د جهاد او مقاومت اتلان به کله خپله چوپتيا ماتوي؟

که څه هم چې  يوازې طالبانو امريکا پر افغانستان يرغل ته را وپاروله، خو تر ټولو لمړی بيا د شمالي ټلوالې د جهاد او مقاومت اتلانو امريکا او همجرمو ته يې لبيک او ښه راغلاست ووايه،  د امريکا په غېږ کې يې د نهيلي ابليس په څېر ځانونه ور واچول، له کفر سره ملګري او د مسلمان مظلوم ملت پر ضد يې جګړه پيل کړه .  اوسمهال  هم دغه اتلان په زغرده او پوره سپين سترګۍ نارې وهي چې دوی د ملت، اسلام او د افغانستان د  خلاصون لپاره له امريکا سره همغاړي شول . خو نن چې امريکا هره ورځ  ماشومان، ښځې، سپين ږيري او بې ګناه ولسي وګړي، نه يوزې پښتانه، بلکې تاجکان هم وژني، نو ولې دغه جهاديان او اتلان په خپلو ماڼيو کې په کرار ناست دي او وطن، ناموس او اسلام نه ژغوري؟
 اوس خو د امريکا ځناوره څېره هم مالومه شوه:
 د بشري حقوقو د ساتنې، د قانون او د دېموکراسۍ، د مشروع او منلي سياسي نظام د رامنځته کولو او د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه يې کلي وسوځول، ماشومان يې په سپيو وداړل، په ګوليو يې وويشتل، د وطن په هره ځنډه کې يې بنديخاني جوړې کړي او ولس پکې کړوي، د ټول ولس په پت او عزت يې تېری وکړ، ان د همدې اتلانو په کورونو يې يرغل وکړ، نو دغه جهادي شخصيتونه به تر کله پټه خوله ناست وي؟
 آيا جهادي شخصيتونه او د مقاومت اتلان د امريکايانو د ځناورۍ پر ضد د غږ پورته کولو لپاره نور دليلونه هم غواړيِ؟
آيا دغه اتلان او اميران نه دي خبر چې  امريکايانو څو ځلې په افغانستان کې قرانکريم سوی دی او لا يې سېځيِ؟
آيا قرانکريم هغه کتاب نه دی چې دغه جهادي او مقاومتي شخصيتونه يې هره وينا پې پيل او خپله هره خبره د همدې کتاب په آيت سره تکيه کوي؟
آيا د جهاد او مقاومت اتلان غواړي چې دوی ته شخصي له اسمان څخه الهي فرمان راشي تر څو د امريکايانو پر ضد د دوی چوپتيا ور ماته کړي؟