د افغانستان د تجزيې پلان (ديارلسمه برخه):

  په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام


احمدشاه ابدالي جرګه
 
د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!
 
 
د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ
 
له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت له خاورې، پښتونخوا، څخه تجاوز ګر پنجابي پوځ وشړئ- تر پښو لاندې يې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
   
 
ليک: غلام محمد زرملوال
 
 
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
                                                  
 
د افغانستان د تجزيې پلان:
 
 
ديارلسمه برخه
 
د پاکستان ولس مشر، غلام اسحق خان،  پدې هيواد کې د بينظير بوټهو په مشرۍ د پاکستان پيپلز پارټي ګوند حکومت ړنګ کړ او پدې توګه په هغه هيواد کې "دوه کلنه ديموکراسي" يو ځل بيا زيندۍ کړ شوه.  داسې افواهات موجود وو چې له قدرت څخه "تر قانوني کودتا" لاندې د بوټهو ګوښه کول د عراق - کويټ او د افغانستان په هکله د کړنلارې له پيښو سره اړيکي لرل.  د نوموړې پرځاى غلام مصطفى جتويي، چې د پاکستان له پيپلز پارټي څخه بيل او د ځان لپاره يې بل پيپلز ګوند جوړ کړى و، د يوه درې مياشتني منځ مهال حکومت  پر جوړولو مامور شو.  په ٩٠ ورځو کې په پاکستان کې د بيا ټول ټاکنو لپاره د اکتوبر ٢٤ وټاکل شوه.  نوموړي د بينظير بوټهو د  حکومت "پر ټولو غلطو کړنلارو" نيوکه وکړه او ويې ويل چې دده حکومت به په بهرنۍ کړنلاره کې".. د افغانستان د ولس له هيلو سره سم د سياسي حل پلوي وکړي.
د پاکستان د ټولټاکنو په اړه د اکتوبر پر ٣١ نيټه په يوه راپور کې  ويل کيږي چې د صدارت پر څوکۍ د کيناستلو لپاره دواړو کانديدانو-  غلام مصطفى جتويي او ميان محمد نواز شريف-، ".. په پاکستان کې د دريو خورا غوره ځواکونو- غلام اسحق خان، پوځ او د امريکا سفارت- د ملاتړ لپاره هڅې روانې کړې دي.  دا هڅې د ميان نواز شريف پر ګټه تمامې شوې او په ټول ټاکنو کې چې د اکتوبر پر ٢٤ سرته ورسول شوې، د نواز شريف په  مشرۍ اسلامي ديموکراتيک اتحاد په پارلمان کې لوى اکثريت وګاټه چې په نتيجه کې يې نواز شريف لومړى وزير وټاکل شو.
د ١٩٩١ کال پسرلى هم له يوه لړ غولوونکو اوازو او ګونګوسيو سره پيل شو.  د کال له پيل سره افغان تنظيمي مشرانو شکايتونه او ګيلې پيل کړې  وې چې پر هغوى د امريکا او سعودي عربستان له خوا "مهاجرينو ته" مرستې درول شوې وې او دوى دومره  پيسې نه لرلې "چې خپلو مامورينو ته معاش ورکړي".   په پيښور کې د افغانستان "منځ مهال حکومت" د خپلو دفترونو او هڅو په کمولو پيل کړى و.  په واقعيت کې د نوموړي حکومت "نږدې ټول وزارتونه" تړل شوي وو او د حکومتي مامورينو څه ناڅه په سلو کې نوي يې (٩٠) له دندو ګوښه کړل شوي وو. ".. يواځنى دفترونه  چې لا اوس هم پرانستى و، هغه د ځان ټاکلي جمهور رئيس، صبغت الله مجددى او د لومړي وزير، عبدالرب رسول سياف،  وو چې هغوى هم نيت لاره له خپلو ماڼۍ- ډوله دفترونو څخه کډه شي.." 
له پاکستان څخه د روسيې د تاس اژانس خبريال  د جنورۍ پر ٢٧ نيټه د "فرنټير پوست" له خولې د يوه راپور په ترڅ کې په پيغور سره ليکي چې:  ".. په هغه مرسته کې په سلو کې اتيا لږوالى راغلى دى  چې له دې نه دمخه د ياغيانو ځواکونو ته د امريکا د متحده ايالاتو او سعودي عربستان له خوا ورکول کيدۀ.  تر دې نږدې وختو پورې دا دواړه هيوادونه د افغانستان وسلوالو مخالفانو ته د پيسو او وسلو د رسولو اصلي منابع وې.  خو له هغه وروسته چې په خليج کې جګړه  ونښته،  مرستندويو په افغانستان کې د مقدسې جګړې جنګياليان له ياده وايستل.."[1]
پدې پړاو کې پاکستان غوښتل د منځنۍ اسيا له نويو ازادو شويو هيوادونو سره اړيکي ټينګ او ورسره سوداګرۍ پيل کړي. د نواز شريف حکومت، چې درۍ مياشتې د مخه په پاکستان کې قدرت ته رسيدلى و، د تنظيمونو له مشرانو سره غونډه وکړه.  د پاکستان انګريزي ژبې ورځپاڼې، "ډان"*،  حکومت ته د "نږدې منابعو" له خولې  وويل چې په غونډه کې نواز شريف له تنظيمي "..  مشرانو سره ژمنه وکړه چې له هغوى سره به مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړي ... او ويې ويل چې د مجاهدينو په ليکو کې، د هغو ډلو په ګډون  چې له منځ  مهال حکومت څخه د باندې دي، يووالي ته ضرورت دى.."  ورځپاڼه وايي اوس چې امريکا، پر مجاهدينو مرسته  دَرَولې ده، نو "پاکستان به (تنظيمونو) ته د پوځي او مالي مرستو ورکولو ته دوام ورکړي.."[2]  او په  دې اړه له خبريالانو سره په مرکه کې د حزب اسلامي مشر، گلبدين حکمتيار، وايي چې پاکستان غواړي د افغانستان موضوع ژر حل کړي ترڅو وتوانېږي چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا له خپلواکو شويو هيوادونو سره په سوداګرۍ لاس پورې کړي.  خو د پاکستان دا هيله به هغه وخت تر سره شي چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت جوړ شي.
 
د ملګرو ملتو پنځه فقرييز پلان
 
 د افغانستان لپاره د يوه سولييز حل لټولو په تکل کې د ١٩٩١ کال د مارچ پر٢١ نيټه د ملګرو ملتو سرمنشي، پيريز ديکويار، مطبوعاتوته په افغانستان کې د سولې د خوندي کولو او يوه بې پرې حکومت د جوړلو لپاره يو پلان وړاندې کړ چې د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي په "پنځه فقرئيز پلان" مشهور شو.   نوموړي دا طرح د ملګرو ملتو د سازمان د هغې عمومي غونډې په لارښوونه وړاندې کړى و چې د ١٩٩٠ کال د نوامبر په مياشت کې جوړه شوې وه.  پيريز ديکويار ته دنده سپارل شوې وه چې په افغانستان کې د سولې پروسه ګړندۍ کاندي.  پدې پلان کې د ملګرو ملتو سرمنشي وايي چې ما په ".. وار-  وار ټينګار کړى دى چې د افغانستان موضوع له سياسي لارې پرته د حل بله لار نه لري او دې موخې ته د رسيدو لپاره په نړيواله او ملي کچه توافق ته اړتيا ده.." ديکويار وايي چې ".. زما په اند چې دا لاندې توکونه د افغانستان د يوه داسې سياسي حل لپاره بنسټ کيدى شي چې د افغانانو د غوټ اکثريت لپاره به د منلو وړ وي:
١-  د افغانستان د خپلې ارادې، ځمکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ، ناپييلتوب او اسلامي هويت ساتل.
٢-  د خپلې خوښې د يوه دولت د جوړولو او له هر ډول لاسوهنې، تخريب، جبر او بهرني فشار پرته د يوه سياسي، اقتصادي او ټولنيز نظام د ټاکلو لپاره د افغانستان د خلکو د حق پيژندل.
٣-  په افغانستان کې د يوه پراخ بنسټه حکومت له جوړولو د مخه د يوې انتقالې دورې اړينتوب. (په دې هکله د تفصيل لپاره  به د افغانانو پر خپل منځي خبرو کې پريکړه کيږي.)
٤-  په افغانستان کې په جګړه کې پر ښکيلو خواوو باندې د وسلو د بندولو په اړه د يوه هراړخيز توافق اړينتوب.
٥-  د افغانستان د مهاجرينو د ستونزو د کمولو پر لور د کافي مالي او پولي مرستو اړتيا،  هيواد ته په خپله خوښه د هغوى د ستنيدو او د افغانستان د اقتصادي او ټولنيزې بيارغونې لپاره د امکاناتو برابرولو اړينتوب.
دې پلان په سيمييزه او نړيواله کچه بيلا بيل غبرګونونه راوپارول.   په سر کې يې ظاهراً د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا هم هرکلى وشو.  د پاکستان د کابينې په يوه ابلاغيه کې وويل شول چې: "د پاکستان حکومت به د افغانستان د کشالې د ژر حلولو لپاره په يوه لړ غوره سياسي اقداماتو لاس پورې کړي.  ځکه چې په سيمه کې د وضع له بدلون سره، په منځنۍ اسيا کې نويو خپلواک شويو جمهوريتونو له پاکستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړيکو د پراخولو په اړه پاکستان ته غوره وړانديزونه  راستولي دي او غوښتي يې دي چې د افغانستان کشاله دې، چې پدې لار کې يو لوى خنډ دى، ژر تر ژره هواره کړل شي.  نو له دې کبله به ددې فُرصت له لاسه ورکول د پاکستان لپاره له پښيماني پرته بل څه ونلري.." 
د ملګرو ملتو د پنځه فقرييز پلان په مقابل کې د تنظيمي مشرانو غبرګون ګړندى و.  د حزب اسلامي (حکمتيار) او د اتحاد اسلامي (سياف) له خوا سملاسي رد؛ او مولوي خالص وويل "که چيرې کابل له شورويانو سره ټول تړونونه، چې له ١٩٧٨ کال راپدېخوا يې  کړي دي لغو کړي، زه به (پنځه فقرييز" پلان ومنم.."  د سولې د نوموړي پروګرام پر اړه، چې د پلي کولو دنده يې د بينن سيوان پرغاړه وه، د اسلامي ګوند مشر، گلبدين حکمتيار، د "پټې توطئې، بربنډې څيرې" په ٧٣ مخ کې وايي چې: ".. هغه په لومړي سر کې په ائتلافي حکومت ټينګار کولو، خو زمونږ د عدم توافق په نتيجه کې، هغه [سيوان] نجيب پدې قانع کړو چې مجاهدين ائتلافي حکومت نه مني بايد په غيرائتلافي موقت حکومت توافق وشي، زمونږ طرحه دا وه:
١-  د مخامخ خبرو نه پرته دې نجيب د خپلې استعفى له اعلان سره توافق وکـــــــــــړي.
٢-  د غير متنازع فيها شخصيتونو يو موقت حکومت دې جوړ شي.
٣-  له فوځ او پوليس نه پرته دې ټول مسلح قطعات منحل شي.
٤-  د موقت حکومت په دوران کې دې د يوه مستقل انتخاباتي کميسيون په ذريعه په شپږو مياشتو کې انتخابات تر سره شي.
داسې څرګنديدله چې د پردې شا ته بله ځانګړې لوبه روانه وه.  په افغانستان کې د سولې د يوه پروګرام په اړه چې ډيره اوږده موده په جريان کې و،  ما (ليکوال) پلان لاره د هند له ليارې په پټه کابل ته لاړ شم.   په  نوي  ډهلي کې مې د افغانستان له سفير، احمد سرور، سره چې د نجيب اخشى و، وليدل.   نوموړي په هماغه ليدنه کې له ما څخه "د رئيس جمهور(نجيب) په هدايت"  وغوښتل چې  راسره  پلان ده  ته  وسپارم؛ دى به يې کابل ته واستوي او که "هلته لازمه وبلل شوه"، بيا به کابل ته لاړ شم.  خو طبعاً ما خو هغه پلان  مخامخ له نجيب څخه  پرته بل چا ته نه شو سپارلاى.   په نوي ډهلي کې د افغانستان سفير ته مې پر ډاګه کړه چې په افغانستان کې د سولې لپاره دا پلان، پرته له نجيب، ده او يا بل چاته له دې کبله نه شم ښودلى چې ماته داسې صلاحيت نه دى راکړشوى.   څنګه چې په هيواد کې د سولې راستنولو په مخ کې ډيرو ځواکونو خنډونه اچول، نو يواځې د مجاهدينو او کابل ترمنځ د لومړۍ درجې  مشرانو مخامخ کتنو ممکن سوله شونې کړې واى.  او پردې ګروهه کله چې مې يوځل بيا له نجيب سره پر مخامخ کتنه ټينګار وکړ، سفير په ځواب کې وويل چې "په سلو کې٩٥ " به يې همدا [يانې پورته ياد شوى] ځواب  وي. 
احمد سرور د ماښام د ډوډۍ پر وخت د عادي خبرو په ترڅ کې د احمد شاه مسعود په هکله بحث وکړ؛ نوموړى يې د "يوه خورا پياوړي او خورا وطنپال قوماندان"  په القابو وستايه  او  د جميعت اسلامى مشر، برهان الدين رباني، يې "خورا هوښيار سړى" وباله.  زه له پيل څخه تر پايه پورې د احمد سرور ټولې  وضع، چې زما لپاره نوې او له نوموړي سره زما د پخوانيو ليدنو په پرتله له بنسټه بدله ښکاريده، هک حيران کړم.  دا ځکه چې ده خو د "رئيس جمهور" هدايت د تليفون او يا د سفارت له ليارې په لندن کې هم ما ته ابلاغولاى شو.  له دې کبله  مې داسې شک وکړ چې په خفا کې کومه بله معامله روانه وه.  د هغې ورځې (د جون ٣) په يادښت کې ما ليکلي چې: ".. زه پردې عقيده يم چې هغوى پوهيږي چې زه کابل ته د څه لپاره روان وم ... داسې څرګنديږي چې نجيب په بشپړه توګه په يوه خطرناکه دايره کې نښتى دى او ممکن له همدې کبله وي چې له ما سره ليدل نه غواړي.."  د جون پر ١٠ نيټه په رښتيني  مات زړه او تش لاس له هندوستان څخه بيرته راستون شوم.  اوس نو خورا جوته وه چې هغه پلان، چې د مجاهدينو او يو شمير پرچمي ځواکونو يې د مخنيوي هڅه کوله، د پلي کيدو په درشل کې وو.
 
 

[1]  "… The rebel government … is forced to curtail its activities  by a financial crisis caused by the nearly 80 per cent cuts in aid earlier given to the rebel forces by the United States and Saudi Arabia. Until recently, these two countries were the chief suppliers of money and weapons to the Afghan armed opposition. However, after war broke out in the Gulf, the donors forgot about the holy war fighters in Afghanistan…", 'TASS',  27 January 1991
[2]  "… Sharif  promised the interim government to continue financial and military help … Now that the Us has stopped helping Pakistan, then Pakistan will continue giving  military and financial help…", 'The Dawn', 9 January 1991 (*) Dawn