د جيبونو لټول _ لوټول

ټوله ورځ مې درندو پيټو كښـته ، پورته كولو ، ليږد ، راليږد ملا راكړو په كړې وه .پښې مې په سختۍ راټولولې . په بدن كې مې هيڅ شيمه نه وه پاتې . وجود مې د بې حالۍ په وجه داسې لړزيده لكه په توت پورې پاڼه .
نورنو درنده او اوږده ده ورځ هم پاى ته رسيدلې وه . د گدام ورمې وتاړه او د دروزاې اړخ كې ديوال ته مې د دمې كولو په خاطرډډه ولگوله . په زياتې ستومانۍ سربيره مې سترگې د سوي ترڅنګ پټې ، پټې هم كيدې او سر مې د نري ، نري درد له امله دموره دروند شوى و لكه چې غټ پيټۍ مې پرككرۍ ايښۍ وي . ځكه د بې اسنادۍ په وجه آن په سپيله داغ كې چې پوليس نه وو خوځيدلي او په كمين نيولو نه وو بريالي شوي د كوره راوتلۍ وم .
په داسې حال كې چې لاس مې تر زنې لاندې و ، د اوږدو چرتونو او خيالونو په ټال زنگيدم ، له هغه ځايه چې كورته د ستنيدو وخت رارسيدلى و نو په دې سوچ كې وم چې اوس به بيرته تگ څنگه كيږي . او چې په لاره كې گام په گام د پوليسو دريدل ، د اسنادو كتل ، د جيبونو لټول ، لوټول ، تم كول ، ماموريت ته بيول ، په پنجره كى اچول او په پاى كې د سپكو، سپرو سره ، سره د راز ، راز جبري كارونو ترسره كول به راياد شول زړه به مې وبگنيده او د ورځې ټولې ، منډې ، رامنډې او ستومانۍ به يې راڅخه هيرې كړې ، له ځانه مې وپوښتل : دا هر كمربند لرونكى او بى كمربنده چې زموږ مخې ته دريږي ، اخوا ، ديخوا مو ټيله ، ټمبه كوي دا ولې ؟ موږ ولې نه د چاسره د دعوا حق لرو او نه هم له ځانه ددفاع . بيا به مې خپله د ځواب په اړه ويل : ځكه چې موږ دلته له هېواده ليرې نابللي ميلمانه يو .كه موږ د خپل كور خپل گور او سرپوخ څښتن واى ، نو به د نړۍ دنورو وګړو په څير د خپلو حقه حقوقو خاوندان واى كاو د پوره حقوقو لرونكو تبعه وو په څير به راڅخه دفاع كيدلاى . دلته يوشى چې زما د غوسې په اور به يې يخې اوبه توى كړې دا و چې د هېواد پريښودو ته د اړ ايستلو له علتونوكه بهرني يې غوره دي ، نو كورني يې هم تر هغې لږ رول نه لري . لكه چې مشهور او خوږ ژبۍ سندر غاړۍ مقرى وايي :
خلكو ! زه خپله ملامت يم په خير او شرولې د ځان نه پوهيدمه .
په هر صورت د تگ څرنگوالى په اړه خبره مې لا د ځانه سره وروستۍ كړي نه وه چې ورته سترگې په لاره انډيوال مى را ورسيد او راته يي وويل : ځه چې ځو!
ما وويل : په تگ خوبه هرو مرو ځو ، خو ودې نه ويل څنگه ؟ په پاى كې په دې سره سلا شوو ، ددې له پاره چې د په زړو سختو سره مخامخ نه شو ښه به داوي چې د ورځې له گټې تيرشو او ټكسي ونيسو ، څو كه د خداى ( ج ) خوښه وه په امن كورته ورسيږو . ورپسې مې دواړه لاسونه په ځمكه كښيښودل او لكه موټر ته چې جگ ورلاندې كړې د لاسو په زور پورته شوم. روان شوو. تم ځاى ته په رسيدو سره په ټكسى كې كښېناستو .
مخې ته لاره مو په ځير ، ځير څارله . د مخ رنگونه مو لكه چاچې په غلا كې ياستو ژيړ تښتيدلي وو. د زړونو ټكان مو شيبه شيبه زياتيدو . لا به موسل ، يونيم سل متره واټن نه وى لنډ كړى چې وموليدل د لارې پرسر ولاړ او د تور سرو او بهرنيانوتيز رافتارموټرونه دروي . انډيوال مې وويل: هم مو د ورخى گټلې په ټكسي ولاړې او هم په كمين كې ولويدو . په هر صورت د پيښې نه تيښته نه وه .
د موټره راكښته شو . د هروخت په څير يي راته وويل : (( محترمو اسناد مو راوښي )) . انډيوال مى له ځانه سره وغوميده . ته گوره دا سپين سترګي او يو وخت زموږ په هېواد كې د بې خونديو لوبغاړي ، د يوې خوا محترم وايي او د بله پلوه غير انساني چلند كوي . نور نو پوښتنه حل وه . دواړه يې ځانگړي مكروبس ته چې آبى ليكه يي درلوده او ورباندې پوليس ليكلي وو يو وړو . سمدلاسه يي جيبونه راولټول او ولوټول . د وروستۍ سزا له پاره يې په بس كې كښينولو . دا مهال زما په خيال كې راوگرځيد ه چې رښتيا يي ويلي :
مساپري ( بې وطني مهاجرت ) سخته خواري ده كور ته به درومې څوك به لار نه دركوينه .
پورتنۍ لړۍ روانه وه . موټر يو په بل پسې درول كيدل ، عين كسانو ته ، عين برخليك انتظار اسيتو.
په دې لړ كې يې نوبتي موټر ودراوه او د معمول سره سم يي پوښتنه ځينې وكړه . ددې سره جوخت د موټر سپرلۍ را ووتې . د كاليو او چاچلند يي داسې ښكاريده چې گنې زور ور سركاريان به وي . لومړۍ يي خپل اسناد وروښودل او بيايي ددوۍ د كتلو تكل وكړ. د تيزو ترخو او لوړ اواز د خبرو ، اترو تر تبادلې وروسته جوته شوه چې دوۍ په پرديو جامو كې حرفوي او قانون كې غله دي . موږ دحالت په يوڅه ناڅه درك سره پوه شو چې هغه د چا خبره داسې شرپيښ شو چې زموږ پكې ښه شوه ، نو مې په نيولي ږغ انډوال ته په غوږ كې وويل : اوريدلي به يي وي چې د علي آباد ښار دى ، خو خبره به وې چې هلته ليونتون هم شته ، داسې ليونتون چې كه په كې ولويدې ، بيا نو كه هر څومره هوښيار ، ځيرك او دز رنگ هم وې ، د پاگلو په شميره كې به راځې .
په نتيجه كې يي هغوۍ په موټر كې كښينول او موږ په مكروبس كې كې ناست . ناست بهرني پرغمل كسان يي ايله او هر څوك په خپل لوري بې له دې چې ښي او چپ ته وګورو دسترګو په رپ كې پناه شول .