
ليکوالWayne Dyer:
ژباړن: تواب غورځنګ
په يوه ځنګل زاره سيمه کې دوه لارې له يوې، بلې جلا کيږي
له بده مرغه پر دواړو تګ شونى دى
دلاروي په توګه څو شيبې ودريدم
چې وګورم، چېرته له يوې بلې بيليږي
يوه پکې داسې وه ،چې شايد تر اوسه پرې څوګ نه وو تللي
او کيداى شي ووايو، دا لار غوره وه.
ځکه وښو په خپل زرغون بخمل سره په زړه پورې منظره رامنځته کړې وه
هغه سهار دونو پاڼې او ښاخونه دومره لارې ته را ځوړند شوي وو
چې فکر کيده تر اوسه پرې څوګ نه دي تللي،
سره ددې چې نه پوهيدم دا لار چېرته پايته رسيږي
او شکمن وم چې بېرته دې ترې را وګرځم،
زه به په ډېر ياس سره ددې يادونه وکړم
هلته چې لدې ځايه پېړۍ پېړۍ ليرې دى.
په ځنګل زاره سيمه کې دوه لارې له يوې بلې بېليږي
او ما هغه لار غوره کړه ، چې بل څوګ نه پرې تلل
او ټول توپيرونه دهمدې انتخاب له امله دي!