د شمال ټلوالې مشرانو د جايدادونو په خرڅولو پيل کړی

په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل کيدل او د امريکايانو سره مذاکرات، پر شمال ټلوالې او د دوی پر جنګساﻻرانو تبه لګولې. دوی ويره لري، چې که طالبان بيا واکمنۍ ته ورسيږي، نو دوی نه به جايدادونه پاتې شي.
د رېپوټونو له مخې، د همدغې ويرې له امله زياترو اوس د خپلو جايدادونو او کورنو پر خرڅولو پيل کړی؛ ځکه يو زيات شمير  ځمکې او کورونه يا له خلکو په زور رانيول شوي او يا حکومتي دي.
د مالوماتو له مخې اوس په کابل او نورو وﻻياتو کې د کورنو او  ځمکې بيې راټيټې شوي او دغه ستونزې عامه خلک هم زيانمن کړي دي.