تور د ستاد مېنې

 تور دستاد مېنې پـــــــــه ما ولې لږيدلي دي
نه مې څوک وژلي نه  ګواښونه مې ورکړيدي

ماته د دې چم وګړي ټول په بدنظر ګــــــــوري
نه خوزه لوټماريم نه مې مال چانه لوټ کړيدي

مېنه مې ديارما په هرڅه باندې منلې ده
خيرده که دارکه غرغره ماقبول کړيدي

روغ يم ليوني نه يم په هرڅه باندي پوه يمه
ډير داليوني ما په خبرو هوښيار کړيدي

ټوله مېنه مېنه يې خلوص وفا وفا يې ته
 مادې هم له مېنې اميلونه څو جوړکړيدي

خوښ يو په همدې چې شپه سبا او ورځ بيګاه شوله
نه مو زړه خپل کرى نه موتش خنداوې کړيدي

روغ به ليونى شم که دستا ظلم او ستم وي نور
نه مو ژوندون کړى نه په ژوند کې مو څه کړيدي

تش پدې خوشحال يو چې ژوندي ګرځو
نه مو مېنه وکړه نه مو مېنې ته څه کړيدي

پريږده ليونى ناياب چې څه وايي نوښه وايي
دالا مين نه دي که نه هسې به نور څه وايي

٢٠٠٤کال  مني \ لوګر