بی خونده خبری(۴۷): سپنتا ... خوري!!!

وسیم سجاد،کابل
فروری۲۰۱۲،۱۷
څو وم وار دی چی سپنتا له طلوع نیوز سره په مرکی را ښکاره کیږي او خپلی تکراري خبری کوي. او زه هم دده په خبرو برګ لیکل کوم.
دده خبری بس همدا دي:
·         طالبان منفور دي.
·         طالبان ددی لسو کلونو د شخړو او ستونزو اصلی عاملین دي
·         در هیت و هویت طالبان خارجی ها بودن: از صبح تا شامګاه خارجیها دیده می شد
·         طالبان قاتلین اطفال و زنان کشور اند
·         در خلاف طالب دید ګاه منفور مردمی وجود دارد
·         ما نمی خواهیم دست اورد ها ۱۰ ساله خود را تعویض کنیم
افغان چارواکو څو تکراري خبری زده دي که له دی خبرو یی دی خوا، هغه خوا کړی بیا هیڅ شتون نه لري. خو حیران دی تش پاڼو ژورنالیستانو ته یم چی ولی نشي کولای د خلکو اواز د چارواکو غوږونو ته ورسوي؟
سپنتا صاب:
·         ته پرون هم د ملت خلاف وی او نن هم
·         نه ملت رایه در کړی او نه یی لا تراوسه منلی یی
·         که طالب نه وای نو ته به هیڅکله په دی مهم پوست نه وای پاتی شوی
·         که طالب راشي او لوبه پای ومومي، نو ستا پوست به هم نور نه وي
په افغانستان کی پوهنتونی استادانو او محصلانو سر خوړلی. له غني تر احدی او تر دادفره او .... ټول په \"لغوي\" بڼه برخورد کوي په داسی حال کی چی مونږ و \"اصطلاحي\" برخورد ته اړتیا لرو. کتابوال او قلموال په دی وطن کی هیڅکله د چا د درد دوا شوی نه دي. دغو قلموالو لا تراوسه ونشو کولای چی د رهبر او لیډر شکل خپل کړي.
رنګین دادفر امریکی ته د ستری دیموکراسی په سترګه ګوري او دوی یی ځانونه پیروان بولي. خو همدغه دیموکرات چی کله د باندنیو چارو وزارت پرمهال د ولسی جرګی لخوا صلب صلاحیت شو نو هغه کوم وجدان وو چی ده ته یی جرات ورکړ ترڅو په خپل پوست کی کلونه پاتی شي؟
هغه کومه دیموکراسي وه چی ده ته یی د پوست د تداوم اجازه ورکوله؟
هغه کومه وطندوستي وه چی د ښځي په ټکري کی دی د تاو شوو ډالرو راز تر مودو پټ وساته؟
هغه کومه وطندوستي ده چی ته تراوسه له خپل جرمن تابعیت څخه ورته نه تیریږی؟
که د طالب پرمهال خارجی صبح او شام لیدل کیده نو ستا د مشاوریت پرمهال څه حال دی بچو؟
همدا ابله ورځ یی په کونړ او کاپیسا کی ماشومان شهیدان نه کړل؟ ستا په ملت یی ملنډی ونه وهلی؟ ته هغه مهال چیرته وی؟
ته له خپل ټولو ډیموکرات خیلو او بادارانو سره کولای شی چی د طالب او پاکستان مخه ونیسی؟
ته که ځان ته دومره نر وایی نو جګړه وکړه؟ ایا وس یی لری؟
ته لا تراوسه نه پوهیږی چی د ملی امنیت د سر مشاور په نامه پوست هسی تشریفاتی بڼه لري او بس!
که د ښځو سره د برخورد معامله وي نو ستا تر مدیریت لاندی په څلور کلنی،شپږ کلنی او سحر ګل څه کانی وشولی!
د طالب ستونزه دا وه چی زمونږ ناموس ته یی درنښت ور کړی وو. پرون د والانټین ورځ وه لور ته به دی څومره ګلان ډالی شوی وي!
طالب په دی نه پوهیده چی ښځه په چسپ پتلون کی څومره زبردست ښکاري او په دغه راز ونیاز له تاسو ښه څوک نه پوهیږي!!!
او څومره چی له طالب سره د سولی خبری دي نو تاسو هومره وړتیا ونشوای ښودلی چی بادار مو درباندی باور وکړي!!!
له پښتنو او یا هم ټولو ملی رسنیو څخه هیله کوم چی له دی سپي سره دده شان او وړتیا مطابق پوښتنی وکړي! خو نه پوهیږم چی زما په اذان سره به څوک روزه ماته کړي او کنه؟
leekwal@yahoo.com