غزل

څوک په اوبوکې پل دورک جنان دپښې لټوي
څوک په نیستۍ کې دهستۍ دخوند وږمې لټوي
چا ده ځولۍ کلکه نیولې د نفرت اوکرکې
پکې دمینې،محبت شیبې خوږې لټوي
څوک جل وهلی،دسراب لورته په ځغاسته روان
غواړي پرې ماته خپله تنده کړي،ویالې لټوي
بلبل دګل ښايست دځان لپاره غم جوړکړی
ناست تمام عمريې صفت لره نغمې لټوي
پتنګ دشعمې درڼواوښکوطواف لره ځي
خپلووزرو ته داوربلې لمبې لټوي
واړه روان دي دمنزل په لوري [خووځې] کوي
دچاسودادنغدوخوښه ،څوک وعدې لټوي
څوک مات زړګی،ماتوخیالونو،مات څراغ په لاس کې
لګیادیارد تصویرپرماتې اېینې لټوي
داهوس نکړي (منتظر)،ترینه ده ورکه مینه
بس کله غیږکې یې ددې،کله هغې لټوي
30/01/2012
جلال اباد
خووځې = ناکامې هلې ځلې ،