
زموږه شپې سره تړلې دي په تار دتیارولمرمولا څرک وهلی نه وي چې تورتم راشيښايي خوښي زموږقسمت کې یې لیکلې نه ويیوغم لاخلاص نه وی، دپاسه پرې بل غم راشي
ډیرمو ګاللي،په هوډکلک یو، نوربه هم وزغموغم دې راځي،خوکاش په وار راشي،لږسم راشي
یو ور روان لور دمنزل ته،په شانه راګرځوکه موهرڅو مخته توپان یاپیچ اوخم راشي
لږخومې پوه کړئ ای ملګرو داسې ولې کيږي پښې مې شي سستې چې مې لار دیار په چم راشي
ټوله ورځ ناست یم لار یې څارم خویارنه رادروميزړه چې ناهیلی شي،شم پورته ترینه ځم راشي زه پرې پوهیږم(منتظره) شو ودان به هلهکه موپه لاس کې دټوپک پرځای قلم راشي
25/01/2012