
١٨٧٤ - ١٩٦٣
رابرټ فراس چې ، لسګونه ادبي جايزې لري، دامريکې له کليوالي سيمو دشاعرانه توصيف په وجه دانسان په روح مشهور دى.
کله چې، رابرټ فراس دکم ګذره لارې يادونه کوي، موخه يې د هغې معمولي لارې له انتخاب ډېره لوړه ده، چې کم تګ راتګ پرې کيږي.
د ونو او وښو په منځ کې ، له يوه پړاو د دوو لارو بيليدل، فراس د فکر او تعامل ژورو ته بيايي او په دې دوو کې هغه لار چې کم خلک پرې تګ راتګ کوي، دفراس زړه ته دومره لويږي، چې شک لري له دې لارې به را وګرځي، دى ددې لارې د ټاکلو لپاره يوازې يو چانس لري، که په دښتو او ډبرو کې هم پايته ورسيږي، دى به يې زرغونې کړي،همدا دده لار ده، او دى په دې لار مين دى.
انسان دخپلې غريزې له مخې ، غواړي چې ټاکلي بريدونه مات کړي او دخلاقيت او وړتيا خزانو ته ورسيږي، هغه لار غوره کړي، چې کم تګ راتګ پرې کيږي او فراس هم ځکه يوازې ديوې لارې دټاکلو سپارښتنه کوي.
دفراس لارښونه زموږ دژوند په ټولو اړخونو کې مصداق لري، هغه موږ ته وايي، چې دخپلو بالقوه وړتياوو، دتحقق لپاره بايد د يوخېلتوب مرزونه مات کړو او هرڅه دخلکو له لخوا په تجويز شويو قالبونو کې ترسره نه کړو ، فراس موږ ته توصيه کوي، چې هرکار پخپله دتجربې محک ته وړاندې کړو او دسوليدلو ارزښتونو ارواجي مناسباتو په وړاندې طغيان وکړو.
ددې شعر په وروستۍ او تر ټولو تلپاتې برخه کې فراس موږ ته وايي، چې دوديز عقايدو او ارزښتونو ته له پاملرنې پرته دژوند مسير پخپله وټاکئ او دبدلون په رامنځته کولو دغني او مانالرونکي ژوند څښتن شئ.
زه او مېرمن مې ، د اتو بچيانو مور او پلار يو،موږ ددې ترڅنګ چې، په ټولنيزو لومو کې يې له لويدو رابچ کوو، مرسته ورسره کوو ، چې دخپلو شخصيتونو مالکين واوسي، دتجويز شويو قالبونو ښکار نه شي او د ژوند لار که څه هم کم ګذره وي، پخپله وټاکي.
هره ورځ دهغو ځوانانو کيسې اورم ، چې د ټولنيزو مفاسدو قربانيان دي، په الکولو او نشه يي موادو کې دافراط، په انسان وژنې او جنسي تاوتريخوالي کې دښکيلتيا له امله دټولنې تعادل له مشکل سره مخ کوي او پخپله هم په همدې مسير کې نابوديږي.
له اولادونو او دهغوى د دوستانو سره دداسې مسايلو په اړه دبحث پروخت له يوه تکراري عبارت سره مخ کيږم، (ټول همدا کار کوي) پدې عبارت کې داهيله ډېره محسوسه ده، چې ماشمان او نوي ځوانان، له خپلو همزولو او شاوخوا سره همرنګي غواړي، دوى نه غواړي ، چې له خپلو اطرافيانو سره دنا يوخېلتوب په وجه غېرې طبيعي معلوم شي، خو زه، د فراس شعر ورته وايم، چې ديکنواختۍ او ميحيطي تاثيراتو په وجه په ټولنيزو لومو کې ونه لويږي، هغوى ته
وريادوم، چې کله په ژوند کې له دوه لارو سره مخ کيږي ،دفراس لارښونې ته پام وکړي، کم ګذره لار وټاکي او پدې توګه په شخصي او مسلکي ژوند کې نويو جهتګيريو ته لار پرانيزي.
پر ماشمانو او نويو ځوانانو، دهغوى دهمزولو دفشار وجه هم موږ لويان يو، ځکه موږ هم دخپل چاپېريال او همزولو سره دهمرنګۍ له هيلې يا فشار ځان نه دى ژغورلى او تر اوسه په همدې لومه کې اسير يو، له هغه ځايه چې، موږ پخپل ژوند کې دبدلون د راوستو په برخه کې له موانعو سره مخ يو، ډېر وخت د ماشمانو له تېروتنو تيريږو او نامناسب چلند يې توجيه کوو.
هغه خلک، چې اوس موږ ورته درناوى لرو او پخپلو زمانو کې پېشوايان وو، ټولو کم ګذره لارې انتخاب کړې وې، له همدې امله يې، بدلونونه رامنځته کړل او لوى خلک شول.
پخپله فراس په پام کې وه، چې لومړى بزګر، بيا وکيل او وروسته ښوونکى شي، هغه زراعت و ازمويلو او پرې يې ښود، بيايې دنيکه په لارښونه دحقوقو په پوهنځي کې ثبت نام وکړو چې وکيل شي، خو ناڅاپه او بې لدې چې څوګ خبر کړي، دخفګان په پلمه د هاروارډ پوهنتون هم پرېښود، ښايي پدې دليل چې دا لار کم ګذره نه وه او بلاخره يې شعرويل ، چې دزړه له ژورو يې راپورته کيدو پيل کړل او خپلې بالقوه وړتيا وې يې ظاهرې کړي او ددې لارې په انتخاب سره دځان او شاوخوا ترمنځ لوى توپير رامنځته کړ، دفراس ددې ، کم ګذره انتخاب له امله اوس ، موږ هم دده پرشعر دومره خبرې کوو.
.که موزارډ، ميکيلاژ او قديمو يونانيانو، دنباله روي کړي واى، اوس به له نقاشۍ ، موسيقۍ او مجسمه جوړونې، چې د دوى دخلاقيت ثمره ده، هېڅ خبر نه واى.
دفراس شعر له تاسو غوښتنه کوي، چې دهمزولو فشار سرکوب کړئ او دا حقيقت درک کړئ، چې په ژوند کې لوى بدلون، له دنباله روى څخه دځان ساتلو سره تړلى دى، که دژوند لپاره دنورو په څېر لار غوره کړئ، دعرضه کولو لپاره به هېڅ متاع ونه لرئ.
که څه هم، دخلکو لخوا په تجويز شويو قالبونو کې، رفتار به تاسو منونکى، مطيع ، پرهېزګار او حتى مقدس سړى معرفي کړي، ولې پدې لار کې دبدلون لپاره هېڅ هم نه شته.
همنوايي، انسان محدودوي، دهغه دفکر او نړۍ ليد په وړاندې ديوالونه دروي او له خلاقيت يې ليرې ساتي، زه دليکوال په توګه خپل هغه مخالفين او عقده ګيران نه شم هېرولى ، چې د داسې ليکنو او نظرونو دخپرولو له امله مې، بې لارې او غېرې عادي بولي، خو ددې چلنجونو په وړاندې حوصله او استقامت ددې سبب شول، چې ځانته لار صافه کړم او په هسکه غاړه له خپلو ارمانونو سره هميونى شم. اوس ډېر هغه خلک، چې پخوا يې زما لاره نا معقوله بلله ، هم زما سره متحد دي، له ډېرو اورم، چې دوى مخکې زما خبرې او نظرونه پوچ او نيمګړي بلل ، خو اوس له هغه څه سره چې ، زه پرې باور لرم مينه لري او زه لدې امله چې، دفراس ارمانونو ته په عملي ژوند کې ځاى ورکوم خوښېږم.
فراس هغه عادي انسان، چې د دوديزو چوکاټونو پر ځاى يې، په خپلو وړتياو، تکيه کړې او ديو خېلتوب لړۍ يې ماتې کړيدي ستايي، ريښتيا چې هغه موږ او زموږ اولادونو ته لوى ښوونکى دى، زه غواړم تاسو ته ووايم، چې خپلو اولادونو ته دکم ګذره لارو دانتخاب سپارښتنه وکړئ، هغه خوښي ورته متصوره کړئ، چې دکم ګذره لارو تر انتخاب وروسته به دوى نېکمرغه کړي ، زه هيله من يم، چې ډېر ماشمان دا توصيه واوري او تر بلوغ ورسته پدې پوه شي، چې ددې سړک يو کيلو متر هاخو ګڼه ګوڼه نشته .
په خپل ژوند کې، دفراس دسپارښتنې دعملي کولو لپاره ښايي لاندې ټکي ډېر ارزښت ولري.
١:- هغو ټولنيزو فشارونو ته مه تسليمېږئ ، چې په مشخصو قالبونو کې ستاسو دځايولو او سمولو په هدف اعماليږي او زړه يوازې دهغې لارې دتقدس سره وتړئ، چې انتخاب کړې مو ده.
٢:- قضاوتونو ته غوږ مه نيسئ، دهغه چا دنفس عزت پخپله هم تر پوښتنې لاندې دى، چې غواړي تاسوله خپلو سليقو سره سم کړي.
٣:- دخپل ايډيال ، دپيروۍ لپاره يوازې ، دزړه اواز ته غوږ ونيسئ، ان که دټول ژوند زده کړې پوهه مو، داوسني احساس سره په ټکر کې هم وي، درايې داستقلا ثمره او پايله دټولنې سره تر همرنګۍ خورا لوى امتياز دى.
٤:- هغسې چې رابرټ فراس يادونه کړې، دا لار اوس ستاسو لار ده او دکم ګذرۍ په وجه له تاسو هېڅ وخت نه پاتې کيږي، پر همدې لار مين شئ.