اعدام د حکومت وروستۍ لار


د کابل څرخي پله په زندان کې د ولسمشر غني په حکم هغه شپږ تنه زندانیان چې تروریستي فعالیتونه یې کول په دار وځړول شول.
د ولسمشر دغه اقدام د عام ولس، مدني فعالینو او په ټولنیزو شبکو کې د ستاینې تر څنګ له تاوده هرکلي سره مخامخ شو. دوی وايي چې دغه ډول سزا ګانې کولی شي تر یو حده افغان ولس د دښمن له بریدونو لرې وساتي او د دښمن په بریدونو کې کموالي راولي.
افغان حکومت په اوسنیو حالاتو کې پرته له دې چې دښمن ته متقابل ځواب ورکړي بله لار نه لري، ځکه پخواني حکومت او اوسني په ځلونو مخالفو وسله والو سره د سولې په سر خبرې اترې وکړې چې د قطر دفتر او د پګواش ناسته یې له مهمو هغو څخه وې، خو مخالفینو ډېر ځل دغه ناستې کله د خپل مشر د وژل کېدو په بهانه او کله په نور، نور نومونو رد او د افغان ولس وژلو ته یې له پخوا ډېر شدت ورکړ.
د جلال اباد له خونړي برید، چې د ملي پوځ د نویو جذبو شویو سرتېرو په کاسټر موټر وشو، وروسته د کابل ښار په پل محمود خان سیمه کې ځانمرګي برید چې ۶۴ شپېته تنه هېوادوال مو پکې شهیدان او ۳۴۷ نور پکې ټپیان شول، حکومت د مدني فعالینو، عامو خلکو او ټولنیزې میډيا له خوا تر سختو فشارونو او نیوکو لاندې راغی او غوښتنه یې دا وه، چې نور باید له مخالفینو سره د سولې په تړاو خبرې لغوه او پرځای یې د دښمن په مقابل کې دفاغي او تعرضي حالت غوره شي، تر څو دښمن ته متقابل ځواب ورکړل شي.
هماغه و چې له دې پېښې وروسته ولسمشر غني د یوې تاریخي وینا په ترڅ کې په شدیدو الفاظو مخالفین د سولې او افغان ولس دښمنان یاد کړل او پر دوی یې د هیڅ ډول رحم نه کولو وعده وکړه او ویې وویل چې دی به د ولس غږ غبرګ کړي او له دښمنه به د دوی د سر غچ واخلي، چې د لومړي اقدام په توګه د څرخي پله په زندان کې د شپږو تروریستانو په اعدامولو خپله ژمنه پوره او خلکو ته هیله او ارام وبښه.
ولس له پنځلسو کالو ولسمشر کرزي ته همدا چیغې وهلې چې طالب هیڅ وخت سوله نه کوي باید په سخته سزا ورسول شي، خو هغه وخت بدبختانه د ولس په سرونو سیاسي معاملې کېدلې طالب پرستي کېدله ځکه په هېواد کې جنګ اوږد او ناپایه شو. د دې ټولو ناخوالو د پړې کوته ځکه کرزي ته نیول کېږي چې د ولس خبرو ته یې پام نه کوه، طالب به ځانمرګی وکړ کرزي صیب به ورته د ورور خطاب وکړ، طالب به سل کسان ووژل کرزي صیب به ورته غېږه خلاصه کړه چې سوله وکړه. دې چارې هغه مهال د وخت له ضایع، ولس له تېر ایستلو او سیاسي معاملې بل هیڅ پیغام نه درلود. کرزي د دې پرځای چې وسله وال مخالفین یې اعدام کړي وی، د چا او چا په خوله او فرمایشونو به یې له زندانه ازادول ښه بېلګه یې د کابل ښار پل محمود خان سیمه کې هماغه دوه ځانمرګي و چې لسګونه کورنۍ یې د ویر په ټغرکېنولې.
د ولس تر څنګ استاد سیاف څو ځل له کرزي وغوښتل چې تروریستان باید اعدام شي خو هغه نه منله چې دا دی د هماغه اور په لمبو کې اوس هم افغان ولس سوځي. که کرزي دغه کار کړی وی نو نن به خلک د داسې برېدونو او وژنو شاهدان نه وی، یو ارامه او نسبي سوله ایز ژوند به یې درلود.
نړیوال بشري حقونه د افغان حکومت دغه وروستي اعدامونه هیڅ وخت له بشري حقونو سرغړونه نه شي ګڼلی، ځکه دغه خلک د دې هېواد او ولس په زیان و او افغان ولس ته یې په پنځلس کالو کې د سر او مال بې دریغه زیانونه اړولي دي.
اعدام یو اسلامي اصل دی، په نوره نړۍ کې هم دا سزا شته او دغسې مجرمینو باندې عملي کېږي. په غیر اسلامي هېوادونو کې هم دې سزا ته ډېره ترجیع ورکول کېږي، ځکه د درنو جرمونو درنه سزا وي. افغان حکومت ته پکار ده چې له دې وروسته دښمن ته د دښمن د دروند جرم غوندې درنده سزا ورکړي. ملې توقع هم همدا ده، چې د تروریستانو او هغوی په خلاف چې د افغان وینه تویوي باید دغسې سزاګانې عملي او ډېرې شي.
په ټوله کې د ولسمشر له خوا د اعدام دغه وروستی اقدام یو پر ځای ګام دی، که دغه سزا په نورو نیولو شویو او نیول کېدونکو تروریستانو هم تطبیق شي یو مثبته پایله او نتیجه به ولري، او د حکومت دریځ به د دښمن په مقابل کې د خلکو له زړونو ځینې هغه شکونه چې د حکومت په اړه یې لري لرې کړي.