بی خونده خبری(۴۹): د دوزخ ژبه، پښتون اقلیت!!!

وسیم سجاد،کابل
فروری۲۰۱۲،۲۱
په فروری کی  یوه ورځ آنلی د ژبو لپاره فارغه شویده. پښتنو هم په فیسبوک کی کمپاین پیل کړی. سټټیسونه لیکي؛ تصویرون شییر کوي. وعدی کوي؛ کمِنټونه لیکي او څه او څه!!!
د پښتو نړیوال کنفرانس هم کلونه پخوا سلیم راز پیل کړ، کله دلته او کله لاندی غونډی منډی کوي. اوس هم کیدای شي پلان وي چی بیا څو قلموال خوله کوم سیاستوال او یا هم سوداګر ته جینګه کړي چی الله که نام پر یو څو روپی مونږ ته راکړی ترڅو پری غونډه جوړه کړو. اجرونه یی له الله سره دي!!!
اسفندیار هم هغه بله ورځ په دوبی کی تیږه په سینی وهله چی پښتنو له یی شَنَاخت ورکړی.د لته هم یو مهال د حق و عدالت ګوند مشر ګوډ اتمر دا توره کړی وه چی په ډیر تکلیف یی ویلي وو\" پښتو زده کړه د پښتنو حق دی.\"
کړوخیلی ترور هم هغه بله ورځ په تلویزون کی ورته عالمانه خبری کولی!!!
څو ورځی وړاندی چا په فیسبوک کی لیکلي وو چی:
·         پښتو به لیکم!
·         پښتو به لولم!
·         پښتو به وایم!
·         پښتو به کوم!
·         پښتون به یم!
ما هم ورته په نره ولیکل چی دروغ وایی. دوی د فسبوک نران دي او بس!!!
 تاسو به افغان کلیوال لیدلی وي چی کله هم کابل ته راشي نو په فاړسی غږیږي. ځان به هسی په تکلیفوي. چی قسم هم ورکړی والله (ج) که یی درسره ومني.
مولا ورته د دوزخ ژبه وایي. نیکتایی والا یی د صحرایی ژبه بولي!!!
په وطن تلویزیون کی میاشتی وړاندی یو وردګ د ترافیکو مشر ناست وو خبری یی کولی. په پښتو کی به بندیده خو فاړسي یی سمه د مور ژبه وه!!! زمونږ پلار هم پری کمِنټ پاس کړ. خو زمونږ پلار چی کله هم له مونږ سره بازار کی وي، په فاړسي غږيږي په داسی حال کی چی په یوی جملی کی ۱۰\"چه\" وایي.
پښتانه له پښتو سره لیونی مینه لري. په ځانونو یی هم پښتون جار، پښتون ګل،خالد پښتون،یوسف پښتون، پښتنی بانک، پشتون مارکیټ نومونه یی ایښي دي خو چی ګوری به یی بیا به د پښتو څرک هم په کی نه وي.
محبوب قاری صاب خپه نشي. ګُستاخي دی معاف وي. د بالیووډ په اړه خو یی معلومات د کتاب په حد کی دي خو د لالی ووډ په اړه نه پوهیږم چی څومره به ورسره اشنا وي. هوری یو فلم جوړ شوی وو چی نوم یی وو پښتون یار!!!
پښتو کی کنځل وایی له نورو هغو سخت خوند کوي!!! کوم یو خو له جنته هم ستنیږي چی په کی وایی نه وري. ځکه د پښتون په زیږیدو ډزی کیږي، په واده یی ډزی کیږي، او په ډزو کی مړ شي.
د پښتون ماشوم حافظه هم کنځا زر اډاپټولی(منلی)  شي!!! تاسو ته دی پرده وي!!!
وایی چی پاړسک سندرغاړی هغه وخت مشهوریږي چی په پښتو کی سندره ووایی. نو د خبرو خلاصه دا چی:
·         کنځل په پښتو
·         میوزیک په پښتو
نوره لکه نه د دین ده او نه هم د دنیا!!! پښتو کی چی تاو را تاو شی نو یا به پکی لنډي ګوری یا به پکی شعر و شاعري. پښتانه لیکوال او... چی غونډه کوي نو مشاعره یی د اجنډا اهمه برخه وي.
پښتو کی نه په طب طبابت کی کتاب شته او نه هم په انجینری کی څه موندلی شی. د بابا ګانو کُلیات دي او بس!!!
زمونږ د پښتو استاد ابراهیم همکار یوځلی فرمایلی ول چی که پښتو بده ژبه وای نو بیا ولی خدای(ج) پیدا کوله. ده به ویل چی خدای(ج) به مونږ د قیامت په ورځ په دی ملامتوي چی ته می پښتون پیدا کړی وی او تا نه ویله، تا نه لیکله، تا نه لوستله او...
له طالب نه چی څومره هزاره کړیدلی دی دوه چنده ورڅخه د پښتون کونه سویده. د پښتنو له دونیم سوه کاله حکومت څخه چی څومره پښتو/ن ضربه لیدلی بل چا به نه وي لیدلي. پښتو چی څومره مونږ خواره کړی هیچا به نه وي کړي!!!
پښتو چی څومره د وردګ ګروپ(ګل اغا،فاروق،سترجنرال) تر چتر لاندی سر خوړلی دومره به یی احمد شاه مسعود وخت کی هم سر نه وي خوړلی.
اصف ننګ به په دی ورځ له بلا رادیوګانو سره مرکی او میلی هم لري. هوری به دی له پښتو دفاع هم کوي خو بیا هم دغه حزبی+دیموکراټ په دی ډاریږي که پښتو وغږیږي یا یی ولیکي نو کیدای شي چی د ملی خیانت تور پری ولګیږي. او باید هم همداسی وي ځکه چی د ننګرهار،پکتیا،خوست ځینی اوسیدونکی په دی خاطر هم ځورول شوي چی پاړسي یی زده نه وه. خو هیڅکله د تخار او بدخشان او هزاره جاتو څوک په دی جیل ته نه دي ټیله شوي چی د ایران جاسوس دی!!!
پښتو ژوندی-مړه ژبه ده. خبری پری کیږي خو نور پکی څه نشته!!! امیر شیرعلی خان هم ددی لپاره چی پښتانه جنګ،جګړو ته تشویق کړي، فوځي لقبونه یی په پښتو کړل. خو لکه د اردو ژبه هم ډیر زر ملی شي. جنرال به نور سرهنګ وي او څه او څه!!!
خو هیڅکله پښتو اکاډمی ته مخه پیدا نه کړه. د علم او دربار ژبه نشوه ځکه چی  ځږه ده!!!  دغه د مقام ته درسولو لپاره ښه زینه ده کنه نوره خو یی خوند نشته!!!
د پښتنو ټولنو والا، پښتو ته د خدمت پرځای حتی په خپله پښتون له ځانه خپه کړ. دوی بس پښتو ترهغی وایی چی په کوم مقام نه وي فایز شوي. کله چی فایز شول نو بیا نه پښتو شته او نه هم پښتون پيژنی!!! حزبیان ورته کار جاهلی تعصب بولي او دغه دیموکراتان ځانونه ملی بولي چی په دواړو صورتونو کی پښتو سرخوري.
اوس مهال که کوم پښتون په پښتو بولل کا نو دوه احساسه لري:
·         ځان ورته قهرمان معلومیږي.
·         ځان ورته حقیر مالومیږي.
دلته بیا ځینی ځانونه د پښتو مدافعین بولي او لیکي چی په پښتو لیکل زمونږ حق دی. خو سخت زړه می کیږي چی سم یی ولمبوم ځکه چی او شینه!!! ته هزاره یی چی حق دی دی، ته تاجک یی او که کوم ترکمن!!!
ته ولی ځان نه پیژنی! ته اکثریت یی! دغه ملک ستا په نوم دی! ته حاکم وی او یی. ته له ۳۸ دي که ۴۸ ملکونو سره جنګیږی!!! خو دا چی تا ونشو کولای ځان ثبوت کړی هغه دی نو بدبختی ده!!! دا چی نن ورځ ته له نورو ټولو ډیر ګرم یی نو دا ښیی چی د شپی په خاموشی کی کویی بات هی!!! تا ځان وځلاوه چی ته اقلیت یی او خپل اکثریت ښکاره کولی هم نشی!!! هسی ځان ته ډاډ ورکوی؛ هسی لوی افغانستان غواړی.
په دی افغانستان به ته څه کوی چی ته پکی له نورو ډیر وژل کیږی؛ ژبه دی دویم مقام لري او ته خو بیخی په ترډ کلاس کی راځی!!!
leekwal@yahoo.com