
خالد سنګر
د پښتو ژبې تګړه منلی ولسی شاعر ښاغلی عبدالقدیر وطنوال چې خپل ټول ژوندیې دپښتنې ټولنې لپاره ځانګړی کړی و .او تل يې د ولس درد، غم او ښادئ کې ځآن شریک باله، او د ولس ستونزو ته یې د شعر جامې اغوستې، د څلورټولګو او نورې خورې ورې شاعر له کولو وروسته څوورځې وړاندې خپل روح د ځمکې او اسمانونوستر خاوند ته وسپاره .
نوموړی د لغمان دشاعرانه سیمی اوسیدونکی و، خو د خپل جادوګرشعر به زور یې په ...لرواوبرو زړونو حکمراني کوله .
دجلالکوټ ادبي خوځښت غړونن د جمعې په ورځ د اوراښاد فاتحه په خپله رسمي اونیزه غونډه کې واخیسته .
دخوځښت مشر ارشاد رغاند د ارواښاد پرژوند تر اوږدو او هراړخیزوخبرو وروسته په ټولو پښتنو فرهنګیانو غږ وکړ ترڅوددارنګه شخصیتونو نمانځنه د هغه په ژوند وکړي نه چې له مرګه وروسته، چې ډېرښه سړی او شاعر وه بسنه وکړی مهمه داده چې په ژوند یې ونازو،کارونو اوکړاوونو ته چې د ژبې د غني کولو لپاره یې ویستي وي ستاینه وکړو.
وروسته د خوځښت غړود نوموړی کورنۍ ته له سترڅښتنه دلوی صبرد غوښتنې ترڅڼک هغه ته د فردوس جنت ورپه برخه کولو دوعاووې وکړې او تر ژورې خواشینۍ څرګندولو وروسته يې د هغه مړینه پښتو ادب ته یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایع وګڼله ،
روح دې ښاداو یاد وي.
د جلالکوټ ادبي خوځښت