په مصر کې د فرعون کشتۍ نندارې ته وړاندې شوه

د مصر د اهرامونو نندارچيان اوس کولی شي د فرعون 4500 کاله پخوانۍ کشتۍ هم ننداره کړي . دا کشتۍ په 1954 کال کې موندل شوې وه ، خو هغې ته د زيان له وېرې نندارې ته نه وه وړاندې شوه . اوس جاپانيانو د يوه ځانګړي ماشين په مرسته په ځوړند حالت کې دا کشتۍ داسې نندارې ته وړاندې کړې ، چې هم کشتۍ د ليدو وړ ګرځېدلې او هم هغې ته د زيان مخه نيول شوې .