د ډاکتر عجيبه سپارښتنه

 Doctor with Patient
يو ناروغ ډاکتر ته د علاج لپاره ورغی. ډاکتر هڅه وکړه، چې د ناروغ تشخيص وکړي خو بريالی نشو.
باﻻخره يې ناروغ ته داسې سپارښتنه وکړه:  ته په يوه شرط ښه کيږي ! هغه دا چې کله ډوډۍ خوړلو ته  کښينې نو سپين خرس مه دريادوه.
ناروغ کور ته ستون شو خو هر وخت به، چې ډوډۍ تياره شوه نو ده ته به سمدﻻسه سپين خرس ور په ياد شو!!!