
په كوزه پښتونخوا كې د مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله دوه نوي يمه اونيزه
غونډه دجمعې په ورځ د بورډ زيارتمځي تر شا په ( پي ، سي ، ايس ) كالج كې د (
27 -1 - 2012 مه ) نېټه د محمد نور اپريدي په مشرۍ تر سره كړه ښاغلى
واحد الله خاكسار او اصيل خان اصيل ځانګړي مېلمانه ټاكل شوي وو غونډه
دقاري سميع الحق عليخېل لخوا د كلام پاك د مباركو اياتونو
په تلاتوت سره پېل شوه د تېرې اوونۍ ګزارش نظيرالحق قريشي وړاندې كړ د
وياندو يي چارې عبدالوهاب څاروان تر سره كولې له پرېكړې سره سم د مير عالم
نويد غزل كره كتنې ته وړاندې شوه چې د غونډې برخوالو پرې ګټورې خبرې وكړې.
د غونډې په دويمه برخه كې ازاده مشاعره وشوه چې د لر او بر ګڼو شاعرانو هر
يو ( مير عالم نويد ، محمدنور اپريدي ، حاجي ګل اغا شهباز ، لحاظ احمد ،
عبدالوهاب څاروان ، سميع الحق عليخېل ، عماد الدين دوران ، واحدالله خاكسار
، شمشاد ارماني ، تحسن الله تحسين ،شاكر الله ساحل ،وحيد الله رفيقي او
نظير الحق قريشي ) برخه اخستې وه .
غونډه د ماښام لمانځه نه ورورسته
په دعايي كلام سره پاى ته ورسېده پرېكړه وشوه چې راروانې غونډې ته به شاكر
الله ساحل خپل اثر كره كتنې ته راوړي .
د يادونې وړ ده چې پولې پورې
غاړې راډيو استازي لحاظ احمد نومه وړې مشاعره ريكارډ كړه چې دكليد راډيو
له لار ې يې په افغانستان كې اوېدلى شئ .