول کيږي . موږ په دې باور يو، چې ددې ډول پېښو تکرار به نه يوازې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې دماموريت په وړاندې دافغانستان او نړۍ دمسلمانانواحساسات را وپاروي بلکې ددوى هغه ادعا به هم له پوښتنې سره مخ کړي، چې ګنې دوى دافغانستان له خلکو سره دمرستې لپاره راغلي .
دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګه يو ځل بيا دا عمل محکوموي او دافغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوي ،چې له ديپلوماتيکو لارو چارو دې د امريکې دمتحدو ايالتونو له حکومت څخه د دې ډول ناوړو کړنو د پاى ته رسيدوغوښتنه وکړي . همدا راز موږ ددې پېښې له امله، له خپلو ټولو ځورېدلو اودردیدلومومنو خلکو څخه په درناوي غوښتنه کوو ، چې دخپلو اعتراضونو په ترڅ کې خپلو هېوادوالو ، ملي شتمنیو او ټولیز نظم ته له زیان اړولو څخه په کلکه ځان وساتي ، ځکه هرډول ګډوډي ددې ولس دآرامۍ دوښمنانو ته د نورو ستونځو درامنځته کولو لاره هوارولای شي .

دافغانستان دمدني ټولنې د همغږۍ جرګه