نمرودي رهبران او يخ وهلي ماشومان

 کله چې برهان الدين رباني ومړ، 860 ميليونه ډالره ترې پاتې شول، حال دا چې د بدخشان په ولسوالۍ کې له کلونو کلونو راهيسې خلک نه يوازې له لوږې مړه کېدل، بلکې همداسې له يخنۍ او ناروغۍ څخه .  که چېرې خدای بښلي رباني له خپلو 860 ميليونو ډالرو څخه يوازې 60 ميليونه د خدای ج د رضا او د خلکو د ښېرازۍ لپاره لګولي وای، څومره خلک، په تېره ماشومان به له ېخنۍ او لوږې څخه ژغورل شوي وای ؟؟؟
 
ښاغلی رباني ومړ، 860 ميليونه ډالر ترې پاتې شول، قبر ته يې يوازې يو کفن يووړ. دا چې د افغانستان او پښتنوخوا په نامه اسلامي رهبرانو څومره عبرت ترې واخيست، هېڅ نښې نښانې يې نه ليدل کېږي .
 
په پورتنۍ انځور کې دوې تور سرې مېرمنې د قمبر څلور لارې په پنډغالي (کمپ) کې اوسېږي چې له واورې څخه يو يو غنم راټولوي، بيا به يې د لوږو ماشومانو لپاره اوړه کوي، او بيا به ترې ډوډۍ پخوي . دا چې د دغه غنمو به څومره ډوډۍ شي او د څو ماشومانو په ګېډه که به ولوېږي، الله ج ترې خبر دی. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي اتحاد امير، د اسلام ستر سپه سالار، شيخ الاسلام فروفيسور عبدالرب رسول سياف همدې وږو او يخنۍ وهلو ماشومانو ته نيږدې په پغمان کې په خپله ښکلې ماڼۍ کې، په طلايي قفس، رنګينو بړستنو او تودو ښوروا او غوښو کې مستۍ کوي، د چمتلې دښته يې په خپله قواله کړې او د جهاد د وخت ميلياردونه ډالر يې په خونو کې پراته دي .
 
همداسې د پښتونخوا په نامه اسلامي علما او رهبران در واخلئ چې نه انساني احساس لري، نه اسلام پېژني، نه انساني کرامت او نه هم رحم لري . د دوی او طالبانو پر پرتله يهود ډير رحم لري . که څوک په دې تمه وي چې د پښتنوخوا اسلامي انګريزي رهبران او د دوی ټوک خواره طالبان او پنجابي نهيلي ابليسان به له دغه ماشومانو سره مرسته وکړي، هغوی به په همدې تمه پښېمانه شي. شمالي ټلواله که هر څومره د جهاد، مقاومت او انساني حقوقو نارې ووهي، بيا هم د نمروديانو همغاړي او ملګري دي  او د پښتنو د وژن لپاره تيار دي . ټول دولت يې په واک کې دی، خو د ځان لپاره، نه د مظلوم ملت لپاره !!!
 
د قمبر څلور لارې د پنډغاړي اوسېدونکي هغه اتلان او يا د هغو اتلانو بچيان دي چې د کورنۍ ډېر غړي يې د روسي او يا اوسني امريکايي تاړاک پر ضد مبارزه کوله او لا يې کوي .  هغه رهبران چې دوی ته به يې د خلاصون او ژغور ژمنې ورکولې، نن يې دوی يوازې پرېښي دي، نه يې د پت او عزت پروا لري، نه يې د بچيانو د لوڅ تن او تشې ګېډې .
 
د خبرې رسنيو د رپوټونو له مخې يوازې تېره اونۍ له 16 ډېر ماشومان له ېخنۍ مړه شول، خو يوه نمرود رهبر يې نه د ماشوم په سلګيو خبر شو او نه يې د مور په سويو نارو. 

 
محمدکريم نور