بی خونده خبری(۴۸): جهادي او که رهزنی نمایش

وسیم سجاد، کابل
فبروری۲۰۱۲،۱۷
جهاد له پنجشیره پیل او په پنجشیر ختم
د جهاد پرمهال،پښتنو په پاکستان کی چولی خرڅولی
که آمر مسعود نه وای، نو ننی افغانستان به نه وای
حکمتیار، خالص او نبی په امریکی کی سیاسی پناه اخیستی وه
 
باب دی په بیان د خرافاتو د مُلی تلویزون.مولا،ملا،مَلا، او ملی،مولی،مُلی په هیجی کی په ما انتقاد کیږي. د دلوی په ۲۶ ملی تلویزون د سردار پُر افتخار اسلام، ملی قهرمان اتلولی ښودلی.
مارشال فهیم یی ښوده؛ تورن اسماعیل خان به یی کوم ځای کی فوکس کړ. خو دوی ډلی ډیری واضح او ښکاره وی: د پنجشیر مجاهدین چی پکی آمر مسعود او فهیم او وغیره. په دویمه ډله کی هزاره برادری وه چی پکی خلیلی استاد، محقق قوماندان او څو نور.
له ملی تلویزون څخه مننه چی د دوو مرستیالانو او یو آمر صاب ترمنځ یی ذَکر ته ورته تعادل نه و هیر کړی.
یو بل ابتکار یی دا کړی وو چی د پښتنو په نماینده ګی یی خپل ځان ته ورته کسان لکه حاجی عبدالقدیر،حضرت علی او وغیره وښودل. په دی کار سره تلویزون وښودله چی ملی دی او انډول یی ساتلی دی.
د پښتنو لیکوالو انتقاد تر هغه وخته وي چی د اداری په راس کی پښتون نه وي. کله چی مشر پښتون شي نو بیا انتقادات ختم،ابی مړه او شلوار یی پری.
میړه مړ کړه خو میړانه یی یاد ساته! خو د شمال ټلواله د هغو بی غیرتو ترکیب دی چی له شا ډز کوي او دلیل یی دادی چی د سپیو د بی غیرتی له وجی ګیدړان په بامونو ګرځي.
نن سبا چی د سولی خبری ګرمی او تودی دي، باید ملی تلویزون داسی یو رول ادا کړی وای چی مخالفینو ته د سولی د الهام سبب شوی وای. خو په غالب ګومان سره د سولی خبری به د اوباما تر ټاکنو پوری وي. یو ځل یی چی وګټلی بیا به هماغه خرک وي او هماغه درک!!!
هغه نسل چی د طالب جګړی او وژنی یی لیدلی وي؛ دغه لس کلنه دوره یی پاس کړی وي نو بیا به ورته د مسعود کبیر خلاف خبره د منلو نه وي.
دده کرامات به ورته په ټولی مانا سره لاریب فیه شي او دي!!! ځکه چی هیڅکله د دوی د واک او ځواک خلاف هیڅ کوم پښتون د سکوت روژه ماته نه کړه.
حتی فهیم تعویذو والا خو له شمشاد سره په یوه بحث کی دا هم وویل چی دا مونږ وو کرزی مو په یو څادر او یو جوړ کالیو کی دی ځای ته ورساوه. له احمد شاه بابا وروسته چی افغانستان نخچه چا ساتلی هغه آمر مسعود دی نه بل څوک!!!که نه یی منی نو ثبوت یی کړی!
حیران خو په دی یم چی په دی ملک کی کوم وکیل شتون لري؟ کوم بل څوک شته چی په دی اړه قانونی دعوه درج کړي؟
په دی جګړی باندی او دملی تلویزون په دی چټیاټو باندی ما تر اوسه کومه لیکنه ونه لیدله او نه می کوم بحث تر غوږ شو.
حزبیان او خلقیان په یوه رده کی راځي. ځکه چی دواړه ډاریږي او په دی فکر دي که له ځانه مو دفاع وکړه یا به په ملی امنیت کی له مشعل سره مشاعره کوو او یا به په ګوانتنامو کی د سیاست او تفسیر شریف دوری کوو!!!
 
په دی هیواد کی بلا داسی کسان تیر شوي چی د خپل ځان په نذرانه کولو سره یی سره امپراتوري دړی وړی کړه چی مُشت نمونه یی خروار یی په لاندی ډول درته وړاندی کوم:
پکتیا: فیض محمد(د مجاهدینو د فواید عامی وزیر)،مولوی منصور، حضرت محمد،تورن غني، صوفی کریم، سخی، رحیم شاه، نړیوال شهرت لرونکی مولوی حقانی برادرز اینډ سنز!!!
کونړ: انجینر سباوون(د کرزی مشاور وزیر)، کشمیر خان (اوس د امپریالیزم خلاف جنګیږي)
ننګرهار: ادم خان، زاهد ابراهیمی( شهدا)
لغمان: استاد عبدالله واحدی(شهید)
پکتیکا: خالد فاروقی(د کرزی د پارلمان پخوانی غړی)
لوګر: ډاکټر ولی شهید او معلم تور
کندهار: عطا محمد سرکاتب او د جمعیت مولوی نقیب
هرات: صفی الله افضلی شهید، او تورن اسماعیل خان(د اوبو او انرژی اوسنی سرپرست وزیر)
بدخشان: مولوی خردمند شهید، بهادر مدافع شهید، استاد عبدالودود شهید او د جمعیت نجم الدین واثق
کندوز: قومندان امیر د سیاف
بغلان: بشیر خان، مامور غیور، نهضت یار، سید منصور حسین یار شهید
پروان+کاپیسا: استاد فرید(د مجاهدینو د کابینی لومړی وزیر چی د کرزی په وخت کی د کومی توطیی ښکار شو)، څارنوال عبدالروف، استاد فتح محمد، شفق یار، انجینر طارق
میدان+وردګ: تورن امان الله خوږمن(امریکا ګوانتنامو هم پری ولیدله)، چهار ګل نثار، جنرال مظفرالدین(د میدان وردګو امنیه قومندان هم پاتی شوی)
غزنی: قاری بابا
مزار: جمعه خان همدرد(د پکتیا اوسنی والی او مشاور وزیر)، ذبیح الله شهید چی نه هیریږي.
او په کابل کی: تورن رووفی، بلال نیرنګ، او د سیاف عبدالواحد، د شکردری شهید ناصر
په دوی کی خو بیخی ستره سټه اوسنۍ او پخوانۍ حکمتیار دی چی هم کمیونیزم او هم د امپریالیزم په وړاندی ودرید. سیی ده چی خطاوی به یی درلودلی خو له مسعود سره یی مقایسه کول کفر دی.
د افغان جهاد ۶۰ ٪ مرستی ځکه له ده سره وی چی په جهاد کی یی سهم هم همدومره وو.که جهاد یوازی او یوازی شهید مسعود کړی وي او لکه چی کریډیټ یی هم اخلی نو دغه بره کسان د چا له لور سره تور شوي وو چی له منځه لاړل؟
هغه کس چی له ریګن سره یی لیدل رد کړل، یو بل مولا بیا و ده ته د اسلام د منلو دعوت ورکړ خو اوس مو ځوان نسل په دی نه پوهیږي چی څوک،څوک وو؟
د حزب انظباط له شمشتو(نصرت مینی) نیولی تر چمکنی موړ(څمکنیو) پوری واک او کنټرول درلود خو اوس هسی کیسی ګرځیدلی او بس!!!
یوه د حیرانتیا خبره خو داده چی په ملی تلویزون یو بل کس هم وښودل شو چی کیدای شي هغه هم د آمر مسعود پیرو وي هغه د مجددی سترجنرال روستم(دوستم) وو.
د مسعود،خلیلی،روستم، محقق ښودنه که له جهادي هغه یی ورتیر شو نو بیا به د غلو مانور وي. ای کاش چی ملی تلویزون یو بل کمال هم کړی وای او دافغان انګریز په جګړی په نماینده ګی یی بچه سقاو ښودلی وای.
که په شمالي ټلواله په دی ډیموکراسی کی چا مطبوعاتي پښه وا نه ړوله نو فکر نه کوم چی پس له امریکی به یی څوک ورسره شل کړي.
په یو بل تلویزون چی یوازی او یوازی فلمونه خپره وي، یو داسی فلم په نمایش ایښی وو چی په طالب جان د چهار عیب شرعی د پلویانو فتحه ښیی.
که مونږ دا کار وکړو نو کیدای شي چی څوک مونږ ته د ملی خیانت ګوته لکه کړي خو چی دوی یی کوي مونږ ورته لبیک وایو!!!
د افغانستان هزاره مسلمانانو خو په دی اړه ځانګړی مراسم درلودل. خو پښتون ویده وو. دغه ویښ ځوانان، پښتون یون، افغان ملت، پښتانه فرهنګ پال او ... درک نه درلود!!!
ژمی دی، افریقایی خوب حتمی دی!!!
نن ایله بیله یو خبر له ملی تلویزون واورید چی په کندهار کی ولایتی شورا د روسانو د وتلو د نجات ورځ تجلیل کړیدی او هغه هم ډیر وروسته!!!
مونږ نن په یو داسی عصر کی اوسیږو کی ځان ونه ښیو، نو درباري پښتانه به مو د درد دوا نشي!!! هغه څه چی اوس هم مونږ ته ویاړ دی او د سبا تمه ورته لرو طالب جان دی چی له نورو یی مونږ ډیر ځپلی یو!!!
خو بیا هم.مجبور یو میتیازی په میتیازو ومینځو!!! ځکه چی قلموال پوره ډارن را وختل!!!
leekwal@yahoo.com