
رفيع الله زيار
په خوست کې د شفاهي ادبياتو د پيدايښت او پايښت پوهنيز او څېړنيز سيمنار، چې د روان ١٣٩٠ کال د غبرګولي مياشتې په يوويشمته نېټه جوړ شوى وو، د مقالو ټولګه چاپ شوه. دغه ټولګه، چې د هېواد د غښتليو ليکوالو مقالې په کې راټولې دي، د ښکلي پښتۍ په درلودلو سر بېره يې د کاغذ کيفيت ښه او په يو سلو څوارلسو مخونو کې د خوست فرهنګپال والي عبدالجبار نعيمي په مالي لګښت او د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان په هلو ځلو تازه له چاپه راووت.
د يادې ټولګې په لومړۍ پښتۍ باندې د حصار تاريخي غونډۍ او پر څلورمه پښتۍ يې د کوکارک بابا زيارت انځور کښل شوى، چې نوموړي کتاب ته يې زياته ښکلا وربخښلي ده.د نوموړي کتاب په منځ کې د نورو ويناوالو د ويناوو پر متن سربېره د هېواد د جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزي او د اطلاعاتو کلتور وزير سيد مخدوم رهين هغه پيغامونه، چې ياد سيمنار ته يې راليږلي وو هم چاپ شوي دي او د ولسمشر کرزي د پيغام په يوه برخه کې راغلي، چې:(( د خوست د روان فرهنګي بهير په غوړېدا کې د خوست د خلکو او فرهنګيانو هڅه او زيار د ډېرې مننې وړى دى. زه د خوست ټولو فرهنګيانو، فرهنګ پالو او فرهنګ دوستانو ته کورودانۍ وايم او په دې لاره کې ټولې ورپه برخه شوې برياوې ستايم.))
په نوموړي کتاب کې خپرې شوي مقالې، د شفاهي ادبياتو شننه او معلومات ډېر په زړه پورې دي، چې د څو مقالو عنوانونه يې دلته د نومونې په ډول راوړو: (( پښتو متلونه د پښتو د شفاهي ادب د يوه غوره ژانر په توګه، د پښتني فولکور تاريخي ارزښت، د خوست په ولايت کې د دودونو رسم او رواج، د لويې پکتيا د قومونو نرخونه او ولسي پرېکړې او داسې نور...
دا لومړى ځل دى، چې په خوست ولايت کې دا ډول مقالې د چاپ غېږې ته سپارل کيږي.ياده ټولګه په څلورو برخو وېشل شوي ده، چې په لومړۍ برخه کې يې ويناوې، په دوهمه برخه کې يې پيغامونه، په دريمه برخه کې يې مقالې او په څلورمه برخه کې يې هغه انځورونه خپاره شوي، چې په خوست کې د شفاهي ادبياتو د څېړنيز او پوهنيز سيمنار په وخت کې اخيستل شوي دي او په دې انځورونو کې د هېواد د ولسمشر د فرهنګي چارو سلاکار وزير سر محقق زلمى هېواد مل، د افغانستا د ملي راډيو تلويزيون عمومي رئيس او غښتلى ليکوال زرين انځور او د سيمنار د ګډونوالو بېلابېل انځورونه راغلي دي.
د يادونې وړه ده، چې په خوست کې د شفاهي ادبياتو څړنيز او پوهنيز سيمنار د خوست والي عبدالجبار نعيمي په هلو ځلو جوړ او دادى مقالې يې د کتاب په بڼه چاپ او د مينه والو تر لاسونو يې ورساوه.