
په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام
احمدشاه ابدالي جرګه
د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!
د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ
له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت له خاورې، پښتونخوا، څخه تجاوز ګر پنجابي پوځ وشړئ- تر پښو لاندې يې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
د افغانستان د تجزيې پلان:
يوولسمه برخه
له افغانستان څخه د شوروي د پوځونو د وتلو په درشل کې د ډاکتر نجيب او روسي جنرالانو تر منځ زموږ په هيواد کې د يولړ پوځي کړنلارو د پلي کولو په اړه اړيکي کړکيچن شوي وو. په دغه مهال د شوروي پوځ او چارواکو بنسټيزه موخه دا وه چې د خپلو جنوبي پولو ددفاع لپاره ګامونه پورته کاندي. له همدې کبله روسانو وړانديز کړى و چې له وتلو څخه د مخه يې د افغانستان سهيلي او ختيزې سيمې د "سولې زونونه" ونومول شي، او له هغو ځايو ټول افغاني پوځونه کابل او کندهار ته وليږدول شي. د هغوى د وړانديز مرکزي دليل دا وړاندې شوى و چې له نوموړو سيمو څخه د قوتونو ايستل به د کابل دفاع پياوړې کړي او که چيرې پلازمېنې دفاع ناشونې شي، نو بيا به ټول ځواکونه شمال او له کندهار څخه هرات ته وليږدي او مزار شريف به د هيواد د پلازمينې په توګه اعلان شي. دا پلان د ډاکتر نجيب له خوا رد او د افغانستان د تجزيې پر لور بل ګام بلل شوى و.
له هغه څخه د مخه په مزار شريف کې د روسانو او د افغانستان د لومړي وزير، سلطان على کشتمند، د پلان له مخې د يوه ستمي، نجيب الله مسير، په مشرۍ د شمال د نهو ولايتونو حکومت په کار پيل کړى و. کارملي پرچميانو او ستميانو دا ګرده لوبه ددې لپاره پيل کړې وه چې د پښتنو خلقيانو د پرځولو له ليارې د خپلو راتلونکو پلانونو د پلي کولو لپاره ځانونه پياوړي کړي. له دې نه مخکې کارمل هيواد پر اتو (٨) "زونونو" ويشلى و. په کابل کې لوى سلاکار، ستر جنرال اليکساندر مايوروف، په خپلو يادښتونو کې وايي چې:
".. په هر زون کې د افغانستان د ديموکراتيک جمهوريت د انقلابي پوځي شورا د پريکړو له مخې د افغانستان د حکومت ځانګړى استازى د زون آمر وټاکل شو. لکه چې څرګنده ده دغه څوکۍ وتلو پرچميانو ته ورکول کيدې. د ساري په توګه هرات ته سروال (مجيد سربلند) واستول شو چې د کشتمند مرستيال او د پرچميزم يو تيوريسن و. دغه راز ځنې واليان هم د زونو د آمرانو په توګه ټاکل کيدل، لکه په کندهار کې. دلته ددې خبرې له ويلو نه هم ډډه نه شم کولى چې زما په اند په پوځي - سياسي زونونو د هيواد له ويش سره د افغاني مشرتابه د دومره چټک توافق يو دليل هم دا و چې پدې توګه يې غوښتل د پرچم پښې لا نورې پخې کړي.."#
او پردې سربيره د روسانو او نجيب ترمنځ د مخالفت يو لامل دا و چې نوموړي د روسانو پرضد د افغانانو پاڅون "ملي قيام" او له افغانستان څخه د روسي اشغالګر پوځ د وتلو ورځ د "ملي نجات" ورځ بللې وه. نو ددې تجزيه غوښتونکو ارادو او د هغوى ترشا د روسانو د پټو پلانونو پرضد د ډاکتر نجيب منفي غبرګون د کارمل - ستم د ژورې غوسې لاملونه وو. په دې اړه شهرت ننګيال د "مرګ پر وزرو" کتاب په ٢٣٥ مخ کې ليکي چې: ".. ډاکتر نجيب د دلوې ٢٦ ( د ١٩٨٩ کال د فبروۍ ١٥ ) د ملي ژغورنې ورځ وګڼله او د ١٣٧٠ لمريز کال د جدي په ٢٥ يې په خپله وينا کې وويل: د بهرني يرغل په وړاندې د افغانانو ملي پاڅون د دلوې پر ٢٦ بريالى شو. په همدې مهال د روسيې سفير له ډاکتر نجيب سره د بيړنۍ ليدنې غوښتنه وکړه او دى يې د روسيې پرضد په لمسون تورن کړ.."
پر همدې خبرو - د کشتمند پر خبره د "ملى گرا شده" نجيب او روسانو ترمنځ د بدګمانۍ واټن ورو په ورو زيات شوى و او له همدې کبله يې د هغه پُرځولو ته ملا تړلې وه. فقير محمد ودان د "دشنه هاى سرخ" په ٥٠ مخ کې وايي چې د شوروي ".. کمونستانو او نورو محافظه کارانو، چې بنسټ يې د شوروي په پوځيانو او کې جې بې کې و، خپل دريځونه د شوروي په دولت کې پياوړي کړي وو او په افغانستان کې د خپلو دريځونو د ټينګولو لپاره، چې د ډاکتر نجيب الله د خپلواک خوځښت له پلوه له خطر سره مخامخ شوي وو، عمل وکړي. د هغوى پلان دا و چې له هيواد څخه د شوروي د پوځونو له وتلو سره سم د يوې پوځي کودتا په نتيجه کې به نړيوالو ته وښيي چې ستاسو له وړاندوينو سره سم، ډاکتر نجيب الله ونکړاى شول چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د ځان دفاع وکړى شي. نو ددې موخې د تر لاسه کولو لپاره پدې هڅه کې شول چې تر ټولو د مخه ببرک کارمل چې په ماسکو کې ساتل شوى و او له نوموړو سخت دريځو پوځي- جاسوسي کړيو سره په تماس کې وو#، بيرته کابل ته راستون کړاى شو.
ډاکتر نجيب الله "د ماسکو د فشار له کبله" دې کار ته غاړه کيښوده او تصميم ونيول شو چې کارمل دې هيواد ته راستون شي. فقير محمد ودان ليکي چې د شوروي په کمونست ګوند، پوځ او استخباراتو کې د کارمل پلويانو په غوڅه دا خبره ټينګه کړې وه چې: ".. ببرک کارمل د افغانستان يو تبعه دى او حق لري په افغانستان کې ژوند وکړي. لدې کبله هيڅوک نه شي کولاى نوموړى لدې حقه بې برخې کړي.."
فقير محمد ودان په "دشنه هاى سرخ" کې بيا وروسته زياتوي چې: ".. محمود بريالي، ددې لپاره چې هيواد ته د کارمل راتګ د مرکزي کميټې د پلينوم کچې ته لوړ کړي ... د انجنيرنعمت الله له لارې، چې د محمود بريالى په پټ سازمان کې يې غړيتوب لاره، د مرکزي کميټې د ١٩٩١ کال د جولاى د ١١ په نوبتي غونډه کې دا موضوع طرح کړه چې: " رفيق کارمل زموږ د ګوند د يوه سپين ږيري په توګه يواځې غواړي چې د خپل عمر وروستي کلونه په هيواد کې تير کړي.."#
هماغه و چې ببرک کارمل د جولاى پر ٢٠ له ماسکو نه کابل ته راستون شو. هيواد ته د کارمل له ستنيدو يو څه د مخه کشتمند هم له شوروي څخه هيواد ته راليږل شوى و.
د ١٩٩١ کال د اګست پر ١٤ نيټه، يانې افغانستان ته د کارمل له بيا راستنيدو څلور اونۍ وروسته، په ماسکو کې د شوروي اتحاد د مرستيال جمهور رئيس، ګينادي انايف، د ګورباچف پرضد کودتا وکړه. د کودتاچيانو اته کسيز مشرتابه، چې د "دولت د بيړنۍ کميټې" په نامه راغونډ شوي وو، ګورباچوف يې د افغانستان په اړه د کړنلارو، او پدې ملامتاوه چې د شوروي نورو جمهوريتونو ته يې له کچې زياته خپلواکي ورکول منلي وو. د کودتا د مشرتابه په اتو غړيوکې د کې جي بي مشر، ولاديمير کريچکوف؛ د کورنيو چارو وزير، بوريش پوګو؛ د دفاع وزير، يازوف؛ او لومړي وزير، والينتاين پاولوف هم ګډون درلود. کودتا په داسې حال کې چې د شوروي د مرکزي کميټې لوى منشي، ميخاييل ګورباچف، کرايميا ته په رسختي تللى و، پيل خو د نوموړي هيواد د دولت د مشر، بوريس يلتسين، له خوا چې امريکا او لويديځ يې په بربنډه توګه ترڅنګ ودريدل، پلې کړل شوه. او له همدې سره هيواد ته د کارمل د بيرته راستنيدو اصلي موخه هم په بربنډه توګه پر ډاګه شوه. او هغه دا چې افغانستان ته د ببرک کارمل راتګ يواځې په هيواد کې د يوه سپين ږيري په توګه د "عمر د وروستيو کلونو" د تيرولو لپاره نه و، بلکې د ماسکو له خوا د يوه ورکړ شوي بشپړ پلان د پلي کولو لپاره ماموريت ورسپارل شوى و. کله چې په ماسکو کې کودتا وشوه، نو په کابل او بهر کې د کارمل پلويانو او ستمي کړيو درانه جشنونه نيولي وو.
کانديد اکادميسن محمد اعظم سيستانى، چې د ببرک کارمل د مشرتابه په وخت کې، د افغانستان د جمهوريت د انقلابي شورى غړى و، په دې اړه وايي چې: ".. بازگشت مجدد ببرک کارمل به کابل به اساس پلان آن بخش از رهبرى شوروى که کودتاى سرنگونى گرباچوف را سازمان داده بود، صورت گرفته بود. اين تبصره ها هنگامى نزديک به باور شد که به انتشار خبر کودتاى ضد گرباچوف در مسکو، يک هيئت عاليرتبه نظامى فرداى آن وارد کابل شد و تا معلوم شدن سرنوشت گرباچوف در کابل توقف داشت.."#
دماسکو ١٩٩١ کال د اګست له ناکامې شوې کودتا سره، د هماغه کال په د سامبر کې له ٨٤ کلونو وروسته د شوروي امپراتورۍ ماته او ګورباچف هم له ځواک څخه ګوښه کړ شو. د افغان ملت د تورې او سرښندنو په نتيجه کې د نړيوال کمونيزم د دړې له نسکوريدو سره يو ځاى د برلين ديوال ړنګ شو؛ پر زور او جګړه ټوټه شوى المان بيرته يوځاى شو؛ او په ختيزه اروپا او منځنۍ اسيا کې تر کمونستي اسارت لاندې هيوادونه يو په بل پسې ازاد شول. خو پدې دم په يوه قطبي شوې نړۍ کې سرښاندو او فاتحو افغانانو ته چې کومه برخه ورسيده، هغه په خپلو وينو کې د هغوى د لمبولو دوام او هيواد يې لا په نور زياتو کنډوالو بدليدل وو. که څه هم چې په مسکو کې د کودتا له ناکامۍ سره په افغانستان کې د پرچم- ستم پلان په موقتي توګه شنډ او ځنډول شوى و، خو د سيمې د شطرنج پر دړه د وروستۍ لوبې د ځينو پاتې دانو د ځاى پرځاى کولو لپاره وروستۍ هڅې پيل شوې وې. او په همدې موکه وو چې برهان الدين رباني مسکو ته سفر وکړ. له رباني سره په سفر کې د هغه يو مطبوعاتي ملګرى وايي چې "استاد" يواځې هګۍ خوړلې؛ دومره ځله يې د هګيو خبره کړې چې ښايي د مسکو ټولې چرګې به هم نه پسې رسېدلې! خواساساً هغه څه يې چې غوښتل ترلاسه کړي يې وو. يلتسين تل په شرابو معتاد و. ويل چې د رباني له پلاوي سره د خبروپه بهير کې يې ځان نيمکله جګ کړل، ويل مسعود هرڅه چې غواړي ور يې کړئ. مسعود تل پر دې خبره، د ګرباچوف په قول، ټينګار کاوه چې د هيواد شمال ته دې "خود اراديت" ور کړ شي. د لوى تاجکستان جوړول يې ستر هدف و.