پنځلس کاله شول چې د افغانستان خلک د سولې په ارمان پردۍ او ټپل شوې جګړې ته قرباني ورکوي. دغې جګړې ته تر ټولو زیاته قرباني پښتون قوم ورکړې او لا یې هم ورکوي. ډېر کله موږ سولې ته په نسبي ډول نږدې شویو یو خو د نورو قومونو د جنګ سالارانو او قومي ټیکه دارانو له امله ټولې دغې هیلې او هڅې له خاورو سره خاورې شوي.
له بده مرغه، نن بیا له همدغسې یوې خبرې سره مخامخ شو چې ملت ته خورا خواشینونکي، ملي ګټو ته زیان رسونکی او هېواد د بحران خواته وړونکې ده.
دغه خبره نن په کابل ښار کې د ټوټاپ برېښنا پروژې په اړه د هزاره ګانو له خوا په جوړ شوي لاریون کې د دې اقلیت د ټکیه دار او یرغملګر کریم خلیلی او نورو هزاره مشرانو له خوا وشوه.
په اوسنیو حالاتو کې د یوه مطرحه سیاسي شخص او د سولې عالي شورا د برحال مرستیال چې د حکومت له ټولو امتیازاتو برخمن دی، له خوا دا ډول څرګندونې له اسلامي حزب سره د حکومت د سولې خبرې له ګواښ او ملت یو ځل بیا له قومي، نژادي او ژبنیو ستونزو سره لاس او ګرېوان کولای شي.
د اسلامي حزب له مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار سره حکومت د سولې خبرو په پایله کې نتیجې ته ورسېد او تازه په تازه د ولسمشر غني له خوا حکمتیار سره د سولې تړون لیک لاسلیک شو، چې د یو شمېر سیاسيونو، مدني فعالانو او په ټولنیزو شبکو کې له تاوده هرکلي او ښه راغلاست سره مخامخ شو او ټاکل شوې چې حکمتیار په نږدې راتلونکي کې کابل کې راڅرګند شي.
پرون په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د میلونونو کسانو له خوا د ټوټاپ برېښنا پروژې په خپل مسیر د تېرېدو په ملاتړ لاریونونونه ترسره شول او خپل غږ یې تر حکومته ورسوه، خو په خوست او پکیتکا ولایتونو کې خلکو نه د سولې مخالفت وکړ، نه یې د خپل مظلومیت ناره پورته کړه، نه یې د ملي ګټو خلاف ګام واخیست او نه یې هم نفاق خورونکي شعارونه او اخطارونه خپاره کړل بلکې د خپل مشروع حق غوښتنه یې وکړه، خو په کابل کې د هزاره قوم د مشرانو له خوا چې د ټوټاپ پروژې مسیر د بامیانو له لوري غواړي او نامشروع حق یې دی، د مدني حرکت په نوم د ملي ګټو پولې ماتې او د قومونو تر منځ د تفرقي اچونې ډېر روښانه شعارونه ورکړل.
هزاره ګانو د مدني حرکتونو په نامه په لندن او جرمني هېوادونو کې د یو مشخص قوم او د هېواد ولسمشر ته په نړیواله کچه سپکاوی وکړ چې د با فکره او ویښ ځوان نسل له خوا په کلکو ټکو او سولیزه لارینونونو تر څنګ د هغو اشخاصو چې دغه چاره یې تر سره کړې وه د محاکمې غوښتنه وکړه.
هر قوم او هر ټولنه د هغه هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د مدني حرکتونو او لاریونونو قانوني حق لري، له لاریونه مخکې ورته حکومت د لاریونونو د قانون مطابق اجازه ورکوي چې په دې کې ملي ګټې او نور موارد شامل دي. باید دغو پولو ته په لاریونونو کې جدي پاملرنه وکړي خو که چیرته له دې پولې سرغړونه او ورته په احترام قایل نه شي د حکومت له خوا له سختو مجازاتو سره مخامخ کېږي.
له بده مرغه باید ووایو، چې نن د دې قوم مشرانو د پښتون قوم او له حکمتیار سره خپلې د تېرو کلنو عقدې څرګندې کړې او په ښکاره ډول یې له حکومت سره د هغه د سولې او روغې جوړې پروسې سره مخالفت وښود چې په حقیقت کې دا د هېواد ملي ګټو ته یو ستره ضربه ګڼلی شو.
په دې لاریون کې دوی وښوده چې په افغانستان کې د سولې د خبرو ستر مخالفین همدوی دی او نه غواړي چې په دې هېواد کې سوله حاکمه او ملت له دې شخړو خلاصی ومومي.
خلیلي او نورو مشرانو په دې له حکومت سره د ګلبدین حکمتیار د سولې پروسې مخالفت وکړ چې نوموړي له پنځلس کاله د حکومت په وړاندې په سنګر کې و باید د سولې خبرې ورسره ونه شي. دا خبرې د دوی له خوا په دې خاطر نه کېږي چې د خپل هزاره ملت له غمه مړه دي، بلکې د خپلو شخصي منافعو په خاطر د ایران او نورو هېوادونو په جاسوسۍ هم نه شرمیږي. که حکمتیار قاتل بولي، نو خلیلي او محقق هم تر خپلې وسې د پښتون مرۍ غوڅه کړې. د کورنیو جکړو په دوران کې همدې خلیلي، محقق او مشر یې چې د طالبانو له خوا ووژل شو، د خلکو په سرونو او وجودونو کې میخونه ټک وهل، له خلکو یې سرونه پرې کړل او جسد شټېدل به یې ( رقص مرده) باله.
لکه څنګه دې چې د دوی له لاریونه مخکې په خپله اعلامیه کې ویلي و، چې که د حکومت کوم رسمي مامور په دغو لاریونونو کې ولیدل شي نو دنده به یې وځنډول شي. نو ولسمشره! د دولت دغو مامورینو نه یوازې دا چې د حکومت له امره سرغړاوی وکړ بلکې ملي ګټو ته یې هم خورا ډېر تاوان واړوه. د دوی نننی لاریون مدنی حرکت نه بلکې د نفاق او د یو مشخص قوم د ځپلو په موخه د پردیو هېوادونو له خوا یو پلان شوی او طرحه شوی کار و، چې د همدغو پرديپالو لکه خلیلي، محقق، مدبر، پدرام چې یو سرسخته متعصب دی او د نورو په واسطه عملي کړ تر څو د سولې پروسه او د ټوټاپ پروژه له ستونزو سره مخامخ کړي. له تا مو هیله دا ده چې ژمنه دې عملي کړې او دغه قوم ګرایان له دندو ګوښه کړې ځکه د دوی خیر نور دې ملت ته نه رسیږي، پرته له دې چې د قومونو تر منځ نفاق، ورور وژنې، ملي کټو او ملي پروژو په وړاندې خنډونه جوړ کړي.
وروستي