دشيخ زايد  پوهنتون له بې كورۍ وژغورل شو

.... او په پاى كې زموږ هغه چيغې ، نارې ، سورې چې د ډله ييزو رسنيو له لارې مو وهلې د چارواكوغوږو ته ورسيدې ، هغه ناهيلۍ په هيلو بدلې شوې چې په اړه مو سختې انديښنې درلودې هغه سوال چې الله تعالى (ج) او دولتي چارواكو ته موتل كاوه قبول شو. برخلاف دهغو بدنيتواو متعصبوكسانو تنگ نظريو چې نه ىى غوښتل دا عملى ځانگو رښتيا هم پوهنتون او هميشنۍ شي اوپه دې له هرپلوه له پامه غورزىدلې سيمه كې د علم او پوهې ډيوه بله پاتې شي هيڅ ځاى و نه نيو.
هو ! زموږ خبره له بې كورۍ څخه د خوست پوهنتون ژغورل او دخپل كور، گوراو ودانۍ څښتن كيدل دي . موږ په همدې منظور يو نيم كال وړاندې په انټرنت كې يو مطلب خپور كړى وو.
دخداى په فضل په نژدې وخت كې به دا پوهنتون په پرديو ودانيوكې د فعاليت له ستمه خلاص شي او خپلې ودانۍ ته به چې د بشپړيدو په حال كې ده وليږدول شي .
نوې ودانۍ د مټه چينې په شمال د غونډيو سلسلې په لمن په يوسلو پنځوس جريبه ځمكه كې جوړه شوې ده . او سمهال د پوهنتون له پاره ټوله ( ۷۵۰ ) جريبه ځمكه گوښې شوې ، خو په ټولنيزه توگه په همدى موخه د ( ۳۰۰،۱) جريبه ځمكې وړانديز شوى چې هيله ده مثبت ځواب ورته وويل شي .
د متحده عربي اماراتو دې كور ودان ، زامن ، غنم دې ډير وي چې دخوست پوهنتون د ودانيو د كامپلكس ټوليز لگښت چې دمالوماتو له مخې (۳،۵ )
ميليونوډالرو ته رسيږي په غاړه اخيستى دى . په دې ودانيز كامپلكس كې اته بابه تدريسي ، اته بابه ليليه ، يو باب اداري ، يو باب د ډوډۍ خوړلو خونه، يو باب جومات او يو باب عصرى پخلنځى ودانۍ شاملې دى .
همداراز ددې ودانيز كامپلكس په اړخ كې يو كرهڼيز فارم چې چارې يى د بشپړيدو په حال كې دي هم اباد شوى دى تر دې دمه د ودانيز كامپلكس چارې په سلو كې څلور نوي مخ ته تللې دي .
په روان كال كې دپوهنتون په انگړ كې (۳،۵۰۰ ) نيالګي كښينول شوي او د سړكونو او چمنونو د جوړولو كار يى په بيړه روان دى . ددې ترڅنگه هغه سړك چې پوهنتون دخوست ښار سره نښلوي نوى پوخ شوى دى.
بې ويلو دې پاتې نه وي چې دپوهنتون د استادانو له پاره چې ځنې يى د نورو ولايتونو څخه دي د سرپنا ستونزه له پامه نه ده غورزول شوي .
په دې اړه د متحده عربي اماراتو استازي ته وړانديز شوى او دهغوۍ له لوري منل شوى ده .داهيله شته چې په نژدې راتلونكي كې به ورباندې پيل وشي .
موږ له دې امله دعربي وروڼو سخت احسان منديو ، خودا مو هم په ياددي چې زموږ ځوانانو هغوۍ ته ديته ورته په سل هاوو ودانۍ جوړې كړې دي . يوازې په دومره توپير چې د دوۍ پيسې لگيږي او زموږ فزيكي كار. پوهنتون خپل كتابتون هم لري چى ډيرۍ كتابونه يې د بهرنيو هيوادو او موسسو له خوا مرسته شوي ده ، ديادولو وړ ده چې دا كتابونه په انگريزي ژبه دي . د يوې خوا ټول محصلان په انگريزي نه پوهيږي او نور چې پوهيږي هم لازمه گټه نه شي ځينې اخسيتلاى .
له همدې امله په هېواد كې د ننه او بهر افغانانو څخه زموږ هيله داده چې له پوهنتون څخه په ملي ژبود كتابونو مرستې ونه سپموي .
همدا راز د بهرنۍ موسسې په مرسته د كمپيوتر د زده كړې مركز چې پنځوس پايې كمپيوتر لري او د مجربو استازانو هر يوسلطان او شفيق الله غفورزى له خوا لوست وركول كيږي فعاليت كوي .دكمپيوتر په ديپارتمنت كې په ټولنيز ډول ۱۴۶ تنه محصلان زده كړې كوي اوپه پام كې ده دا ديپارتمنت سږ كال ۴۴ تنه فارغ التحصيل وړكړي . برسيره پردې د انترنت مركز هم فعال دى چې د ژورناليزم پوهنځي محصلان ځينې گټه اخلي .
سره له دى چې د شپې پوهنځى هم موجوده ده ، خو تردې دمه فعال شوى نه ده. داسې هيله شته چې په راتلونكي كې دا تشه د وزارت په مرسته ډكه شي . په روان ۱۳۸۵ كال كې ۶۲۸ تنه محصل نوي جزب شوي چې په ټولنيز ډول د محصلانو شميره ۱،۵۲۱ تنو ته رسيږي چې د ۸۳۴ نهاري او پاتې ۶۸۷ يى ليله دي بې ويلو دې پاتې نه وي چې اوسمهال په پوهنتون كې په ټوليز ډول ۷۶ تنه فول ټايم او ۲۵ يى پارټايم استاذان په تدريس بوخت دي .
پوهنتون ته هغه شمير استاذان چې عالي زده كړى او نمرى لرى چانس ونه لري او اسناد يې د انسجام د اكاډيميكوچارو رياست له خوا تائيد شوي اوس منل كيږي .
دپوهنتون په چوكاټ كې لاندې پوهنځي
۱ = طب .
۲ = انجينري ، زراعت .
۳ = حقوق ، ادراه ، تجارت او شرعيات .
۴ = تعليم او تربيه ، ادبيات ، ژروناليزم او كمپيوترساينس فعالې دي .
له هغه ځايه چې پوهنتون د ليږد او فعاليت څخه چندان وخت نه تيريږى ، نو له شكه پرته يې مادي او معنوي مرستو او لاس نيوى ته اړتيا درلوده او لري يې اوله هغوۍ پرته به يې فعاليت له پوښتنې سره مخ واى .
كه پورتنۍ مرستې يو څه ناڅه په گوته كړو ، نو تر هرڅه دمخه د سيمې د خلكو هر راز ملاتړ دى چې له پوهنتون څخه يې نه دى دريغ كړى .
همداشان ما دخپل وس سره سم د ډله ييزو رسينو له لارې د پوهنتون دمادي او معنوي ارزښتونو او مزاياوو مرستو د جلب او ځانگړې ودانۍ جوړولوپه اړه زيات شمير مطالب خپاره كړي چې دهغو له جملې څخه د مسكو چاپ (( نويد روز )) په ورځپاڼه كې په همدې اړوند لومړى ديوه مالوماتي مطالب خپرول او ورپسې د مرستې د جلب په موخه د جلاكسانوانفرادي كار مثال راوړى شو چې په پايله كې د ښاغلو ډاكتر فيض محمد ويال ، نور احمد شاه انگار ، سرن سينگ او په سيوستوپل (په روسيه كې د افغانانو تجارتي مركز دى) كې د همغې سيمې نورو سوداگرانو په مخامخ زيار او ونډې نژدې څلورزره ډالر راټول او پوهنتون ته وليږدول شو. پاتي دې نه وي چې كه له بيړې كار نه واى اخيستل شوى ، نوپورتنى رقم به شپږ زره واى ددې نه علاوه په المان كې ميشتو افغانانو د لس زره يورو مرستې په كولو سره خپل دعلم او دوستۍ احساسات څرگند كړل .
په ولسى جرگه كې وكيل محترم سيد محمد گلاب زوى د څلور پايو كمپيوترو او پنځه عدده پرنيترونو او ملي سوداگرو د نژدې څلورنيم سوه زرو افغانيو په وركړې سره پوهنتون ته د مرستې لاس وركړى دى .
سربيره پردې بهرنيو هيوادو لكه فرانسه او بيلابيلو موسسو د په زرگونو ټوكه كتابونو ، سي ډيو ، قرطاسيه ، كمپيوترونو، موبل ، فرنيچر ، تراكتور، كيمياوي سرې او نور كمك كړى دى .
پوهنتون د علم او پوهې مركز دى هغسې چې د علم زده كړه ناتمامه او ناپايه پروسه ده ، دغسې پورتنۍ يادونې هم موټى د خروارو نمونه ده او په هيڅ وجه بسنه نه كوي .
ځكه نو پوهنتون به تردې پس هم هر راز مرستو ته حياتي اړتيا ولري .
د پوهنتون معنوي ارزښت دومره زياته ده چې بيه نه لري . له همدې امله د پرانيستلو په موخه دعربى متحده اماراتو د استازي سره يو ځاى د هيواد جمهور ريس محترم كرزى راغلى او د افتتاح سره جوخت يى دا عالى موسسه د شيخ زايد پوهنتون په نامه ونوموله .
حامدكرزى چې وړاندې يې هم د خوست په علم دوستو خلكو دهمدې پوهنتون پيرزوينه كړې وه ، ژمنه نوې كړه چې د ستونزو په حل كې به ددوۍ سره مليتا كوي .
برخلاف دعالي زوده كړو وزارت دې نوي تاسيس شوي پوهنتون ته نه يوازې زياته پاملرنه نه ده كړې ، بلكې د تحصيلي بورسونو په وركړه يې نژدې له ياده ايستلى دى ، خو دحامد كرزي له خوا شوو ژمنو دا هيلې رامنځ ته كړي چې شته ستونزې به انشاءالله حل كيږي .
په دې لړ كې دكلونو راهيسې د پوهنتون د مشرتوب او رياست دروند مسووليت د وتلې اديب ، ژبپوه او د ښوونې او روزنې په ډگر كې د اوږدې مودې عملي تجربې لرونكى محترم استاذ فيض محمد فياض په غاړه دى . نوموړى نه يوازې خپل او ددولت جيب نه سره غلطوي او د درغليو مخه يې نيولې ، بلكې د ډيرو ناچيزو امكاناتو سره سره يې پوهنتون فعال ساتلى او هغه ورځ ليرې نه ده چې دده او نورو مجربو استاذانو لكه : گلزار امينى ، رحمت الله ، گل سالم شرافت ، ذبيح الله ، شيرمحمد روان ، ظاهرگل منګل ، بادشاه زار او داسې نورو په زيار به داعلمى مركز په خپلو پښو دريږى او د ځوانو كدرونو په روزنه كې به دخدمت په غوره مصدر اوړي .